د معتبرو رسنیو تازه ارقام ښيي، چې د امریکا او چین اقتصادي جګړې تراوسه تر ۲ میلیونو پورې چینایان وزګار کړي او له کاره ویستي.
د اسیا نیوز رسنۍ د راپور له مخې د دغې اقتصادي جګړې زیات تاوان د چین صنعتي برخو ته رسیدلی.
د سرچینې په حواله د چین صنعتي نظام په وروستیو کې ټول ۵ میلیونه کاري فرصتونه له لاسه ورکړي، چې نیږدې دوه میلیونه یې د امریکا د اقتصادي جګړې له کبله دي.
بې ثباته اقتصاد
د چین د اقتصادي وضعیت یو شمېر څېړونکو یادې رسنۍ ته ویلي، چې دغه اقتصادي جګړه د چین د اقتصاد بې ثباتي په ډاګه کوي.
څېړونکو ویلي، چې یا د چین اقتصاد متزلزل دی، یا یې چارواکو بې مسولیتي کړې او د خپلو اقتصادي ننګونو وړاندوینه یې نه ده کړې.
د دوی په خبره لازمه وه، چې د چین دولت له امریکا سره د کیدونکې اقتصادي جګړې وړاندوینه او هم ورسره د مبارزې لپاره وار د مخه لازم تدابیر لرلای.
اوس څه کیږي؟
د اسیا نیوز د راپورله مخې د چین د واکمن کمونیست ګوند یوه ۲۵ کسیزه ډله ټاکلې څو د دغه اقتصادي وضعیت د کړکېچونو حل ته تدابیر ونیسي.
دغه پلاوی به دا هم څېړي، چې څنګه بې کاره شوي پر نورو کارونو مصروف او د نورو کارونو د خرابیدو مخنیوی وکړي؟
بندیزونه
امریکا له چین سره د اقتصادي اړیکو د خړیدو په درشل کې د دغه هېواد پر یو شمېر مهمو کمپنیو لکه: سوني، سامسونګ،هواوې او نورو بندیزونه لګولي.
د دې ترڅنګ امریکا متحده ایالاتو د چین پر صادراتو ۲۵ سلنه ګمرکي تعارفه لوړه کړې او ۲۰۰ میلیارده ډالره تاوان یې ورته پېښ کړی.
د دې ترڅنګ د چین پر کرنیزو تولیداتو هم تعارفه لوړه شوې او تر ۶۰ میلیارده ډالرو زیان یې چین ته اړولی.
له دې سره هم مهاله د پیسو د نړیوال صندوق رییس خبرداری ورکړی، چې د امریکا او چین اقتصادي جنګ به پر نړیوال اقتصاد هم بدې اغېزې وکړي.
دا راپورونه په داسې وخت دي، چې امریکا او چین په نیږدې ورځو کې د خپلو اقتصادي ناندریو د حل لپاره بیا مذاکرات پيلوي.
دا مذاکرات مخکې څو ځله د ژورو اختلافونو له کبله ناکام شوي او ځنډول شوي دي.