د تونس ولسمشر ومړ؛ دلته یې د ژوند لوړې ـ ژورې ولولئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د تونس ولسمشرمحمد الباجی قائد السبسي د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نوموړی له خپلې ناروغۍ ځوریده او په یوه پوځي روغتون کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.
خو نوموړی څوک و؟
سیاست ته څنګه راغی؟
څه لوړې ـ ژورې یې پکې ولیدې؟
دلته به همدې مسئلو ته نظر واچوو.
زوکړه او زده کړې
الباجی قائد السبسي د 1926 میلادي کال د نومبر په ۲۶ مه د تونس په شمالي ښار سیدی بوسعید کې دې نړۍ ته راغی.
السبسي په ۱۹۵۰ کې د پاریس د حقوقو له پوهنځي فارغ او ۲ کاله وروسته یې د مدافع وکیل په توګه خپله دنده پيل کړه.
وروسته دی په نورو مهمو دندو هم پاتې شو، چې د ځینو یادونه به یې وروسته وکړو.
سیاست ته مخه

السبسي د ځوانۍ له پيله د ازاد اساسي قانون له ګوند سره ملګری شو.
د تونس له ازادۍ سره نوموړی د لومړني ولسمشر الحبیب بورقیبه سلاکار وټاکل شو.
په ۱۹۶۳ کې د ملي امنیت د عمومي ادارې مشر شو.
دوه کاله وروسته د کورنیو چارو وزیر او په ۱۹۶۹ کې د یوه کال لپاره د ملي دفاع وزیر شو.
دی په ۱۹۷۰ کې فرانسې ته د تونس د سفیر په توګه واستول شو. تر هغه وروسته په المان کې هم سفیر و.
السبسي په ۱۹۷۱ کې له سیاسي فعالیته لیرې شو. دلیل دا و، چې هغه د نظام د اصلاح نظر تایید کړ. له دې سره د هغه اړوند ګوند نوموړی له ګونده وویست یانې غړیتوب یې ور وځنډوه.
دی په1978 میلادي کې د احمد المستري په مشرۍ د سوسیال دیموکرات ګوند غړی شو.
په دې موده کې دی د واکمن حکومت له مخالفینو ګڼل کیده.
السبسي د سال 1980 میلادي په دسمبر کې د محمد مزالي د دولت صدراعظم شو.
یو کال پس د بهرنیو چاو وزیر شو او د فلسطین او اسراییلو په اوربند کې یې مهم دیپلوماتیک نقش درلود.
السبسي په 1989 میلادي کې د ولسي جرګې غړی شو.

وروسته یې بیا د مدافع وکیل په توګه فعالیت ته مخه کړه. د ۲۰۱۱ په نومبر کې د موقت حکومت لومړی وزیر او په ۲۰۱۲ کې د تونس غږ ګوند موسس شو.
دی څو کاله مخکې د تونس ولسمشر وټاکل شو، چې تراوسه یې دغه دنده مخته وړله.
نوموړي واده کړی و او ۴ اولادونه لري.
د تونس حکومت د ده د مړینې په ویر یوه اونۍ ملي ماتم اعلان کړی.
یو شمېر هېوادونو د نوموړي مړینه لویه ضایع ګڼلې او خواشیني یې پرې ښودلې ده.