د میرمنو لپاره د تغذیې ۶ ضروري ټکې

سپینه تجريدي ډیزاین

میندې د ژوند په هر پړاو (مرحله) کې د تغذیې ځينې مهمو ډولونو ته اړتیا لري، چې له دوی سره د ښې روغتیا په برخه کې مرسته کوي.
موږ يې دلته تاسې ته شپږ (۶) مهم څیزونه درپه ګوته کوو:
۱ـ اوسپنه
اوسپنه د وینې نوې حجرې زیږوي او هغه د له مینځه تلو څخه ژغوري. کله چې نجوني د میاشتنې ناروغۍ په دوره کې وي، د بدن د اوسپنې پوره کول ورته اړین دي.
د امیداورۍ پر مهال هم میندو ته لازمه ده، چې په کافي اندازه اوسپنه پوره کړي.
د اوسپنې اصلي مرجع: هګۍ، ماهي، لوبیا، د شنه سبزي او نور دي.
۲ـ کلسیم
کلسیم د میندو لپاره د ژوند په هره دوره کې لازمي دی. کلسیم په ماشومتوب کې د قوي هډوکو او روغو غاښونو لپاره ضروری دی؛ او په بلوغیت کې بیا د هډوکو د غټوالی لپاره اړین دی. کلسیم د امیداوارو میندو او د هغوې د ماشوم لپاره اړین دی.
د کلسیم مهمې سرچینې عبارت دي له لبنیات (شیده، ماسته، کوچ او پنیر)، سبزيجات، او بادام دي.
۳ـ اوبه
اوبه نه یواځې دا چې د میندو د روغې سټې لپاره مهمې دي، بلکې د هر انسان لپاره د زیات نه زیاتو اوبو څښل مهم دي.
اوبه د وجود زهري او توکسیني مواد ختموي. ستاسې د عمر په زیاتیدو سره ګردې د زهري موادو په لري کولو کې پاتې راځي، چې اوبه دا کار په ډیرې اسانۍ سره کولای شي.
اوبه د مخ تیرسرۍ او ځوانوکو مخه هم نیسي او پوستکې تازه او ځوان ساتي.
۴ـ مګنیزم
په وجود کې د مګنیزم کمښت د ګڼو ناروغیو د پیښیدو لامل کیږي. د هډوکو د قوت او د روحي فشار او سټریس د کمولو لپاره ډاکتران په پوره اندازه د مګنیزم د اخیستو سپارښتنه کوي.
د مګنیزم اصلي سرچینې: دانه لرونکي خواړه، دڼیا، ګلپي، بادام، کیله، د کدو دانې، کوپره، او پالک دي.
۵ـ اومیګا ۳
اومیګا ۳ د نجونو د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال د هغوې دردونه کموي او هډوکي روغ او ځواکمن ساتي. اومیګا۳ زړه هم روغ او قوي ساتي.
د اومیګا۳ اصلي مرجع عبارت دي له: ماهي، چارمغز (غوزان)، ګلپي او د زیتون غوړيو څخه.
۶ـ پروټین
پروتین د عمومي روغتیا لپاره ګټور دی. پروتین انساج قوي ساتي او د وجود معافیتي سیستم ته هم قوت بښي. د امیداوارو میندو او د هغوې د ماشوم لپاره په کافي اندازه پروټین اړتیا ده.
د پروتین اصلې سرچینې هکۍ، لبنیات، ماهي، د چرګ غوښه، دال او نور دي.