ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
مثبت اوسېده يو هُنر دئ چي باید زده کړه سي. که تاسي غواړئ چي مثبت و اوسئ نو باید لاندي څو خبري هېري نه کړئ. مثبت اوسېده د انسان سره د هغه د اهدافو په لاس راوړلو کي مرسته کوي او د ذوق، انرژۍ، او اغېزناکتوب د زیاتېدو سبب ئې کېږي. په ځان کي د راتلونکي پر وړاندي د مثبت لید او فکر د ودي او پراختیا له پاره باید:
۱ـ په دماغ او فکر کي مو همېشه خوشحالوونکي او ګټور ځایونه انځور کړئ.
۲ـ د خبرو کولو پر مهال مثبت کلمات وکاروئ.
۳ـ همېشه کوښښ وکړئ چي له ذهنه مو منفي او ناسم فکرونه لېري کړئ.
۴ـ د ژوند مثبتو او رغوونکو اړخونو ته مو پام وکړئ.
۵ـ له مثبت فکرو افرادو سره راشه درشه وکړئ.
۶ـ له الهام بخشو او داستاني فلمونو څخه ګټه واخلئ.
۷ـ په ذهن او دماغ کي مو هغه څه تصور کړئ چي تاسې په واقعي ژوند کي د پېښېدو هیلي لرئ.
۸ـ زده کړئ چي څنګه پر خپلو افکارو باندي متمرکز اوسئ.
۹ـ په ذهن او دماغ کي مو داسي کارونه تکرار کړئ چي په تاسي انګېزه رامنځ ته کوي.
۱۰ـ تمرکز او څارنه زده او تمرين کړئ.
۱۱ـ د خوشحاله اوسېدو او خوشحاله ژوند کولو مهارتونه زده کئ.
۱۲ـ پام وکړئ چي د مثبت فکرۍ پر خوا باندي حتی یو ګام پورته کول، ستاسي په ژوند کي د نوو او خوشحالي راوړونکو رفتارونو سبب کېږي.
۱۳ـ ورزش د ژوند يوه برخه وګرځوئ.
۱۴ـ خندا او خوښۍ ته اهمیت ورکړئ.
۱۵ـ د خپلو کمزور ټکیو پر ځای مو مثبت هغوی ووینئ.
۱۶ـ د کمبوداتو د لیدو پر ځای مو خپل شته ووینئ.
۱۷ـ ژوند ته د واقعي کتني سره هم مهاله، منفي بافي له ځانه لېري کړئ.
۱۸ـ د” نه سم کولای “ جمله له ذهنه وباسئ.