ایا د ښځو د لاسونو له حرکت د هغوی خوی او چلند اټکلیدای شي؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه/شپنه سلګۍ
روانپوهنه وایي هر حرکت چې انسان يې کوي، په روان کې یې د یو څه استازیتوب کوي، او په ژوند کې يې دغه سبک څرګندیږي.
هر شخص له نورو سره په خبرو کې ځينې ځانګړې غیرې ارادي حرکتونه لري، چې ځینې یې ممکن د هغوی د شخصیت ښکارندوی اوسي.
که دغه نښې وپيژنو نو له مقابل سره ناسته پاسته اسانیږي، په دې وړه لیکنه کې د ښځو د لاسونو د حرکتونه په اړه څو رواني اټکلونه راټول شوي دي.
د ورغیو تاوول
کومه میرمن چې د خبرو په وخت کې خپل ورغوي تاووي، د غښتلې شخصیت څښتنه ده، په خپلو خبرو او مصطلحاتو کې ډېره کره ده، خو د خپل زړه خبرې سمې نه شي تعبیرولی، خپل نظر خوندي ساتي، مقابل ته يې د نظريې په اړه قضاوت ستونزمن کیږي.
د څيزونو پرېښودل.
کومه میرمن چې د خبرو پرمهال د لاس شیان پريږدي هغه ډېر نرم احساسات او عواطف لري، ډېره روښانه او څرګنده وي، پيژندل يې په اسانه کیږي.
یو ورغوی پر بل ايښودل
کومه میرمن چې د خبرو پرمهال يو ورغوی پر بل ږدي، هغه متوازنه میرمن ده، پوهيږي چې څه ووايي، کمې خبرې کوي، او خبرې يې هم کره وي، سربېره پر دې د خپل زړه خبره نه کوي، خپل نظر نه وايي، او له خپل دریځه په اسانۍ نه په شا کیږي.
د شیانو پټول
کومه میرمن چې په لاسونو کې د خبرو پرمهال شیان پټوي، هغه د نري زړه څښتنه ده، شا او خوا باندې ښه پوهیږي،کولی شي نورو سره د غوښتنې په صورت کې مرسته وکړي، هيڅکله بې پروا میرمن نه ده، څه چې کوي او څه چې وايي ښه پرې پوهيږي.
د لاسونو ډېر حرکت
کومه میرمن چې د خبرو پرمهال لاسونه ډېر خوځوي نو دغه میرمن ډېره هیجاني ده، او غالمغالي کیدای شي، ډېر ژر غوسه کیږي، په يو نظر نه پاتيږي، ژر ژر خپل نظر بدلوي، او استقرار نه لري.
د لاسونو ګوتې یو بل کې ننویستل
کومې میرمنې چې د خبرو پرمهال د لاسونو ګوتې يو بل کې ننباسي، دا قناعت کونکې میرمن ده، د لوړ فکر څښتنه ده، ویښ ذهن لري، له مقابل سره خبرو ته ډېر ارزښت ورکونکې ده.
لاس پرسینه او یو پر بل اړونکي
کومه میرمن چې د خبرو پرمهال دواړه لاسونه يو پر بل واړوي او پر سینه یې ږدي، نو د مخاطب خبرو ته ارزښت نه ورکوي، قناعت پرې نه لري، موافقه هم نه لري، د مخاطب مقام ته سپکاوي کوي.
له شیانو څخه ډډه
کومه میرمن چې د خبرو پرمهال مخامخ شیانو سره لاس نه لګوي او ډډه ترې کوي نو دا ویر زړی میرمنه ده، او کیدای شي کمزوری شخصیت ولري.
د لاسونو پورته کول
کومه میرمن چې د ویرې پرمهال لاسونه د لیندې په څير پورته کوي دا ډېره حساسه او ځان غوښتونکې میرمن ده، خو که له ویرې پرته يې پورته کوي بیا ځان غوښتونکې نه ده.
د یو شی د اخستلو پرمهال ګوتې د لیندې په څير راټولول
کومه میرمن چې د شیانو د راخیستلو پرمهال خپل ګوتې د لیندې په څېر راکږوي او په بیلا بیلو طریقو شیان رااخلي نو دا میرمن د مالکیت احساس ډېر لري، خپل شیان ښه ساتي، کم لګښت کوي، او ضدۍ ده.