ټرمپ سره له لیدنې وروسته داسې احساس کوم، لکه نړیوال جام مې چې ګټلی وي – عمران خان

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا متحده ایالاتو ته له درې ورځني سفر وروسته، پرون بیرته پاکستان ته ورسیده.
د خان هرکلي ته په اسلام باد کې د هغه پلویان ورټول شوي ول، او د هغه په ستاینه يې شعارونه ورکول. بل پلو په پاکستان کې د نوموړي مخالف ګوندونه د هغه په ضد لاریونونه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپيو سره يې خبرې ګټورې او رغوونکې وې.
عمران خان ویلي:

“زه داسې احساس کوم لکه نړیوال جام مې چې ګټلې وي؛ نه لکه له یو رسمي سفر چې راګرځيدلی یم. موږ باید ادارې ته چې پخوانیو غلو لوټولې او ویجاړه کړې، بدلون ورکړو.”

عمران خان تیر کال په همدې ورځ د پاکستان ټاکنې وګټلې او ددغه هیواد لومړی وزیر شو.
نوموړي ویلي، چې له متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو يې غوښتي، چې د “غلو او رشوت خورو” له لورې لوټ شوې پیسې چې په بهرنیو هیوادو کې ساتل کیږي، وروسپاري.
نوموړي ژمنه کړې، چې د پاکستان ملت به چاته سرټیټی نکړي او شین پاسپورټ (پاکستاني پاسپورټ) او پاکستان ته به ارزښت ورکړي.
ټرمپ له عمران خان سره د افغانستان په اړه:
ټرمپ د عمران خان سره په خبرو کې ویلي وه، که وغواړي د افغانستان جنګ ګټلی شي؛ تر ۱۰ میلونو انسانان پکې وژلی شي او افغانستان د نقشې له مخې په څو ورځو کې ورک کولای شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ د خبرو سپيناوی غوښتی او ویلي يې دي، چې ټرمپ د افغانستان د ملت تاریخ نه دی لوستی.
په ټولنیزو رسینو کې هم عامو افغانانو د ټرمپ د خبرو په ضد غبرګون ښودلی او هغه يې هوايي خبرې بللي دي. ځینو خو ان لیکلي، چې ټرمپ نشه و او د نشې په حالت کې يې داسې خبرې کړي.
ټرمپ د کشمیر په اړه:
د پاکستان د لومړي وزیر سره په ناسته کې ټرمپ وویل، چې حاضر دی د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر په سره مسله کې د منځګړي رول ولوبوي. نوموړی زیاته کړې، چې مودي لا وړاندې ترې غوښتي وه، چې په دې مسله کې منځګړتوب وکړي.
بل پلو هندوستان د ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې د کشمیر په مسله کې هیڅ منځګړي ته اړتیا نلري او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هیڅکله له ټرمپ څخه د منځګړتوب غوښتنه نه ده کړې.