د کابل په ختیځ کې د کوچیانو مشهور مشر ملا تره خېل محمدي د یک تلویزون له کاکتوس خپرونې سره مېلمه و.
هغه په دې مرکه کې د شخصي ژوند ترڅنګ یې د هغو تورونو په اړه وپوښتل شول، چې پر نوموړي پورې دي.
دغه راز د افغان سیاستوالو( محمد اشرف غني، حامد کرزي، محمد داودخان) او نورو په اړه هم تره خېل وپوښتل شو.
دلته به د هغه د ځوابونو په حواله د ده ژوند او څرګندونو ته کتنه وکړو.
متفاوته خپرونه
د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې د نورو خپرونو په توپير د پروګرام فضا متفاوته وه.
په نورو خپرونو کې به د مېلمه ، کوربه او ګډونوالو ترڅنګ د خپرونې په تالار کې د موزیک غږونکو ډله هم وه، چې د خپرونې موزیک او نورې نغمې به یې په وقفوي ډول غږولې.
خو له تره خېل سره په ډېر ګومان د هغه په غوښتنه هوکړه شوې وه، چې پروګرام به موزیک او موزیک غږونکي نه لري.
د هغوی پرځای تره خېل له خپلو اړوندو دیني مدرسو یو شمېر دیني عالمان او د مدرسو زده کوونکي راوستي وو، چې هر څو دقیقې وروسته به یې د هغه ځینې خبرې په ( اله اکبر) بدرګه کولې.
دا خپرونه د نورو په توپیر د قرآن کریم په څو آیتونو پيل شوه.
د تره خېل ژوند
مولوي تره خېل محمدي د ۱۳۵۲ لمریز کال د حمل په ۱۵ مه د کابل په ۲۱ مه ناحیه کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.
د هغه پلار جنت ګل د خپل وخت سناتور او د کوچیانو له مشرانو څخه و.
تره خېل ۴۶ کاله عمر، دوه مېرمنې، ۶ وروڼه، ۲ خویندې او ۱۱ اولادونه لري.
د ده یو ورور له کابل څخه د ولسي جرګې او بل د ولایتي شورا غړی دی.
یو بل ورور یې د کوچیانو له حوزې د ولسي جرګې غړیتوب ته بریالی شوی.
هغه خپله هم په تېره دوره کې د ولسي جرګې غړی و، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون د ځمکو په غصب، اختطاف، وژنو او د ناقانونه وسله والو ډلو د لرلو په تور د جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه حذف کړ.
ولې حذف شو؟
تره خېل یاد شوي تورونه ردوي او وایي د جرګې په تېره دوره کې د امریکا او یو شمېر اسلام ضدو هڅو د مخالفت له کبله دی د جرګې له نوماندۍ را ګرځول شوی.
تره خېل وایي نه یې ترافیک وهلی او وژلی، نه یې څوک تښتولي او نه هم ناقانونه وسله وال لري.
د ځمکو د غصب د تورونو په اړه وایي، چې د کابل په پلچرخي سیمه کې دا تور ځکه ورپورې شوی، چې د کوچیانو یو لوی ښارګوټی د ده د پلار په نوم نومول شوی.
د تره خېل په خبره یاد شوی ښارګوټی ۲۲۰ زره کورونه لري.
د کمیسون مشر ته ښېرا
تره خېل وایي د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو د کمیسون مشر عبدالعزیز اریایي په ناحقه د جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه حذف کړی و.
د ده په وینا هغه هم د ده ښېرا ووهه او له کمیسونه یې ایسته او په شرمونو وشرماوه.
تره خېل ادعا کوي، چې نوموړی د ده د نوم تر حذفیذو وروسته د تره خېل د پلار قبر ته ورغلی او هلته یې له ده څخه د کړي کار بښنه غوښتې ده.
د کرزي او غني پرتله
تره خېل په دې خپرونه کې وپوښتل شو، چې ریښتیا یې د سهار چای مخکې له ولسمشر کرزي سره څښه کنه؟
ځواب یې دا و، چې هو! د ده په وینا کرزی ملک زاده او پر افغاني کولتور، مېلمه پالنې او راشه درشې پوه سړی و.
ملا تره خېل د كرزي یوه خاطره بیانوي او وایي په کومه ورځ یې چې غني ته واک لېږدوه، غني ترې په ارګ کې مخکې روان و.
د ده په خبره کله، چې دویم پوړ ته ختل، کرزي له غني ځان مخکې کړ، چې ده ته د واک نه سپارلو تشویش پیدا شو.
تره خېل زیاتوي: کرزی خپل دفتر ته له ننوتو سره نور مسول کسان منع او وویل، چې غني ته چوکۍ خپله سموي.
دا کار تره خېل د کرزي لویي، کمیني او درنښت یادوي.
د ملا تره خېل په و ینا کرزی به تاریخ کې تکرار نه شي.
هغه غني هم ستایي او وایي، چې افغانستان یې د پاکستان له اقتصادي انحصاره خلاص او هم یې د تره خېل د مور د مړینې د درېیمې او څلویښتي خیراتونه پر غاړه اخیستي.
تره خېل دغه راز د غني د اساسي کارونه یادونه کوي او وایي افغانستان یې په ښه لوري روان کړی.
د نورو سیاستوالو په اړه تبصرې
ملا تره خېل د کرزي په اړه وایي، چې زړه سوانده او ملي مشر و.
د غني په اړه وایي، چې خدمتګاره سړی دی او که قدرت کې نه و، ده به یې په اړه ډېرې ستاینې کولای.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ په اړه یې وویل، چې غاصب دی او د مسلمانانو لومړۍ قبله یې غصب کړې.
د ترکیې ولسمشر د تره خېل خوښیږي. د اردوغان په اړه یې وویل، چې مسلمان سیاستوال دی او په اسلامي نړۍکې د ده د سل سلنه تایید وړ کس دی.
نور ځوابونه
تره خېل په دې اړه، چې په افغانستان کې د روسيې که امریکا د پوځي حضور ملاتړی دی، وویل: د یوه پلوي هم نه کوم.
د سولې په اړه یې نظر دا و، چې نیږدې ده او دی ورته خوښ دی.
د غوسې د کنټرول په اړه تره خېل وویل، چې په اعوذبالله ویلو، پلي ګرځیدو او اودس کولو یې مخه نیسي.
تره خېل په افغان سیاستوالو کې شهید داود خان خپله الګو یاده کړه.
د پانګې په اړه یې وویل، چې ټولې یې پر مدرسو لګولي.
د راتلونکو ټاکنو د خوښې نوماند یې په ګوته نکړ، خو وایي مشوره به پرې وکړي.
د ده په وینا د میاشتې تر درې زره افغانیو د موبایل د کریډیټ مصرف لري.
تره خېل وایي د مرسي تجربه ور وښوده، چې اسلامپاله سیاستوال واکمنۍ ته څوک نه پریږدي، خو بیا هم وخت ته په کتو کیدای شي ولسمشرۍ ته کله نوماند شي.