د نړیوالو فوټبال کلبونو ترمنځ د دوستانه سیالیو په لړ کي ریال ماډریډ ـ آرسنال ته ماته ورکړه، خو بارسلونا بیا د چلسي فوټبال ټیم څخه ماته وخوړه.
پرون ماپښین ۳ بجې بارسلونا او چلسي فوټبال لوبډلي میدان سره کښته سوې، چي چلسي ۲ ګولونه پر ۱ بارسلونا ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د چلسي لپاره ټامي آبراهام په ۳۴مه او روس بارکلي بیا په ۸۱یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې، خو د بارسولنا لپاره بیا یوازینی ګول راکیټېچ د لوبي په ۹۱یمه دقیقه کي ولګوی.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره تکړه او د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي، لیویز سواریز او کوټینیو نه ولوبېدل، خو نوي رانیول سوي لوبغاړي انتونیو ګریزماین، ډیانګ او نیټو بیا په یاده لوبه کي د بارسولنا لپاره ولوبېدل.
بلخوا بیا د انټرنیشنل دوستانه سیالیو په لړ نن سهار ریال ماډریډ او آرسنال فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې.، چي ددې دوو ټیمونو ترمنځ لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده، خو وروسته په پینالټيو کي ۳ پر ۲ ریال ماډریډ بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کي لاکازیټ په ۱۰مه او اوبمیانګ بیا په ۲۴مه دقیقه کي د آرسنال لپاره ګولونه ولګول، خو د ریال ماډریډ لپاره بیا ګریت بېل په ۵۷مه او اسینسیو بیا په ۵۹مه دقیقه کي ګولوهني وکړې.
ددې دوستانه سیالیو موخه داده، چي د فوټبال راتلونکي پړاو لیګونو ته لوبډلي ښه چمتوالی ولري.
ریال ماډریډ او بارسلونا فوټبال لوبډلي د فوټبال په نړۍ کي خورا سرخت عرفان دي، چي ځیني وختونه ریال ماډریډ ـ بارسلونا ته او ځیني وختونه بیا بارسلونا ریال ماډریډ ته ماته ورکړي.
ددې دوو لوبډلو مینوال تر هرو ټیمونو ډېر دي، چي تر څنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال یادي دوې لوبډلي خوښوي او لوبي ئې ګوري.