ولې په ګرمه هوا کې غوصه کېږو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: نسیمه محمدي
 په عمومي توګه د بدن داخلي او بهرنۍ تودوخې تغیرات د پوستکي پر مخ د زیات خوله کېدو لامل ګرځي چې په پایله کې د بدن د سړښت سبب ګرځي، خو کله چې هوا ډېره ګرمه وي، بدن د ډېرې خولې له امله د داخلي بدن په سړښت قادر نه وي او په پایله کې د ګرمۍ د احساس په زیاتېدو د بدن د ارګانونو تودوخه لوړېږي. په دې ډول شرایطو کې د وینې فشار لوړ او د زړه ضربان لوړېږي چې شخص د سر ګنڅۍ او خوبولي حالت سره مخ کېږي؛ د غوصې او جنګ احساس، کم صبري او کم حوصلېتوب د بدن د تودوخې د لوړېدو نښې دي. د دې امکان شته چې حتی مغز هم په داسې حالاتو کې غلط فرمان ورکړي او اشخاص د خلق تنګۍ او بالاخره فزیکي جنګونه تر سره کولو ته اړ کړي. د لمر تېزې وړانګې د سترګو د فشار د لوړېدو لامل ګرځي او ورپسې په لیدلو کې ستونزې رامنځته کوي.
د پوهانو په اند، د کال په تودو موسمونو کې په زیاته اندازه بدن مایعات په ځانګړي ډول اوبه مصرفوي د ورځې په ګرمو ساعتونو کې چې له کوره بهر یئ اوبه له ځان سره ولرئ او مصرف یې کړئ. د مېوو او ترکاریو مصرف هم د اوبو لرلو له امله کولای شي د بدن اوبو پوره کولو او د حجرو د الکترولیت د تنظیم په برخه کې ګټور وي او په دې ډول د بدن د تودوخې د ناڅاپي زیاتېدو مخه ونیول شي. د یخو جامو اغوستل چې د لمر د وړانګو په وړاندې د بدن څخه ساتنه وکړي،همدارنګه د لمر ضد کریمونو، خولۍ ، عېنکې، د اوړي بوټونه اوروښانه رنګ لرونکې دستکشې کولای شي د بدن دخولې کېدو په وړاندې یو ګټور پوښښ وي او د روغتیا سره مرسته وکړي.
د اوبو کمښت کولای شي د بډوډو ستونزې، زړښت او د پوستکي ګونځې، د غوړونو بنګار، د وینې لوړ فشار، په بدن کې د مالګې تجمع، د لاسونو او پښو تورم، خشکي او حتی د آلرژيکي حملو سبب شي.
د مناسبو خوړو خوړل، د ورځې په تودو شېبو کې له تګ راتګ څخه ډډه کول او د دندو تر سره کول د ورځې په وروستیو ساعتونو کې د بدن د تودوخې د لوړېدو او په خلق او خوی کې د بدلونو مخنیوې کولای شي. د ناراحتۍ او غوصې په وخت، یخې اوبه وڅښئ، لږ صبر وکړئ او تر ۱۰ پورې وشمېرئ تر څو مو غوصه کنترول شي، همدارنګه په یو ځلي له تود او ګرم چاپېربال څخه سوړ چاپېریال ته مه ځئ، ځکه د بدن د تودوخې د درجې له ناڅاپي بدلون سره مخ کېږئ.