دوبۍ تنده وهي، چارواکي یې د څښاک د اوبو موندنې نوې لارې لټوي

رنګین تجريدي ډیزاین

د عربي متحده اماراتو د خوړو د تامین وزیره وايي، د اوبو نشتوالی د متحده عربي اماراتو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده او دوی هڅه کوي چې ددې ستونزې په وړاندې د مبارزې لپاره په فني او ابتکار ولاړې نوې لارې چارې ومومي.
د اماراتو د خوړو د تامین وزیرې مریم المهیري په دوبۍ کې د خوړو د تامین په یو نړیوال کنفرانس کې وویل، هیوادونه او سیمې د خوړو او پاکو اوبو په برخه کې مشخصې اړتیاوې لري چې که د هواري لپاره یې عملي او په ابتکاره ولاړه نوې ټیکنالوژي وکارول شي، تر ډیره کولی شي دا ستونزې راکمې کړي.
د متحده عربي اماراتو د خوړو وزیرې په دې نړیوال کنفرانس کې زیاته کړه، ټولو هیوادونو ته د څیړنو پر بنسټ ولاړ نوې اختراعات د خپلو خلکو لپاره د خوړو او اوبو په تامین کې لاس ورکولی شي.
مریم المهیري د خپل هیواد یادونه وکړه چې ددې په وینا د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې له جدي ننګونې سره مخ دی. د اماراتو دې وزیرې زیاته کړه موږ هڅه کوو د ټیکنالوژۍ په مټ نوې لارې ومومو.
هغې د ابوظبۍ د هغې پروژې یادونه وکړه چې امارتي چارواکو د مځکې لاندې د بې مالګې شویو اوبو داسې زیرمې جوړې کړي چې د نړۍ تر مځکې لاندې د ابو لویې زیرمې ګڼل کیږي.

امارتي چارواکو ابو ظبۍ کې د مځکې لاندې د بې مالګې شویو اوبو داسې زیرمې جوړې کړي چې د نړۍ تر مځکې لاندې د ابو لویې زیرمې ګڼل کیږي

مریم المهیري وویل دا زیرمه شوې اوبه د لوړ کیفیت لرونکي دي او هیواد یې هڅه کوي تر مځکې لاندې د ابو د زیرمه کولو په برخه کې نورې نوې او فني لارې هم تجربه کړي .
د متحده اماراتو د خوړو د تامین وزیره په دې کنفرانس کې وویل، د خوړو تامین د ګڼو نورو هیوادونو په وړاندې هم جدي ننګونه ده. نوموړې په دې برخه کې د هیوادونو ترمنځ پر شریکې همکارۍ او ازادې سوداګرۍ ټینګار کړی دی.
متحده عربي امارات چې د سمندر پر غاړه پراته دي، خو سوزنده او وچه صحرا یې ددې سبب شوې چې روانې اوبه او سیندونه ونه لري او د څښاک او کرنې لپاره د اوبو په تامین کې جدي ستونزه لري.
متحده امارات د اسلامي هیوادونو ترمنځ یوازینی هیواد دی چې چارواکو یې د خلکو د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې د سهولتونو د رامنځ ته کولو په خاطر له پراخې ټیکنالوژۍ ګټه اخیستې او پر وچو او سپیرو دښتو یې داسې ښارونه اباد کړې چې د نړۍ له مشهورو ښارونو او کاروباري مرکزونو څخه دي.