ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل
1. د مالي مدیریت اړوند کتابونه ولولئ، ځکه پیسې پرته له مالي مدیریت زده کړې په بې ځایه څیزونو درڅخه ځي او د دې لامل ګرځي چې د سپما چانس یې کم او تاسې مفلس کړي.
2. خپل میاشتنی لږښت وسنجوئ.
3. له اړتیا پرته څیزونه مه پیرئ. وارن بافِت وايي: ” که نن ورځ هغه څیزونه وپیرئ چې اړتیا ورته نه لرئ، نو ډیر ژر به هغه څیزونه وپلورئ چې اړتیا ورته لرئ. “
4. د ژوند اړتیاوې او غوښتنې مو مشخصې کړئ، ځکه په دې کار سره کولای شئ خپل پیسې په ډیره ښه توګه مدیریت کړئ.
5. بازار ته له تلو وړاندې خپل د کور د اړتیا وړ څیزونو لِست چمتو کړئ او له چمتو کړل شوي لِست څخه وتلي څیزونه مه پیرئ.
6. مه پریږدئ چې د ژوند سره تړلې ستونزې مو کمزوري کړي. له تشویش او نهیلیتوب سره نه یوازې ستونزې حل کیږي، بلکې لا نورې هم ډیریږي. غوره لار یې دا ده چې مټې بډ وهئ او له هغو کسانو سره سلا مشوره وکړئ، چې په ژوند کې بریالي دي او ژوند یې ښه پر مخ ځي.
7. زړه مه اچوئ. که کوم شی مو له لاسه وغورځید او مات شو، نو مه پریږدئ چې زړه مو مات شي؛ ځکه په ماتې پښې د موخې منزل ته رسیدلی شئ، خو له مات زړه سره هیڅکله هم نه.
8. خپل ورځنیو لږښتونو لپاره مو پور مه اخلئ. هغوی چې د خپل ورځنیو لږښتونو (نه د پانګونې) لپاره له نورو پور اخلي، نو د خپلو پیسو په نسبت، هغه پیسې ډیر ژر په شیانو لږوي او داسې انګیري چې ګوندې دا مفته پیسې دي او بیرته ورکړه نه لري. په همدې اساس، خپل توان ته په کتو هڅه وکړئ چې د خپل ورځنیو لږښتونو لپاره له نورو پور وانخلئ او د پور اخیستو د فکر کولو پرځای، په کار کولو فکر وکړئ، ترڅو له مفلسۍ وژغورل شئ.
9. خپل روغتیا مه هیروئ. ځینې کسان په کاروبار کې دومره ننوځي چې ان خپل ځان (سپورت، د سالم خوړو خوړل، کتاب لوستل، تفریح، په چکر تلل، خپل روغتیا ته پام کول) یې هم هیریږي. همدا ده چې په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي او په پای کې له هرڅه پاتې کیږي.