په ګډ ژوند کې د میرمنې او خاوند د بریالیتوب ۱۶ رازونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په نننۍ لیکنه کي د نورو هغو خلاف په لنډ او مختصر ډول هغه رازونه درسره شریکوو، چي په ګډ ژوند کي د مېړه او ماینې د بریالیتوب تضمین کوي. هغه رازونه عبارت دي له:
 
۱. پوه سئ چي ترمنځ مو د نظر اختلاف یو طبیعي امر دئ. خو مهمه دا ده، چي څنګه په خپلو کي د سالمي مباحثې او سالمو خبرو اترو پر راز پوه سئ او اختلافات مو په سالمو خبرو اترو سره را کم کړئ.
۲. د اړیکي ژمنو او تعهداتو ته ژمن اوسئ.
۳. د يوه او بل د خوښي وړ شيان رانیسئ او همېشه يو او بل په سوغاتونو نازوئ.
۴. له کوره د وتو پر مهال او بیرته کور ته د راتلو پر مهال مو ماینه پر تندي باندي ښکل کړئ او يو له بل سره ښه ګرم خدای پامانی او ګرمه ستړې مه سې وکړئ.
۵. ځیني وختونه ارزي په دې، چي د مېړه يا ماینې سره د پاته کېدو په خاطر د ملګرو او شریکانو سره يو ملاقات لغوه کړئ.
۶. له کورنۍ سره ئې د خپلي کورنۍ او د خپلوانو سره ئې د خپلو خپلوانو په رقم چار چلند وکړئ.
۷. د” مینه درسره لرم ” جمله هیڅکله هم مه هېروئ؛ هرڅوندي چي ډېره ويله کېږي، هغوندي بهتره ده. ځیني وختونه حتا په مسنجر، واټس اپ او… کي د نامزادۍ د دوران په رقم يو و بل ته عاشقانه جملې واستوئ.
۸. د مریضۍ پر مهال د هغه/ې سره لا ډېر مهربان او ډېره مهربانه اوسئ او يو و بل درک کړئ.
۹. د يو او بل په نه حضور کي د کور کارونه وکړئ او د کور کارونه په دواړو پوري مربوط وګڼئ.
۱۰. له توهینه ډکو ټوکو ټکالو څخه پرهېز وکړئ. هدف مو هغه ټوکي ټکالي دي چي ستاسي د ژوند د ملګري خوښي نه دي او هغه ناراحته کوي.
۱۱. وخت پېژندونکي اوسئ.
۱۲. له هغو کسانو سره چي ستاسي د ژوندانه د ملګري غیبت کوي او بد رد ورپسي وايي، بې تفاوته چار چلند مه کوئ او هغوی ته ووایاست چي د دوئ دا ډول خبري مو نه خوښيږي.
۱۳. د ژوند ملګری/ې مو له ټولو هغو پرېکړو چي ستاسي د ژوند له پاره ئې کوي، خبر/ه کړئ او د ژوند په مختلوف مهمو زمینو کي مو د ژوند له ملګري سره مشوره وکړئ.
۱۴. تلیفوني تماس او پیغام ته ئې جواب ورکړئ.
۱۵. هرکله چي کور ته رسېږئ، سملاسي د تلوېزیون، ډرامو او مجازي شبکو د کتلو پر ځای د خپل ملګري سره کښېنئ او د ټولو هغو مسایلو په باره کي چي د ورځي له پیله تر دې دمه ورسره مخامخ سوي ياست، خبري وکړئ.
۱۶. د سفر پر مهال جنګ و جدل مه کوئ او کوښښ وکړئ چي په راحتۍ او آسانۍ سره چي څوندي ژر مو وس کېږي مسایل یو طرفه کړئ ترڅو تفرېح او چکر مو خراب نه سي.