ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
ژوند هیڅکله آسانه نه دئ، خو هیڅکله سخت هم نه دئ. په ژوند کي که بریالیتوب آسانه وای، ټول به بریالي وای. خو نه دي. په ژوند کي د بریالیتوب لوړو پوړو ته ځان رسول، د مرغانو غوندي آلوت غواړي. د ژوند د روش د مشاور، کریستین مایکلسون په آند که دوه ټکي په ژوند کي مراعات کړو، بریالیتوب زموږ په برخه دئ:” ګام تر خپلي معمولي نړۍ لوړ واخلئ “ او” خپل عزت نفس پياوړی کړئ. “دا دوه موارد مو بریالیتوب تضمینوي او بریالیتوب ته پر لاره چي کوم یوازینی ټاکونکی فکټور پاته کېږي، وخت دئ.
لاندي مو درې هغه روشونه درته راوړي دي چي کولای سئ په قطعي ډول پر هغوی باندي متمزکر سئ.
۱ـ محیط وسنجوئ
څو نفره دي چي په ژوند کي ستاسي له اهدافو څخه ملاتړ کوي يا دا چي آیا په ژوند کي د لوړو اهدافو په لاس راوړلو له پاره هڅوونکي کسان لرئ؟ که مو داسي څوک ذهن ته نه درځي، دا یو مشکل دئ. باید د داسي کسانو سره و اوسېږئ چي لوړ اهداف ئې ځانو ته ټاکلي وي. هغوی تاسي ته انګېزه درکوي او په قوي احتمال سره د هغوی په ستوالي سره خپلو اهدافو ته رسېږئ.
وګورئ چي چېري کولای سئ د ځانو په رقم همفکره کسان پیداکړئ. له داسي ځایونو څخه څو موارده عبارت دي له:
1- آنلاین یا پر لیکه نړۍ
2- مخکښي ډلي
3- ډلیزي غونډي
4- ورزشي کلبونه
په راتلونکو ۱۴ ورځو کي یو د لوړو اهدافو کس پیداکړئ او له هغه/ې سره اړیکي جوړي کړئ. همدارنګه اهدافو ته د رسېدو په برخه کي کتاب مطالعه کړئ چي خپل لوړ اهداف وپېژنئ. دا کېدای سي چي د بریالیو کسانو د بریالیتوب یو الهام بخشه، جنګي یا بیوګرافیک کتاب اوسي.
۲ـ اهداف مو پراخ کړئ
کوچنی او آسانه هدف مه ټاکئ. که غواړئ چي ډېر بریالي اوسئ، باید ځان د سختو کارونو سره بلد کړئ. کېدای سي فکر وکړئ چي کوچني اهداف ټاکل، حاصلېدونکي او عاقلانه دي، خو که په ذهن کي لوړ اهداف ولرئ، د هغوی د حاصلولو احتمال زیات دئ. خپل اهداف مو باید په یاد وي او باید د يوه کاغذ پر مخ مو لیکلي وي. همدا نن ورځ خپل لوړ اهداف په نظر کي ونیسئ او درسره یاداښت ئې کړئ او وروسته د همدې اوونۍ تر پایه لږترلږه د یاد هدف پر لور یو ګام واخلئ.
۳ـ منفی بافي صرفنظر کړئ
کېدای سي دا به مو ډېر اورېدلي وي، خو رښتيا همدا دي. ستاسي ذهن یوه اسفنج ته ورته دئ، نو ضرور ده چي پر خپلو اهدافو باندي تمرکز وکړئ. دا په دې معنا چي منفي افکار مه اورئ. هغه که تاسي خپله هم ياست، توجه ورته مه کوئ. ځیني وختونه موږ د خپلو ځانو سرسخت منتقدین يوو. هرکله چي د يوه نوي اقدام عملي کولو له پاره ولاړېږئ، دا هرڅه په یاد ولرئ.