انار؛ جنتي میوه – څو روغتیايي ګټې یې

رنګین تجريدي ډیزاین

آنار یو له خوندورو او ګټورو مېوو څخه ده چې جنتي مېوه هم ورته وايې، ځکه ددې مېوې نوم په قران کریم کې ذکر شوی.
له ښه مرغه چې زموږ هېواد کې هم دا مېوه ارزانه او پرېمانه پیدا کېږي، زموږ انار پخپل هېواد سربېره د نړۍ پر نورو هېوادونو کې هم پرېمانه مینوال لري . انار هم د ذایقې له پلوه خوندره مېوه ده او هم د انسان صحت ته ډېرې ګټې لري، چې څو یې په لاندې ډول دي:
۱)انار هضمونکي دي او کله چې د خوړو وروسته خواږه آنار وخورو نو د پوستکی رنګ مو ښایسته کوي.
۲)هغه څوک چې ډنګر دي نو د آنارو خوړل ورته ډېره ګټه لري، آنار د ټولو د وزن کنټرول کې مرسته کوي ترڅو چې چاغ یا ډیر ډنګر نه شي.
۳)خواږه آنار ټوخی ارامه وي او آواز صافوي.
۴)خواږه آنار د پوستکي د خارښت کمولو کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه د حساسیت پر مهال انار د حسیاسیت کمولو کې ډیر کومک کوي.
۵)معده او توری قوي کوي.
۶)هغه څوک چې د معده زخم لري نو تروه آنار باید ونه خوري ځکه چې د معدې زخم ته زیان اړوي.
۷)کله چې مو خوله زخمي وي نو په ورځ کې څو واري د تروو آنارو اوبه په خوله کې واچوی او غرغره یې کړی د درد د کمښت او ټپ د رغښت سره مرسته کوي.
۸)د آنارو روب انسان چاغوي، هغه داسي کله چې مو آنار دانه کړه هغه له ماشین څخه وباسئ نو ښه روب به جوړ شي، چې خواړه یې تقویه کوونکي دي.
۹)دآنارو خوړل د ستریس او خپګان په کمولو کې هم مرسته کوي.
۱۰)آنار د ویني لږ والي لپاره هم ډېره ګټه لري، هغه څوک چې پوهېږي چې د بدن وینه یا اوسپنه یې کمه ده ، د انارو خوراک ورسره مرسته کولی شي.
۱۱)ستړیا هم لمنځه وړي، کوم ښځي یا نارینه چې د دندې څخه راځي او د سټړیا احساس کوي نو کله چې کورته راغلل انار دي وخوري ترڅو ستړیا یې لمنځه یوسي.
۱۲)د آنارو مزاج لوند او یخ دی، او پوست یې یخ او وچ دی.
۱۳)تر ټولو ښه وخت د آنار خوړلو لپاره سهار وختي دی.
۱۴)هغه څوک چې ګرم مزاج لري نو د تورو آنارو خوړل ورته ګټور دي.
۱۵)هغه څوک چې د شکر ناروغي لري آنار ورته ګټه لري.
۱۶) انار د و يښتانو د تویېدو مخنیوی کوي او و ېښتانو ته ښه رشد ورکوي ، پوست هم روښانه کوي.
۱۷)د وینې د حرکت تنظیم کې مرسته کوي او د کلسټرول کچه ښکته راوړي – زړه ته هم ګټه لري د ویني فشار هم کموي.
۱۸) انار د سرطان له ناروغانو سره هم تر یو حده مرستندویه ثابت شوي او ځینو څیړنو ویلي چې منظم خوراک یې د سینې د سرطان مخنیوي کې رول لري.
۱۹)د وچ پوست درملنه هم کوي، یعنې د چا پوست چې وچ وي آنار څخه دې ګټه واخلي ترڅو پوست یې نرم او ښایسته شي.
سربېره دومره ګټو سره ځیني زیانونه هم لري، کله چې ډېر آنار وخوړو نو د خیټي درد، زړه بدېدل هم منځته راوړي. ځینې کسان ښايي ورسره حساسیت یا الرژي ولري. خو په ټولیزه توګه د انارو منظم او په اندازه خوراک روغتیا ته بې پایه ګټې لري.