د واده د مراسمو لارښو؛ دا اوږد مطلب مو د واده تنظیمات اسانوي

رنګین تجريدي ډیزاین

د واده په اړه پښتو او نورو ژبو کې ګڼ متلونه، کیسې او روایتونه شته.
په ټوله کې باور دا دی، چې واده سخت او ستونزمن کار دی.
دا سختي هم د دغه کار له مراسمو سره تړلې ده او هم یې له راتلونکي سره.
ګڼ پښتانه، چې د چا له زیاتو فرمایشاتو تنګ شي، په یوه جمله کې ورته وایي: یو واده هم درته ونه کړم!
خو واده که سخت دی، که اسانه؛ باید ویې کړئ او ښه په خوند یې وکړئ.
عامه اصطلاح ده،چې کومې بلا نه مو خلاصی نه وي، دوه ځلې ورغاړې وځئ.
البته موږ درته واده نه بلاکوو او نه مو ورڅخه وېروو.
دلته د واده د لارښوونو مفصل معلومات درسره شریکوو، چې د واده د مراسمو د تنظیم لپاره زیاته مرسته درسره کوي.
یوه میاشت مخکې چمتووالی پيل کړئ
د واده لپاره که وخت او امکانات لرئ، د چمتووالي زیاته موده ضرور ده.
خو که مصروفه یاست او غواړئ بیا هم په ښه او ایډیال ډول د واده مراسم ولرئ، لږ ترلږه یوه میاشت مخکې ورته اماده ګي پيل کړئ.
د چمتووالي له پيل سره لومړی په لویو موضوعاتو فکر وکړئ، بیاعملي چمتووالی ونیسئ، کارونه ووېشئ او..
نور کارونه به په نوبت واره ډول درته ووایو، چې وکړئ.
لوی کارونه
د واده لپاره ځو مهم او لوی کارونه د چمتووالي په برخه کې دا دي:
ـ د مېلمنو شمېر او څرنګوالی مشخص کړئ.
ـ د تنظیم د ښه والي لپاره له دواړو لوریو یو محدود او باصلاحیته پلاوی وټاکئ څو ښه همغږي وکړي او پریکړې ترسره شي.
– د واده د نېټې په اړه دقیق او هراړخیز فکر وکړئ. مثلاً: هوا، اقلیم، د واده د مراسمو موقعیت او ورته د خلکو د رسیدو ټول مسایل وڅېړئ.
ـ  د ځینو خاصو شیانو لکه: جامو، ګوتمو، سرو زرو، ګلانو، د واده کیک، د خپلې خونې ډیکوریشن، د واده د موټر د امادګۍ او نورو په اړه خپله د خپلې سلیقې له مخې پر نویو ایډیاوو فکر وکړئ.
ـ د ډېرو شیانو د پېرلو پر وخت غوره ده، چې تر فرمایش ورکولو تیار جوړ شویو شیانو ته لومړیتوب ورکړئ. دلیل یې دا دی، چې تیار جوړ شوي شیان ممکن ستاسې پر ذوق نسبتاً برابر وي، خو نوي جوړیدونکي شیان څه ستاسې د کمزوري نظارت او مصروفیت او څه د جوړونکو د بېړې له کبله چندان په طبیعت برابر نه وي.
ـ له هغو خلکو سره چې د واده د تنظیماتو په برخه کې مرسته او همکاري درسره کوي، سپین ـ سپین وغږیږئ او د خپل جیب او بودیجې په اړه یې وپوهوئ. داسې نه شي چې نا همغږي مو یا په ګرانو او یا ارزانه او کم کیفیته شیانو واړوي.
ـ د واده د مېلمنو په اړه دقیق فکر وکړئ، ځینې خلک ممکن رانه شي او ځینې چې نه وي بلل شوي، راشي. هیڅکله ډاډه کیږئ مه چې د مېلمنو شمېر ثابت او دقیق دی. د دې لپاره غوره ده، چې تل اضافي خو محتاطانه تدابیر ولرئ.
ـ که واده په هوټل کې کوئ، په ناڅاپي ډول د هوټل غذا امتحان کړئ. کیدای شي همدې هوټل کې په همدې ورځو ستاسې کوم دوست مراسم ولري. د خوراک لګښت او کیفیت یې وازمایئ، چې له هره پلوه مطمین شئ او ښې چنې پرې ووهلی شئ.
ـ که واده په کور کې کوئ، له هره پلوه لازم تدابیر ونیسئ. هم د خوراک څښاک سم تدابیر ونیسئ او هم د مېلمنو د ناستې، دمې او اضافي وخت تېرولو موقعیتونه او نقشې برابرې او عملي کیدو ته چمتو کړئ.
ـ د واده د مراسمو خدماتي ډله که هغه هوټل کې وي، یا کور کې، باید فعاله، پراخه او د سمو خدماتو وړاندې کوونکي وي.
ـ که واده په هوټل کې هم کوئ، کیدای شي له مینو پرته ځینې سپارښتنې د خوراک ـ څښاک په اړه ولرئ. تاسې او مېلمانه مو ممکن خاص فرهنګ او اصول ولرئ او هغه په مینو کې نه وي مراعت شوی.
ـ د هوا د ګرموالي او سړښت دواړو له پلوه ډاډه شئ، چې د واده د مراسمو ماحول څنګه دی او څومره مناسب تدابیر ورته نیول شوي.
ـ خدماتي پرسونل وپوهوئ، چې تاسې او مېلمانه مو کوم ډول ځانګړنې لرئ او څنګه چلند باید درسره وشي؟
ـ خپله څارنه او مېلمه پالنه یوازې د مراسمو تر داخلي محوطې مه محدودوئ. د باندې هم څارونکي او پالونکي واستوئ، څو وویني چې د مراسمو په شاوخوا کې خو مېلمانه کومه ستونزه نه لري.
ـ د ناوې او واده د هلک جامې مخکې باید یو ځل د څو تنو نیږدې خپلوانو په مخکې په ازمایښتي ډول واغوستل شي او وازمایل شي. داسې نه، چې وروسته مراسمو کې بد ښکاره شي او کم راشي.
ـ د جامو، بوټانو او بالآخره هرڅه په انتخاب کې باید د واده هلک او نجلۍ پوره خپله خوښه ولري. داسې څه دې نه کاروي، چې ورسره ناراحته وي او د دوی پر ذهن منفي تاثیر پرېباسي.
ـ د واده هلک او نجلۍ دواړه دې داسې سینګار نه کوي، چې طبیعي څېره دې پکې ورکه شي. سینګار کول د څېرې بدلولو په مانا نه؛ بلکې د ښکلي کولو په مانا ده.
ـ هڅه وکړئ، چې په بشپړ ډول خپله رواني ارامتیا خوندي وساتئ او درڅخه ګډه وډه نه شي.
ـ له قیمتونو سره احتیاط وکړئ، واده په دې مانا نه ده چې پیسې په اوبو لاهو کړئ؛ بلکې په دې مانا ده چې خپلې پیسې د خپلو خوښیو د لا ښه والي لپاره پرځای او په مسولیت ولګوئ.
ـ د لګښتونو د کنټرول لپاره دوستانو ته خپل وضعیت تشریح کړئ، حتمي نه ده چې نجلۍ او هلک سره ګرځیدونکي نیږدې دوستان او خپلوان دې د دوی د اوږو بار او ټول لګښتونه یې دوی لنډ کړي.
ـ د واده د عکسونو او ویډیو فلم اخیستو لپاره وار له مخه له باوري، مسلکي او سمو عکاسانو او فلم اخیستونکو سره همغږي وکړئ. د دې ترڅنګ د عکسونو امنیت ته خاصه پاملرنه ضرور ده.