ځوانان او ټولنیزې شبکې؛ ولې یې ډېر کاروي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د نننۍ نړۍ لږ خلک به وي، چې د ورځیني ژوند یوه د پام وړ برخه یې له انټرنیټ او ټولنیزو شبکو سره مصروفه نه وي.
ټولنیزې شبکې په همدې ټولنیزې ګڼل کیږي، چې د ورځیني ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې؛ غم، ښادۍ او نورې اړیکې پکې پالل کیږي او له دوی پرته نننی ژوند بې رنګه کیږي.
د نړۍ په کچه نوي ځوانان د دغو شبکو اوله او ترټولو لوړه درجه کاروونکي ګڼل کیږي.
دلته به ولولئ، چې د دغه کار لاملونه څه دي او دا کار څومره مناسب دی؟
تازه خبرونه
ټولنیزو شبکو ته د ځوانانو د زیاتې لېوالتیا یو لوی سبب له دغو شبکو څخه د تازه خبرونو ترلاسه کول دي.
ډېری ځوانان د نړۍ په کچه له تازه پېښو او مسایلو د خبریدو لپاره ټولنیزې شبکې ګوري او استعمالوي.
دا شبکې د اطلاع رسونې په ترټولو چټکو سرچینو بدل شوي؛ تردې چې نړیوالې رسنۍ هم پکې اوس خپل ادرسونه لري او هڅه کوي زیات مخاطبین له دغو شبکو څخه ترلاسه او خپل مینه وال کړي.
قضیو ته رسیدنه
په اوسنۍ نړۍ کې یو مهم هدف دا دی، چې تقریباً ټول خلک او په ځانګړي ډول ځوان نسل د برابرۍ، ازادۍ، د قانون تطبیق او نورو ارزښتونو د پلي کیدو لپاره کارکوي.
دوی ته ټولنیزې رسنۍ په دې هم زیاتې مهمې دي، چې په وسیله یې ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه اسانه او ممکنه ده.
اوس که د نړۍ په هر هېواد کې ټولنیزې رسنۍ عامې دي؛ هلته خلک په اسانه کولای شي خپلې ستونزې په عاجل او ښه ډول تعقیب او د حل لپاره یې پرمسولینو فشار راوړي، یا عامه ذهنیت او خلک ځان سره همغږۍ ته سوق کړي.
ورځینۍ لیکنې
ګڼ خلک لېواله دي، چې له ورځینیو نظریاتو، غوښتنو، لاسته راوړنو او فعالیتونو یې نور خبرشي.
ټولنیزې رسنۍ په اوسنۍ نړۍ کې د انساني رسنیو په نوم هم مشهورې دي.
دلیل دا دی، چې له دغو رسنیو څخه په استفادې هر څوک کولای شي د خپلې رسنۍ د مالک په توګه خپل ټول مسایل او لاسته راوړنې منعکس کړي.
نیوکې، اعتراضونه او بل هرڅه، چې یو څوک یې لري، کولای شي له دغو رسنیو څخه په استفادې سره خپاره او خپل فردي هویت او لیدلوری تمثیل کړي.
موډ او سټایلونه
ځوانان د موډ او فیشن شوقیان هم دي، د خپلو لباسونو، ویښتانو، ښایست، اندام او نورو ځانګړنو له انعکاس سره هم اکثره لېواله دي.
دوی له ټولنیزو رسنیو څخه په استفاده په اسانه کولای شي، له دې اړخه هم ځانونه تمثیل او لاسته راوړنې ولري.
ځوانان؛ بلکې ټول خلک د دې ترڅنګ چې له ټولنیزو رسنیو خپل دا خصوصیات منعکسولای شي؛ د نورو له دغو خصوصیاتو او د نړیوالو برانډونو له تازه تولیداتو او محصولاتو هم ځان خبرولی شي.