که په چا مېن یاست داسې یې ځانته جذب کړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د اړیکو ټینګښت او څرنګوالی په اوسنۍ نړۍ کې یو مهم بحث دی.
اړیکې اوس که په عام ډول اسانه شوي، خو په خاص ډول یانې له خاصو خلکو سره د خاصو اړیکو لرل لا هم خپلې ستونزې او ننګونې لري.
مثلاً: رسمیات یوې خوا ته پریږدئ، پر یوه چا/ یوې چا مېنیږئ، څنګه به یې خپلوئ؟
که داسې پوښتنې رامخته کیږي، ډېر خلک به یې په ځوابولو کې عاجزه شي.
دلته به د همدغې پوښتنې ځینې ځوابونه او حل لارې درسره شریکې کړو، چې په  مرسته یې کولای شئ د خپلې خوښې وړ خلک ځانته جذب کړئ.
ښه اوریدونکي اوسئ
د اړیکو د ټینګښت پر وخت یوه لویه ستونزه دا ده، چې ډېر خلک خپله  وایي او د بل نه اوري.
تاسې که غواړئ څوک ځانته جذب/ جذبه کړئ، ښه ډېر ورته غوږ شئ او خبرې یې واورئ.
دا د خلکو د جذبولو یوه مهمه طریقه ده. څو دقیقې یوه چا ته غوږ نیول دا ورښيي، چې تاسې ته یې خبرې مهمې دي، درناوی ورته لرئ او له زړه نه یې اورئ او له خبرو یې خوند اخلئ.
ریښتیني اوسئ
دا خبره مه هېروئ، چې تر ټولو ترخه حقیقتونه له تر ټولو خوږو دروغو څخه غوره دي.
هغوی، چې یو بل ته صادقه نه وي، هیڅکله یې مزل تر منزله نه رسیږي.
که تاسې یو څوک په ریښتیا خوښوئ، ورته صادقه اوسئ، دروغ مه وایئ، ټګي برګي مه کوئ او له زړه نه په اخلاص او صداقت ورسره مخته لاړشئ.
ستاسې دوکه او چل کیدای شي د لږو ورځو لپاره مقابل لوری یو ډول وغولوي، خو د تل لپاره یې داسې نه شي غولولی؛ بلکې برعکس تاسې ورته کم راولي، له سترګو یې غورځوي او د تل لپاره مو ورڅخه جلا کوي.
له لیکلو کار واخلئ
په لیکلو کې تر ویلو زیات قدرت شته، ځکه د ویلو پر وخت چې مخامخ وي یا پر ټلیفون د انسان خبرې د احساساتو او عواطفو تر اغېزې لاندې راځي.
یا مو مخاطب کیدای شي خبره نېمه کې پرې او بحث بله خوا بوځي.
خو د لیکلو قوت ډېر دی. تاسې کولای شئ د خپلې خوښې وړ کس ته لیک یا د ټولنیزو رسنیو او موبایل له لارې د ځواکمنو جملو په وسیله په مناسبو وختونو کې لازم پيغامونه ولیږئ.
د لیکلو وخت هم زیات ضرور وي. مثلاً: د ناروغۍ پوښتنه یې وکړئ، په سیمه کې یې کومه پېښه شوې وې زر یې حال واخلئ، تاسې نه بېلیږي او کورته ځي، د رسیدو حال یې واخلئ او…
ورسره پياده وګرځئ
د خوښې وړ خلکو د خپلولو یوه مهمه لاره دا هم ده، چې ورسره دوه په دوه سفر تنظیم کړئ، یا داسې ارامه پارک، سیاحتي یا بل ځای ته لاړشئ، چې نور څوک نه وي او تاسې دوه په دوه په غور یو بل واوریدی شئ او یو بل درک او په دقت سره وګورئ.
احساسات مو څرګند کړئ
ډېر وخت اوبه له ورخه تېرې شي او ارمان راځي، چې کاشکې مو د خوښې وړ کس سره خپل احساسات شریک کړي وای.
ځنډ مه کوئ، په مختلفو ډولونو مقابل لوری وپوهوئ، چې ستاسې خوښیږي او مینه ورسره لرئ.
د احساساتو د څرګندولو ګڼې لارې شته. ورته ځیرـ ځیر وګورئ، مینه ناکې جملې وکاروئ، د سترګو، ژبې او نورو ټولو په وسیله مینه څرګنده او ویې پوهوئ، چې خاصه علاقه مو ورسره ده.
مناسب وخت کې مینه څرګنده کړئ
یو څوک تاسې سره په داسې وخت کیدای شي وویني، چې غوسه وي، کومه ستونزه ولري او تاسې ورته د مینې ست وکړئ، حتماً بد ورباندې لګئ او یو مخ ممکن درسره لاره بېله کړي.
تاسې باید مقابل لوری ښه وسنجوئ، چې په کوم حالت کې دی او ذهناً د مینې په اړه خبرو ته امادګي لري کنه؟
د وخت په پام کې نیولو او د مقابل لوري درک کول خورا مهم دي.
فزیکي تماس مه هېروئ
البته په دې اړه د ټولنو شرایط فرق کوي. کیدای شي په یوه ټولنه کې د نارینه او ښځینه لاس په لاس ستړي مه شي، سره غاړه غړۍ کیدل، یو بل ښکلول او نور عامه خبره وي، خو په ځینو ټولنو لکه افغانستان کې دا کار امکان ونه لري.
تاسې د مقابل لوري شرایطو ته په کتو عمل وکړئ، که ممکن وي چې لاس یې لاس کې ونیسئ او خپل احساسات د لاس په کېکاږلو یې څرګند کړئ، ښه خبره ده.
خو که ممکنه نه وه، دا کار ونه کړئ، چې راتلونکی به مو خراب کړي.
رسمي خبرې مه کوئ
د خبرو انداز د صمیمي کیدو لپاره ضرور دی، چې غیر رسمي او دوستانه وي.
که د ( زموږ) پرځای( مونږه) ( زما) پرځای (زه) (ستاسې) پرځای( ته) او ورته نورې کلیمې وکاروئ، مقابل لوری یوې صمیمي فضا ته بیایئ او د صمیمیت احساس ورکوئ.