ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
اوبه څښل د ورځې په اوږدو کې یو عادي امر دی، خو ایا له دې مخکې په دې پوهیدئ چې په ځینو مناسبو وختونو کې د بدن سلامتیا ته ډیره زیاته ګټه لري؟ ایا تاسې د اوبو څښلو مناسب وختونه، پرته له دې چې تږي یاست یا نه، له دې مخکې پیژندل؟ د ډوډۍ خوړلو په منځ کې اوبه څښل سم کار دی که نه او ایا دغه کار د بدن سلامتیا زیانمنولی شي؟ لاندې مو د اوبو څښلو لپاره ۸ مناسب وختونو ته اشاره کړې:
۱. د اوبو څښلو ترټولو غوره وخت؛ ګهیځ وختي کله چې له خوبه راپاڅیږئ
فکر وکړئ چې د ژمي موسم دی. هوا هم ډیره سړه ده او یا هم په بله اصطلاح له صفر ټیټه ده. غواړئ چې سهار کې خپل کار ته ولاړ شئ. ځئ خپل موټر چالانوئ او پرته له دې چې یو څو دقیقې یې پریږدئ چې ګرم شي، سم د لاسه حرکت ورکوئ. په دې صورت کې به دغه کار د موټر ماشین څومره زیانمن کړي؟ دغه کار د انسان د بدن سیستم سره هم صدق کوي. کله چې سهار کې له خوبه پاڅیږئ او پرته له دې چې یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ، سم د لاسه د سهار چای ته کښینئ، نو د بدن ټول سیستم زیانمنوي. نو په همدې اساس، کله چې سهار له خوبه پاڅیدلئ، نو مخکې له چای څښلو یو یا دوه ګیلاسه اوبه (که تړمې واوسي، لا ښه) کولای شي هغه ازاد رادیکالونه چې د شپې په اوږدو کې او د بدن له میتابولیزم څخه جوړ شوي وي، له منځه یوسي او د بدن د وینې د ګرځیدو سیستم لپاره د اړتیا وړ مایع پوره کړي.
۲. له ډوډۍ خوړولو مخکې اوبه څښل
مخکې له ډوډۍ، یو یا دوه ګیلاسه اوبه څښل د ډوډۍ په هضمولو کې خورا زیاته مرسته کوي. له اوبو څښلو وروسته د انسان معده دې ته چمتو کیږي، چې ډوډۍ ښه هضمه کړي. کله چې اوبه وڅښئ، نو د معدې فضا مو مرطوبه کيږي او که چیرې هغه خواړه چې خورئ یې اسید لرونکي هم واوسي، نو په معدې به مو هیڅ راز فشار را نه وړي او معده به مو په نورمال ډول فعالیت کوي.
۳. د لوږې د احساس په وخت کې اوبه څښل
که د درې وخته ډوډۍ تر منځ مو د لوږې احساس وکړ، نو ښه دا ده چې د ډوډۍ پر ځای اوبه وڅښئ. ځینې وخت د انسان د وجود اوبه کمیږي او ډیهایدریټ کیږي او داسې احساس کوي چې ګوندې وږی دی، خو دا په اصل کې وږی نه، بلکې تږی دی. په همدې اساس، د اوبو څښلو ترټولو غوره وخت هغه دی چې کله انسان د لوږې احساس وکړي؛ په دې سره هم د انسان د وجود کالري تنظیمیږي او هم د وخت نا وخته خوړو په خوړلو د بې ځایه چاغښت نه مخنیوی کیږي.
۴. که داسې انګیرئ چې په ورځیني ژوند کې له میکروبونو او ویروسونو سره مخ یاستئ
که په روغتون کې کار کوئ او یا هم که په کاله کې مو یو کس ناروغ وي، نو د میکروبونو او مضر ویروسونو د دفع لپاره ښه دا ده چې د ورځې له مخې ډیرې اوبه وڅښئ. د اوبو څښلو یو تر ټولو غوره وخت همدا ده، چې کله له میکروبونو او ویروسونو سره مخ یاستئ او په ناروغئ د اخته کیدو چانس مو زیات اوسي.
۵. د ستړیا پر وخت د اوبو څښل
که د ستړیا احساس کوئ او په دې نه پوهیږئ چې ستړیا مو څنګه رفع کړئ، نو خامخا یو ګیلاس اوبه وڅښئ. ستړیا، په حقیقت کې، د انسان د جود د اوبو د کمښت یوه نښه ده.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ډوډۍ خوړلو په منځ کې اوبه وڅښو؟
دا هغه پوښتنه ده چې د ډیرو خلکو په ذهن کې ګرځي او ډیری وخت قانع کوونکی ځواب هم نه شي ترلاسه کولای.
د ترسره شویو څیړنو پر بنسټ، د ډوډۍ خوړلو په منځ کې د اوبو څښلو پر ځای ښه دا ده چې نیم ساعت مخکې له ډوډۍ یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښل شي، ترڅو معده مرطوبه او د خوړو هضمولو پروسه اسانه او چټکه کړي. همداراز، د ډوډۍ خوړلو وروسته سمدلاسه نه، بلکې باید نیم ساعت وروسته اوبه وڅښل شي، ترڅو هم د وجود له لاسه ورکړې اوبه پوره شي او هم د خوړو هضمول په لا اسانۍ سره ترسره شي.