ژباړه: محمد عزيز پردېس
ـ څه چې پېښ شوي، د هغې منل؛ پر هرې بدمرغۍ بريالي کېدل دي.
ـ انسان د پوهې او ډوډۍ لپاره ژوند کوي.
– هېڅ نېکمرغي پرته له عمله منځ ته نه راځي.
ـ حقيقت هغه څه دی چې هرچېرته او په هر وضيعت کې کار کوي.
ـ عاقل هغه څوک دی چې په دې پوهېږي چې کوم کارونه بايد ونکړي.
ـ د تشويش غوره درملنه د لمونځ ادا کول دي.
ـ بدبيني د کمزورۍ او خوش بيني د قدرت سبب ګرځي.
ـ د انسان د ماتولو لپاره يو لامل شتون لري او هغه دا چې انسان په خپل ځان باور ونلري.
ـ ښاد اوسئ او خوشحالي وکړئ. ويې وايئ او وايې ورئ او غوسې ته لار مه ورکوئ.