د مېړه د لا ښه پېژندلو په خاطر له هغه څخه دا ۱۰ پوښتني وکړئ!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
د ښځي او نارينه یا د ماینې او مېړه په منځ کي تفاوتونه همېشه وي. که غواړئ چي د ژوند ملګری مو ښه وپېژنئ نو دا پوښتني ورڅخه وکړئ.
نر او ښځه یو له بل سره خورا زیات تفاوتونه لري. داسي ډېري ماینې ګاني او د هغوی مېړونه به مو ليدلي وي چي یو پر بل خورا ډېر ګران وي، خو په دې خاطر چي د مقابل طرف متفاوت توب ئې درک کړی نه وي، نه دي توانېدلي چي یو له بل سره مناسب برخورد ولري او په پایله کي سوء تفاهمونه هم رامنځ ته سوي، او خبره ئې تر جلا کېدو پوري رسېدلې ده. په داسي حال کي، چي یو بله سره دواړو ډېره مينه هم لرله، خو د متقابل درک نه لرلو ئې په منځ کي واټن رامنځ ته کړی دئ.
داسي خبري سته چي هري ښځي ته ئې د خپل مېړه په باره کي پر پوهېدو اړتیا ده. پر دې مواردو پوهېدل د هغې سره دا مرسته کوي چي وکولای سي د ژوند د ملګرې رول په بهتر ډول سره اداء کړي او د پرمختګ ځینې د دواړو له پاره پراخي کړي. که تاسي د یوې ښځي په حیث ددې پوښتنو په ځوابونو پوهېږئ، تاسي ته مبارکي وايوو، دا ځکه چي د ځان او خپلي کورنۍ د نېکمرغۍ او خوشبختۍ له پاره مو لومړی ګام اخیستی دئ، خو که نه په پوهېږئ، يو یو ئې له خپل مېړه څخه په خورا مناسبه لهجه او په مناسب ځای کي وپوښتئ او کوښښ وکئ چي د هغه د جواب په مرسته، په صحیح جهت کې مرسته وکړئ. سوالونه داسي دي:

  • په ژوند کي دي لوی اهداف چشي دي او زه دي هغو ته په ور رسولو کي څنګه مرسته کولای سم؟
  • څنګه درته وښييم زه ستا له مېړه توب څخه خوشحاله یم؟
  • آیا زما څخه داسي کار وینې چي ستا په وړاندي زما علاقمندي تر پوښتني لاندي راولي؟
  • څه وکړم یا کوم کارونه وکړم چي ته په کور کي د راحتۍ او لا زیات سکون احساس وکړې؟
  • په زړه کي داسي کوم خوبونه لرې چي فکر کوې زه د هغو سره جوړه نه يم؟ څنګه کولای سم هغو ته د رسېدو له پاره دي مرسته وکړم؟
  • ستا په فکر موږ له کومو لارو کولای سو چي یو له بل سره لا ښې اړیکي وساتو؟
  • ستا په نظر زموږ ګډو لویو آرمانو او هیلو ته د رسېدو په لاره کي کوم خنډونه دي؟ زه په خپل نوبت سره څنګه درسره ددې خنډونو په لېري کولو کي مرسته کولای سم؟
  • ستا په فکر آیا موږ په داسي ځای کي ولاړ یو چي باید اوسو؟ که نه يو، راته ووایه چي باید څنګه وکړو چي هغه مقام ته ورسېږو؟
  • زموږ راتلونکی څنګه وینې؟ باید څه وکړو چي لا زیات ښه راتلونکی جوړ کړو؟
  • څنګه درته وښيم چي پر تا باندي د ژوند په ټولو مرحلو کي باور لرم؟

پورته سوالونه مو له خپل مېړه څخه په مناسب وخت او مکان کي وپوښتئ او د هغه د جوابو په مرسته، د خپلو دواړو کسانو د نېکمرغۍ او خوشبختۍ پر لور هلي ځلي وکړئ. هغه ماینه او مېړه چي په دې مواردو کي یو له بل سره توافق ولري، د يوه سالم او د اولادونو له پاره د يوه بریالي او ښایسته ژوند جوړولو له پاره ئې لومړنی ګام اخیستی دئ.