تاریخي لیدنه؛ یوه مېن ۷۵ کاله پس خپله معشوقه ومونده

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

مینه، درد یې، بېلتون او د له مېن او مېنې سره د بیا لیدو هیله د ټولو انسانانو ترمنځ مشترک او یو ډول دي.
هماغه د رحمت شاه سائل د بیت کیسه ده:
ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د ژړا او د خندا انداز یې یو دی
د مېنانو کیسه هم ورته بوله. هغه درد که په ختیځ کې یو مېن یا مېنه لري، هماغه بېلتون هماغسې د لویدیځ او بلې سیمې مېن هم کړوي.
خو ځینې توپيرونه به حتماً لري.
مثلاً: که په افغانستان غوندې یوه هېواد کې کوم مېن خپله معشوقه بایلوده؛ نو سمه یې بایلوده.
په آخرت کې به مجنون ته وایم
زه هم عاشق وم، خو مزه مې نه وه
یا:
په آخرت کې به نارې کم
زه له دنیا نه ارمانجن راغلی یمه
خو د لویدیځ فرهنګ او فضا بیا مېنو ته حد اقل د بیا لیدو یو فرصت ورکوی شي.
لکه دا کیسه، چې دلته به یې درسره شریکه کړو.
امریکایي او فرانسوي مېنان

د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو ۱۹۴۴ میلادي کې ۲۴ کلن امریکایي سرتېری کارتروی رابینز د فرانسې شمال ته لاړ څو هلته له نازي پوځ سره وجنګیږي.
هلته پر ۱۸ کلنې فرانسوۍ( ژانی پیرسون) مېنه شوه.
څه وخت وروسته جګړه تمامه او امریکایي سرتېری خپل هېواد ته ستون شو. خو مینه تمامه نه شوه؛ سرتېري واده وکړ، خو فرانسوۍ معشوقه یې هېره نه کړه.
فرانسوۍ معشوقه هم د ژوند په دریاب کې سېلابونو په مخه او پخپل نصیب پسې یوړه، خو هغې نه هم امریکایي مېن نه و هېر.
معشوقې له هماغه وخته په دې هیله، چې بیا به خپل امریکایي مېن ویني، ورسره د ښې مفاهمې لپاره د انګلیسي ژبې زده کړه هم پيل کړه.
په دې منځ کې دا دی ۷۵ کاله تېر شول، تر دې چې دوی بیا نصیبونو یو په بل ولیدل.
سږ کال امریکایي سرتېری د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره فرانسې ته لاړ.
هغه هلته له فرانسوي خبریالانو سره ترمرکې وروسته له هغوی هیله وکړه، چې د معشوقې په موندلو کې مرسته ورسره وکړي.
خبریالانو ومنله او بالآخره یې د خپلې خبري سوژې لپاره هم د هغې معشوقه ورته وموندله.
دوی د یو ځای کیدو پر وخت ژړل.
فرانسوۍ خپل امریکایي مېن ته کړل: همېشنۍ مېنه دې وم، هیڅکله مې له زړه نه یې وتی!
دوی څو ساعته سره یو ځای تېر کړل او بیا په اوښلنو سترګو جلا او هر یو پخپله مخه لاړل.