د پاکستان صدراعظم عمران خان په نیږدې وخت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه امریکا متحده ایالاتو ته روان دی.
د دغه سفر موخې پر دوه اړخیزو اړیکو، له ترهګرۍ سره مبارزه، افغان سوله او پاکستان سره د امریکا اقتصادي مرستې ښودل شوي.
اوس د دغه سفر د نیږدې کیدو په درشل کې د سفر د چمتووالي پر سر د عمران خان او امریکایي چارواکو جنجال دی.
هوټل که سفارت؟
عمران خان د دغه سفر په درشل کې ویلي، چې هلته په قیمتي هوټلو کې وخت تېرولو ته حاضر نه دی.
پاکستاني صدراعظم زیاته کړې: د امریکا په قیمتي هوټلونو کې د لګښت اړتیا نشته، زه هملته د پاکستان په سفارت کې اوسیږم.
د امریکا امنیتي ادارو د عمران خان پر دغه نظر اعتراض کړی او ویلي، چې دوی په یوه مشخص او ځانګړي هوټل کې د عمران خان استوګنه غواړي.
امریکایي مقاماتو دا هم ویلي، چې په سفارت کې د عمران خان استوګنه به د ترافیکي ګڼې ګوڼې او نورو ستونزو سبب هم شي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت هم ویلي، چې دوی نه غواړي د پاکستاني صدراعظم له سفر سره یې هېوادوال له ستونزو سره مخ شي.
د سفارت په خبره عمران خان به په سفارت کې د استوګنې پروخت له مختلفو خلکو سره ملاقاتونه او غونډې لري، چې دا کار خلکو ته د ستونزو سبب کیږي.
ویل شوي، چې د عمران خان استوګنه به په واشنګټن کې درې ورځې وي.
ولې هوټل کې شپه نه کوي؟
پاکستان په وروستیو کې له اقتصادي پلوه سخت ځپل شوی، تردې چې د رغونې لپاره یې عمران خان له نړیوالو اقتصادي بنسټونو څخه میلیاردونه ډالره تازه پورونه اخیستي.
عمران خان په تېرو ټاکنو کې او اوس هم ټینګار کوي، چې لګښتونه کموي، د فساد خلاف مبارزه کوي او پیسې سپما کوي څو د پاکستان لړزانده اقتصاد بیرته ورغوي.
هغه په دې لړ کې ځینې ګامونه هم اخیستي، یو شمېر مخکیني چارواکي یې د فساد په تور بندیان کړي او لګښتونه یې کم کړي.
خو مخالفین یې هغه په عوام فریبۍ تورنوي او وایي په دې خبرو خلک غولوي.
دوی د عمران خان لخوا له نړیوالو اقتصادي بنسټونو څخه پراخ پورونه د پاکستان اقتصاد ته ملاماتوتکي ګڼي.
څه به کیږي؟
معلومه نه ده، چې عمران خان او امریکایي چارواکي به واشنګټن ته د هغه د سفر پر وخت د نوموړي د استوګنځي به اړه کومې هوکړې ته سره ورسیږي؟
خو د عمران خان او امریکا تازه بهتره شویو اړیکو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې یو لوری به خامخا له خپل دریځه په شا خي، یا به دواړه لوري په کوم درېیمګړي مناسب ځای د عمران خان د استوګنځي په توګه سره سلا کیږي.