د هندوستان سینما نوې او ځوانې اداکارې ظاهره وسیم په ناڅاپي ډول له هندي سینما سره خدای پاماني وکړه. نوموړې ویلي، چې فلمونه ګمراه کړې وه او ایمان يې په خطر کې وه.
ظاهره وسیم ۱۸ کلنه ده. هغه د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر په یوه مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلې. د هغې پلار زاهد اجرائیوي مدیر دی، او مور يې معلمه ده. دوی اوس هم د کشمیر په سری نګر کې اوسیږي.
ظاهره وسیم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال کې د عامرخان په دنګل فلم کې ولوبیده. دنګل فلم د هندي سینما تاریخ جوړونکی فلم شو، چې ډیرې پیسې يې وګټلې. وروسته بیا په ۲۰۱۷ کال کې عامرخان نوموړې ته په یو بل فلم (سیکریټ سوپرسټار) کې مرکزي رول ورکړ، چې پکې ښه وځلیده او فلم هم یو له کامیابو فلمونو څخه و.
نوموړې دوه سترې جایزې هم اخیستي. یوه يې د فلم ملي جایزه واخیسته او بل يې هم د هندوستان له ولسمشره د ماشومانو د ځانګړو لاس ته راوړنو ملي جایزه واخیسته.
خو ولې فلمي دنیا پریږدي؟
ظاهره وسیم په خپل انستګرام په یوه اوږه لیکنه کې د هندي سینما سره د خدای په امانۍ په اړه یواځينی دلیل دا راوړی، چې ګني فلمونو هغه په شعوري یا غیري شعوري ډول ګمراه کړې وه او ایمان يې ترې اخیسته.
نوموړې ویلي:
“سینما ته راتلو مې ژوند بدل کړ. زه مشهوره شوم؛ د خلکو د خاصې پاملرنې وړ وګرځيدم، او ان ځوانانو ته د بریالیتوب رول ماډل شوم. خو دا هغه څه نه وه، چې ماغوښته. غواړم اعتراف وکړم، چې په خپل شهرت او کار خوښه نه یم. که څه هم زه په سینما کې ښه روانه یم، خو یواځې زه پوهیږم، چې دلته زه خوښه نه یم او غواړم په یو بل ډول مخ ته ولاړه شم. دی کار [سینما] ماته مینه، ملاتړ، او شهرت راکړ؛ خو زه يې ګمراهۍ ته ورټیل وهلم او په شعوري یا غیري شعوري ډول زما ایمان له ما څخه تروړي. په داسې یو چاپيرل کې کار کول، چې هره شیبه زما د ایمان سره په ټکر دی، زما او د مذهب اړیکې له ګواښ سره مخ کوي.”
اغلې ظاهره زیاتوي، ډیر کوښښ يې وکړ، چې ځان قانع کړي، او خپل فلمي کار ته دوام ورکړي، خو بریالۍ نشوه.
نوموړې وړاندې وايي:
“زه په ړندو سترګو مخ ته تلم. ځان ته به مې ډاډ ورکاوه، چې زه څه کوم، سم کوم او په ما کوم اغیز نکوي. خو [ونشو] او له ژوند مې ټول برکت لاړو. برکت خو یواځې خوشالي او شتمنې نه ده؛ برکت خو ثبات دی او سکون دی، او زه پسې لالهانده یم.”
ظاهره وايي، روح يې ناارمه وه او هر څومره چې يې کوښښ کاوه، د ایمان مات شوی تصویر يې نشو رغولی.
غبرګوونه:
د ظاهره وسیم ناڅاپي پریکړې هندي سینما او د هغې مینوال هک پک کړي. د هغې لومړي فلمي لارښود، نیتش تیواري، د ظاهره پریکړه هیښونکي او له تمې خلاف بللې.
نیتش تیواري د دنګل فلم ډاریکټر و. هغه ویلي:
“ما د هغې د پریکړې په اړه ولوستل. زه حیران شوم. دا له تمې خلاف وه. خو بالاخره دا د هغې ژوند دی، او خپله د خپل ژوند د سمبالولو حق لري. ظاهره بااستعداده ده، د هغې ځای به په سینما کې خالي وي.”
ټاکل شوې، چې ظاهره وسیم له پرینکا چوپړا او فرخان اختر سره یوځای په یو نوی فلم (اسمان ګلابی دی) کې راښکاره شي. اټکل دی، چې دا فلم همدا سږ کال (۲۰۱۹) کې خپور شي او دا به د ظاهره وروستی فلم وي.
د (اسمان ګلابی دی یا The Sky is Pink) فلم ډلې په یوه ګډه اعلامیه کي ویلي:
“ظاهره یو ځانګړې اداکاره ده او موږ بختور یو، چې هغې موږ سره په فلم کې کار وکړ. د فلم د جوړولو (شوټینګ) پر مهال هغې بلکل مسلکي چلند کاوه. دا تصمیم د هغې خپل تصمیم دی، چې له پوره سوچ او فکر څخه يې وروسته نیولی. موږ د هغې په هر حالت کې، اوس او بیا، ملاتړ کوو.”
د کشمیر پخواني ایالاتي وزیر عمر عبدالله د ظاهره وسیم د پریکړې ملاتړ کړی او ویلي يې دي، چې هیڅوک حق نلري، د هغې د پریکړې په اړه پوښتنه وکړي. نوموړي ویلي، دا د هغې خپل ژوند دی او هغه څه کوي، چې هغه خوشالوي.
بل پلو سینمايي ستورې راوینا ټنډون ویلي، چې ظاهره دې خپله نارضایتي ځان سره سمبال وساتي او له سینما دې په ارامه ووځي.