د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی تیز بالر لاسیت ملینګا د خپل نړیوال کرکټ د پریښودو په اړه خبر داری ورکړی دی.
د سپورټز کیډا کرکټ ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس ویل شوي دي، چې د کرکټ نړۍ دغه تجربه لرونکی لوبغاړی لاسیت ملینګا وايي، نور باوري نه دی چې نړیوال کرکټ ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي دي، په راتلونکې نږدې وخت کې پلان لري، چې د نړیوال کرکټ پریښودو پریکړه وکړي. لاسیت ملینګا د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې یو له هغه کلیدي لوبغاړو څخه شمیرل کیږي، چې د کلونو راهېسې یې دغه لوبډله کې مهم رول لوبولی دی او لا هم دغه لوبډله ورته ډیره اړتیا لري.
ملینګا په تیز بالینګ کې مشهور دی.
https://www.youtube.com/watch?v=DFoJFX5A9og
د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې څخه په وروسیتو دوه کلونو کې د کرکټ مشهوره ۳ پیاوړي لوبغاړو، کمارا سنګاکارا، تلکرتني دیلشن او مهیلا جیوردني په یو وخت کې نړیوال کرکټ پریښود، چې دغه لوبډله له سختې ضربې سره مخامخ شوه.
د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې څخه د ۳ لوبغاړ په یو وخت کرکټ پریښودو سره دغه لوبډلې زیات شمیر سیالۍ وبایللې او لا هم د پوره تاثیر لاندې ده.
خو دا چې په اوسني وخت کې به لاسیت ملینګا د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې حالت ته په کتو سره د نړیوال کرکټ پریښودو پریکړه اعلان کړي او هم به ورسره دغه کرکټ بورډ هوکړې ته ورسیږي؛ لا څه نه دي ویل شوي.