د هندوستان په اندرا پردیش کې یو کروندګر په خپله کرونده کې د پخوانۍ پورن لوبغاړې او اوسنۍ بالیووډ ستورې سني لیوون نیمه بربنډ عکسونه لګولي.
دا بزګر، چې چینچوا ریدی نومیږي، ۴۵ کلن دی. وايي، له دې کاره يې موخه داده، چې خپل فصل د کلیوالو او لارویانو له بد نظر څخه وساتي.
نوموړي د سني لیوون یو تصویر چې په کې هغه نیمه بربنډه ده، په یو غټ بینر پرینټ کړی، او د پټي د پولې په سر يې اوچت لګولی دی.
بزګر وايي، چې په خپل کار کې کامیاب دی او اوس خلک د کروندې په ځای د سني لیوون عکس ته ګوري.
نوموړی زیاتوي:
“سږ کال زه په ۱۰ جریبه ځمکه کې ښه فصل لرم. دې ته مې د کلیوالو او لارویانو سترګې نه غړیږي. چې د کلیوالو خوارې سترګې زما له فصل څخه واوړي، ما يې په اړه فکر وکړ او پریکړه مې وکړه، چې د سني لیون عکسونه ولږوم. دا عکس مې دوه ورځې مخکې ولګاوه.”
د سني لیوون په غټ تصویر په تیلګو ژبه لیکل شوي: “ای، مه ژاړئ او مه هم په ما بخیلي کوئ.”
په کروندو کې د ځينو مصنوعي څیرو، چې د انسان د شکل تمثیل وکړي، په هندوستان او افغانستان دواړو کې دود دی. بزګر دا کار ددې لپاره کوي، چې مرغۍ، شکاڼه او کیدړې وویروي او خپل فصلونه خوندي وساتي.
خو په هندوستان کې ددې بزګر دا چل خورا ډير عجیب او غریب دی. بزګر وايي، چې فصل يې اوس د کلیوالو له بدو سترګو خوندی دی، ځکه ټول کلیوال او لارویان اوس د سني لیوون په ننداره دي.
بزګر وايي، چې دده کار د هیڅ قانون خلاف نه دی. نوموړی زیاتوي، چې چارواکي له ده څخه ددې کار لپاره هیڅ پوښتنه نه شي کولای، ځکه په وینا يې هغوی هیڅکله دده د فصل او ستونزو په اړه پوښتنه نه ده کړې.
سني لیوون چې یو وخت په امریکايي بربنډو فلمونو کې يې کار کاوه، کلونه کیږي، چې هندي سینما ته راغلې، واده يې کړی او اوس خپل ژوند لري.
سني لیوون تر اوسه د کروندګر په دې کار کومه تبصره نه ده کړې.
خو دا، چې کرونده ګر ولې د هندي سینما د ګڼو نجونو ترمینځ یواځې د سني لیوون عکس ټاکلی، مالومه نه ده؛ خو ګومان کیږي، چې سني لیوون نه یواځې دا، چې په بالیووډ کې مشهوره ده، بلکې د پورن سټار په توګه هم شهرت لري.