د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ له مخې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افریقا ملي لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې ۴ د ۱ پر وړاندې مخکې والي سره د جدول لمړۍ کرښې ته ورسیده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ سیالیو وروسته د ۶ پنځوس اوریزه کرکټ سیاليو لړۍ پیل شوې ده، چې د ترسره شویو ۵ لوبو څخه په ۴ کې هندوستان او یوه لوبه کې د جنوبي افریقا لوبډلې بریا خپله کړې ده.
هندۍ کرکټ لوبډلې د جنوبي افریقا څخه د ۶ سیالیو په دې وروستۍ لړۍ کې د ۴ لوبو په ګټلو سره خپل امتیازونه ۱۲۲ ته پورته کړل او د جنوبي افریقا څخه یې د یو ورځینيو سیالیو په درجه بندۍ کې لمړی مقام خپل کړ، خو جنوبي افریقا لوبډله د ۱۱۸ امتیازونو په درلودلو سره دویم مقام ته راښکته شوه.
له بل خوا د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې ده، چې په ۳ ترسره شویو لوبو کې دوه لوبې افغانستان او یوه لوبه د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې ګټلې ده.
افغان لوبډلې د زیمبابوې څخه د وروستۍ سیالۍ په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا په نړیواله درجه بندۍ کې بیرته خپل پخواني لسم مقام ته رسیدلې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وروسته له هغې د لسم مقام څخه یولسم ته ورسیده، چې د تیر ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې یې د ایرلینډ لوبډلې څخه د ۳ یو ورځینو کرکټ سیالیو په لړۍ کې ۲ د ۱ پر وړاندې ماتې وخوړه.
خو اوس د وروستۍ درجه بندۍ له مخې افغان لوبډله بیرته خپل پخواني لسم مقام ته رسیدلې ده او که چېرې د زیمبابوې خلاف په راتلوونکو دوه سیالیو کې هم بریاوې خپلې کړې، نو همدغه لسم ځای کې به خپل شتون لا پوخ کړي.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د روانې لړۍ څلومه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ او وروستۍ لوبه به یې د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.