پر غني او اتمر تورونه؛ نبیل وایي پر ډیورنډ کرښې یې معامله کړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ملي امنیت پخوانی ریس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل په یوه خبري کنفرانس کې پرون پر روانو سیاسي بدلونونو د تبصرو ترڅنګ د ټاکنو دوه نور مخکښ نوماندان( اشرف غني او حنیف اتمر) په خطرناکو تورونو تورن کړل.
یاران وېب پاڼه د بې پرې توب اصل او بیان ازادۍ ته د درناوي په پار د هغه د کنفرانس مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
د ۲۰۱۴ ټاکنو کیسه

نبیل، چې د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو پر وخت د ملي امنیت لوی ریس و، په خبري کنفرانس کې د هغو ټاکنو ځینې مسئلې یادې او ویې ویل: هغو ټاکنو د افغانستان د نظام سلامتۍ ته تاوان واړوه، اوس باید د راتلونکو ټاکنو سم مدیریت وشي، کنه دا به هم د نظام لپاره بدې پایلې ولري.
د ملي امنیت پخوانی ریس وایي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو وروسته یې د ولایتي شورا پر څوکیو د معاملو اسناد د وخت ولسمشر حامد کرزي او ملي امنیت شورا ته وړاندې کړل، چې هغو یې د لا تعقیب امر وکړ.
د هغه په وینا دغه معاملې په یوه دفتر کې، چې ظاهراً رسنیز دفتر ګڼل کیده، ترسره کیدې.
نبیل وایي د هغې قضیې لپاره یې د محکمې حکم هم اخیستی و، خو زر ورپسې د ولسمشریزو ټاکنو دویم بحراني پړاو رامخته شو.
هغه د هغه وخت په اړه وایي، چې افغانستان له بد سیاسي وضعیت او ان پاشتلیا سره مخ و.
دی یې لامل دا ګڼي، چې له یوه لوري حامد کرزی ولسمشر و، له بل لوري عبدالله د موازي حکومت اعلان کړی و او په ورته مهال د ټاکنو کمیسون اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلانوه.
د نبیل په خبره په هغه وخت کې امنیتي سکتور هم تقریباً سره پاشلی و او د دغو درېیو تنو د اطاعت په سر سره وېشل شوي وو.
نبیل د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو بحران جوړیدو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، چې که د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډیو مخنیوی له اوسه ونه شي، پایلې به یې بیا د نظام په کچه خطرناکې وي.
میلیوني قراردادونه
نبیل پخپلو خبرو کې ولسمشر غني تورن کړ، چې د میلیونونه ډالرو ټول قراردادونه خپلو ملاتړو سوداګرو او کمپنیو ته ورکوي.
ده په  دې اړه مشخص جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې کافي اسناد یې لري او وړاندې کولای یې شي.
د هغه په وینا د دې کار یو لوی دلیل دا دی، چې غني له دغو سوداګرو څخه په راتلونکو ټاکنو کې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
مخکې د ولسمشرۍ له نوماندۍ لاس په سر شوي ډاکټر انورالحق احدي ویلي و، چې دغې څوکۍ ته ځکه نوماند نه شو، چې د ټاکنیزو کمپاینونو لګښتونه خورا لوړ شوي.
د هغه په وینا د ولسمشریزو ټاکنو د ښه کمپاین لپاره لږ ترلږه ۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او سوداګر هم پرته له مغرضو موخو نوماندانو سره مالي مرستې نه کوي.
ټاکنیزې ګومارنې
ولسمشریز نوماند نبیل پر حکومت تور پورې کوي، چې وروستۍ اکثره ګومارنې یې د ټاکنیزو معاملو له مخې کیږي.
د ده په خبره تر سلو پورې اول، دویم، فوق او مافوق بستونه په وروستیو کې ځینو خلکو ته په دې خاطر ورکړل شوي، چې ولسمشر غني ته په ټاکنو کې کمپاین وکړي.
د هغه په ادعا د وروستیو ګومارنو ۹۵ سلنه یې ټاکنیز رنګ لري.
دی حکومت ته د پېغور په بڼه وایي: په ۵ کلونو کې دې ۸۰ فیصده کابینه نېمګړې وه، نن څنګه دومره فعال شوې، چې دومره مقررۍ کوې؟
نوموړی د ګومارنو ترڅنګ ولایتونو ته د ولسمشر غني ټول او د اجرایه ریس ډاکټر عبدالله یو شمېر سفرونه هم د ټاکنیز کمپاین اړوند ګڼي.
د ده په وینا په دغو سفرونو کې دروغجنې ژمنې خلکو ته ورکول کیږي او رغنیزې پروژې په دویم او درېیم ځل پرانیستل کیږي.
هغه د ولسمشر لخوا د سناتورانو انتصاب او انفکاک هم د همدې هڅو یوه برخه ګڼي.
۴۰ ټاکنیز دفترونه
رحمت الله نبیل په مشخص ډول د ډاکټر غني ټاکنیز ټیم ته په اشارې سره وایي، چې یو مشخص ټاکنیز ټیم له اوسه په کمپاین بوخت دی او تر ۴۰ پورې دفترونه یې په مختلفو ولایتونو کې پرانیستي.
د هغه په ادعا د دغو دفترونو پیسې د خلکو له کریډیټ کارونو او ان بهرنیو استخباراتو څخه اخیستل کیږي.
خو ده ونه ویل، چې دا دفترونه د کوم ټیم اړوند دي او کوم بهرني استخبارات ورته پیسې ورکوي.
په وروستیو کې له ځینو ولایتونو څخه د ولسمشر غني لپاره د کمپایني دفترونو د پرانیستې ادعا شوې او ځینو کسانو خپله منلې، چې د هغه د ټیم لپاره یې د همدغه ټیم په پیسو کار پيل کړی.
نوماندان او بهرني استخبارات
رحمت الله نبیل، چې مخکې د ملي امنیت لوی ریس و، وایي یو شمېر نوماندانو د ټاکنیز کمپاین په موخه بهرنیو هېوادونو ته هم سفرونه پيل کړي او غواړي د بهرنیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
دی له نوم اخیستو پرته وایي، چې د یوه ټاکنیز ټیم درې مهم کسان ایټالیې ته تللي او هلته یې له پاکستاني استخباراتو سره د خپل ټیم د بریالیتوب په اړه خبرې کړي.
دی د دغه ټیم نوم نه یادوي، خو وایي بهرنیو استخباراتو سره د افغانستان پر راتلونکي معامله خطرناکه ده.
د ده په وینا د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې هم ورته معاملې له بهرنیو استخباراتو سره شوي دي.
پر ډیورنډ معامله
نبیل وایي په ښکاره له غني او اتمر څخه غواړم، چې پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اړه معاملې نه ملت خبر کړي.
هغه پر دغه کرښه اغزن تار لګول او هغه هم له فرضي کرښې دیخوا د افغانستان په خاوره کې لګول د معاملې برخه ګڼي.
نبیل ادعا لري، چې پاکستان شاوخوا یو کیلومتر نور هم د افغانستان خاورې ته راننوتی.
دی وایي په دې اړه مستند غږیږي، اسناد لري او له ولسمشر غني او د هغه وخت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر نه یې غواړي، چې ملت ته د ډیورنډ کرښې په اړه پاکستان سره د هوکړې جزیات روښانه کړي.
د نبیل په خبره که غني او اتمر پر ډیورنډ معامله نه وي کړې، بیا دې ملت ته ووایي چې پاکستان په زوره زموږ خاوره نیولې، څو خلک یې ځواب ووایي.
پر ټاکنیزو کمیسونونو نیوکې
دغه ولسمشریز نوماند وایي حکومت له اوسه د ټاکنیزو کمیسونونو په چارو کې لاسوهنې پيل کړي.
هغه وایي دا لاسوهنې د کابل د پارلماني ټاکنو له پایلو سره روښانه شوي، چې څومره جدي او د اندیښنې وړ دي.
نوموړی له ولسمشریزو ټاکنو سره په هم مهاله ډول د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کیدل اړین ګڼي او دلیل راوړي، چې له دې پرته پر ټاکنو ولسي نظارت او پکې د خلکو د ګډون کچه دواه کمزوري کیږي.
د غني د واک دوام
نبیل د جوزا له لومړۍ وروسته د ولسمشر غني د کار دوام غیرقانوني یادوي او وایي دا جواز ځکه نه لري، چې د ملي یووالي حکومت د قانون له مخې نه؛ بلکې مصلحتي جوړ شوی.
د ده په وینا د حکومت د کار د دوام په اړه د سترې محکمې نظر کوم قانوني تفسیر نه؛ بلکې یوه عرفي پریکړه وه.
هغه پر ولسمشر غني نیوکه کوي او وایي که ډېر واک غوښتونکی نه و، له جوزا څخه یوه میاشت مخکې په رابللې لویه جرګه کې به یې سیاستوالو او ملت سره د واک د تشې په اړه مشوره کړې وای او خپل راتلونکی څو میاشتینی مشروعیت به یې له دوی اخیستی و.
مشخصې غوښتنې
نبیل وایي د میزان تر شپږمې دې ولسمشر تقنیني فرمانونه، ګومارنې او ګوښه کونې دواړه ودروي.
همدا شان غواړي، چې نوموړی دې د قرارادونو له لاسلیکه ډډه وکړي او دا کار دې د اړوندو سیستمونو مسولینو ته پریږدي.
د ولسمشر او اجرایه ریس د ولایتي سفرونو ودریدل او د دوی پرځای د وزیرانو لخوا د پروژو پرانیسته د نوموړي بله غوښتنه ده.
دی همدا شان وایي چې مشخص ټاکنیز ټیمونه باید د سولې خبرې انحصار نه کړي.
له دې کنایوي خبرې یې ښکاري، چې له دغو ټیمونو یې هدف د ولسمشر غني او حنیف اتمر ټیمونه دي.

هغه دغه راز د حکومت د کارونو د څارنې او ټاکنیزو کمیسونونو د څار لپاره د ولسمشریزو نوماندانو او خپلواکو ادارو د استازو په ګډون د دوو جلا کمیسونونو جوړیدل غواړي.
سوله او معامله فرق لري!
نبیل د سولې د روانو هڅو په اړه هم وغږیده؛ ویل یې سوله او معامله فرق کوي او په دې باید فکر وشي.
دی وایي د امریکا او روسیې دواړو د سولې په نیت شک نه لري، خو کومه لاره چې دوی غوره کړې، ورسره موافق نه دی.
د هغه په وینا په دغه لاره کې طالب ته مشروعیت ورکړل شوی، مهم شوی او د افغانستان ارزښتونه ډېر په پام کې نه دي نیول شوي.
نبیل د سولې شوې هڅې بې لاسته راوړنې ګڼي او پکې د افغان سیاستوالو شیندلي نظرونه د اندیښنې وړ ګڼي.
د ده په خبره په روانو هڅو کې طالب ورځ تربلې پياوړی کیږي او د نظام سلامتۍ ته د سیاستوالو پام نشته.
پر علماوو نیوکه
هغه د علماوو پر شورا او نورو نیوکه کوي، چې جګړه یې یوازې سرتېرو ته پریښې او دوی پکې خپل مسولیت سم نه ادا کوي.
د نبیل په وینا افغان دیني عالمان باید طالبان وننګوي، چې اختر محمد منصور او اوس یې ملاهیبت الله په کوم دیني اساس خپل امیر اعلان کړی؟
د ښځو په سر تازه ناندرۍ
نبیل د ښځو د حقونو د ملاتړ خبره کوي او وایي هم یې په حکومت کې له ګومارنو او هم پر ګومارنو له نیوکو څخه مشخص ټاکنیز ټیمونه کمپایني استفاده کوي.
دی هم د حبیب الله احمدزي تور سیاسي ګڼي، چې ارګ یې د فحشا په ترویج تورن کړی او هم حکومت د ښځو له ګومارنو سره په کمپایني هڅو تورنوي.
دی د حبیب الله احمدزي د تورونو د څېړلو لپاره د ځانګړې محکمې غوښتنه کوي.
احمدزي په کنایوي ډول د ولسمشر د دفتر پر ریس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر پر ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي او د ولسمشر د مېرمنې پر دفتر تورونه لګولي وو.
بیا یې وویل، چې څارنوالۍ ته خپل اسناد ځکه نه وړاندې کوي، چې هغه بې طرفه ارګان نه دی او حکومت پالي.
غبرګونونه څه دي؟
ولسمشر غني، حنیف اتمر او ټاکنیزو کمیسونونو د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نبیل مخکې هم پر غني او اتمر د ډیورنډ کرښې د معاملې تورونه لګولي وو، خو حکومت یې تورونه رد کړي وو.