ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
اطاق ټول سکوت پوښلی دئ د کورنۍ غړي ټول راجمع سوي دي، فضاء خاموشه ده. نن ورځ هغه خبري سره تا و بالا کېږي چي د کورنۍ دوو سرپرستانو کلونه ورباندي خولې ګنډلي وې. نور نو لاره پای ته رسېدلې ده، او هیڅوک له دې انکار نه منوونکي واقعیته تېښته نه سي کولای. ۵۳ کلنه مور او ۶۲ کلن خاوند د طلاق ورقي لاسلیک کوي او هغه چت چي تر درو لسیزو زیات وخت ئې وتلی وو پر دوو برخو وېشل کېږي.
خو ولي د کورنیو حالت تر دې ځایه رارسېږي؟
په ځوانۍ او د واده په لومړیو کلو کي که يوه جوړه خپل سرنوشت سره بېلوي، دا طبیعي و معمولي خبره ده، خو له څه مودې راهیسي زموږ د هیواد په شمول په ټوله نړۍ کي د ۵۰ څخه لوړو کلونو لرونکو په مېنځ کي د طلاق مسلې زور اخیستی دئ. شاوخوا ۱۵ کلونه دمخه، په غرب کي په زاړه عمر کي د طلاق کچه ۲/۸ وه. په داسي حال کي چي سږ کال دا کچه ۱۲ سلني ته رسېدلې ده.
طلاق په هر سِن و عمر کي په کورنۍ و ټولنه کي یوه ترخه پدیده ګڼل کېږي. د یوه داسي ژوند سره بېلول چي یوه ورځ په مینه پیل سوی وو، د هر انسان له پاره ستونزمن دي. په هر حال، د ځوانۍ زوږ و ځواک به لا د مطلقه فرد په فریاد ورسېږي او یو نوی ژوند به را پیل کړي. خو په زاړه عمر کي دا مسله صدق نه کوي. له ۵۰ کلنۍ څخه پورته کسانو د بیاځلي واده احتمال خورا لږ دئ او سپين ږیرتوب و سپین سرتوب ئې په نورو زمینو کي هم هیلي وژني.
معمولاً هغه کسان چي په زاړه عمر کي طلاق ته زړه ښه کوي او سره له دې چي اولادونه، لمسیان او.. هم لري، په تېر عمر کې (کي ئې) ډېر مسایل صرفنظر کړي دي، خو د ګډ ژوند د کلونو تېرېدو او عمر زیاتېدو سره ئې، نور له توان و طاقته وتلې ده او د هري کوچنۍ مسلې په راپورته کېدو سره بهانې کوې او ځانو ته وايي چي ولي باید دې ډول ګډ ژوند ته ادامه ورکړو؟! اوس چي مو اولادونه هم د غوايي تر پښو وتلي او په خپل بخت پسې سوي دي نور نو اړ نه یم چي دا اړیکه وساتم.
د زاړه عمر کسان چي د طلاق له پاره تمایل ښيي هماغه پرونۍ جوړې دي چي ځانونه ئې د اړیکي پر ساتلو مکلف کړي ول او نن ورځ ئې د صبر کاسه ډکه سوې او د جلا کېدو پرېکړه ئې کړې ده. البته نن ورځ هم د تېرو کلونو برعکس ځیني ځواني جوړې هم د ډېرو کوچنیو مسالو پر سر د خپل ژوند آساس خرابوي او همدې هرڅه په زاړه عمر کي د طلاق پدیده کمه کړې ده.
ولي په لوړ عمر لرونکو کي طلاق رامنځته کېږي؟
دې ته په اشارې سره چي د ۴۰-۴۵ کلنۍ پوري دې عمر ته د پاخه عمر بحراني دوره وايي، په دې دوره کي افراد خپل ژوند و هویت ته د” زه څوک یم “ په حیث کتنه کوي او خپل ټول اقدامات – د ژوند د ملګري له انتخابه نیولې بیا تر کسبه و کاره – پر ټولو باندي بیاکتنه کوي او حتا شونې ده چي خپل کسب پرېږدي او تحصیل ته ادامه ورکړي. ددې دورې د ډېری کسانو وادونه چي په یو رقم خاصو شرایطو موقعیتونو کي تېر سوي دي خو نن ورځ همدا کسان د کار، تجربې او ټولنیزو تغییراتو په واسطه چي له ټولني ئې ترلاسه کړي دي او حتا د اولادونو ژوند ته په کتلو سره دې پایلي ته رسېدلي دي چي د واده نتیجه ئې لکه څنګه چې (چي ئې) هیله و آرزو وه – هماغسي نه ده. ځکه نو، دا کسان ځیني وختونه نوي تصمیمونه نيسي، له کارونو و تصمیمونو څخه ئې یو دا وي چي د ژوند د ملګري په انتخاب کي بیاځلي فکر کوي او پرېکړه کوي چي له اوسني ژونده را ووزي. اوس نو دا بیاکتنه کېدلای سي چي د ټولنیز تحرک څخه وي یا دا چي مخکې (مخکي ئې) کوم اقتصادي حالت درلود له دې وړاندي کمزوری وو او اوس قوي سوی دئ چي دا موضوع ډېره د نارينه وو په باره کي صدق کوي او پېښيږي.
سوځېدل و جوړول
په اکثرو وختو کي ددې ډول جلا کېدو ځنډ زموږ د ناسم فرهنګ په خاطر – د اولادونو له وجي وي. ځیني وختونه یو له طرفینو څخه دې پایلي ته رسېږي چي له خپل دې ډول ګډ ژونده خوښ نه دئ او غواړي چي دا ډول ژوند ونه کړي. هرکله چي له دې خبري د کورنۍ کوم غړی/غړې خبروي، هغوی عموماً ورته دا جمله وايي:” د اولاد په خاطر دې (دي ئې) وزغمه “. دا کسان د خپلو اولادونو په خاطر له یو و بل څخه نه جلا کېږي او اولادونه له خشونت و جنګ و جدله په یوه ډک ماحول کي ساتي، یوازي د خلګو د خبرو په خاطر، په دې ډول همداسي ژوند ته ادامه ورکوي و تحملوي ئې خو کله چې اولادونه غټان کېږي، بیا نو د جلاوالي پرېکړه کوي ولي چي له ځانه سره فکر کوي چي نور ئې اولادونه د ماشومتوب دورې زیانونه نه ویني او اوس کولای سي چي بهترین تصمیم ونیسي.
فکري اختلاف
ځيني وختونه ښځه و خاوند د وخت په تېرېدو سره د خپل فکر و نظر کچي د اجتماعي تعاملاتو په سبب تغییر کوي. د جوړو ترمنځ فکري اختلفا ددې سبب کېږي چي دواړه طرفونه داسي احساس وکړي چي یو و بل نه درک کوي خصوصاً بیا هغه طرف چي پراخ لرلید، فکري او اجتماعي رشد ئې پیداکړی دئ – نو له دې ځایه داسي احساسوي چي د ژوند د ملګري سره ئې انتخاب مناسب نه دئ او په پای کي پرېکړه کوي چي په دې انتخاب کي بیاځلي نظر وکړي.
د لازم پوهاوي نشتون
ځیني وخت پاخه عمره کسان سربېره پر دې چي خپله طلاق ته تمایل پیداکوي، هېروي چي خپلو اولادونو ته ور وښيي چي ګډ ژوند خپل ځان ته خاص شرایط و ضوابط لري. په بل عبارت چي له دې شرایطو و ضوابطو پرته که واده وسي، بالاخره زیانمن کېږي. دوه طرفونه په لومړیو کي یو و بل تحملوي یوازي په دې خاطر چي فکر کوي یو و بل د خاطر اړیکه و تعلق سره لري، یا اجباري احساس کوي او اړ دي چي دوام ورکړي او د تېښتي بله لارهم نسته.
د وخت په تېرېدو سره ئې مينه کمېږي
د وخت په تېرېدو سره دوه کسان له اړیکي د خسته ګۍ و ستړیا احساس کوي. دا احساس هاله را پیداکېږي چي د اړیکي څخه کلونه تېر سوي وي او یوازي په داسي حالاتو کي چي فرد احساسوي دا چي اوس نو د جلا کېدو له پاره لازمه وړتیا لري پرېکړه کوي چي له دې ژونده را ووزي چي کېدلای سي په دې وخت کي یوه ښځه یا نارينه ۵۰ کلن وي خو توپیر نه کوي ولي چي دا کس دومره خسته سوی دئ چي په ګډ ژوند کي د پاته کېدو تحمل نور نه لري.
د طلاق عادي کېدل
یو وخت وو چي له مېړه یا ماینې څخه جلا کېدل په هیڅ وجه عادت نه وو. ښځه به د پلار له کوره د واده په سپینه جامه د خپل بخت (مېړه) کور ته تلله او بیا به له هغه ځایه په سپین کفن کي راوتله، خو نن ورځ د طلاق پېښي بېخي زیاتي سوي او په همدې خاطر د طلاق بدوالی هم د کورنیو له پاره عادی سوی دئ. متاسفانه نن ورځ په هره کورنۍ کي یو شمېر طلاقي سوي ښځي و طلاق ورکړي نارینه ليدل کېږي او دا یعني چي باید هره ورځ د جوړو په ژوند کي د یادي ترخې پدیدې د زیاتېدو شاهدان اوسو.