۱۱ شیان چي نارينه ئې له ښځو غواړي خو پر خوله ئې نه راوړي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
کابو ټول نارینه له ښځو څخه ځیني تمنیات لري خو هیڅ وخت ئې په اړه ښځو ته څه نه وايي. پر دې موضوع پوهېدل چي ولي نارينه خپلي غوښتني پر خوله نه راوړي، یوڅه ستونزمن معلومېږي، خو که چېري نارينه د خپلو غوښتنو په باره کي خبري وکړي – دا به هم د دوئ او هم بې (به ئې) د ښځو له پاره هرڅه خورا آسانه و ساده کړي. دا چي ولي نارينه په دې اړه خبري نه کوي یو دليل ئې دا دئ چي فکر کوي په دې اړه خبرو کولو ته اړتیا نسته او ښځي باید خپله په دې هرڅه پوهي سي. په داسي حال کي چي ډېری وخت ښځي خپله نه سي پوهېدلای چي موږ نارينه له دوئ څخه څه غواړو. لاندي د نارينه وو هغه ۱۱ غوښتني چي له ښځو ئې لري، خو په اړه ئې خبري نه کوي، درته ذکر کوو:
۱ـ درنښت و احترام
دا په ژوند کي د ډېرو نارينه وو غوښتنه ده چي له ښځو درنښت و احترام غواړي. کې ( که ئې) نه منئ له خاونده مو وپوښتئ – وبه وینئ چي هغوی څه درته وايي. دا غوښتنه د نارينه یوه له خورا مهمو هغو څخه ده، خو هیڅ وخت ئې تاسو (ښځو) ته په اړه څه نه وايي. ښه نو، څنګه احترام؟ ښځي باید څه وکړي؟ ډېر آسانه، د خپل خاوند افکارو، نظرياتو، رفتار او احساساتو ته درنښت و احترام کول. همدا چي فکر وکړئ خاوندان مو درته مهم دي او دا هرڅه په خپل رفتار و سلوک کي هم ښکاره کړئ.
۲ـ ستاينه
د درنښت و احترام سره جوخت باید ستاينه و تشویق هم وي. نارينه پر ستاینه و توصیف مئین دي، خو په يوه شرط، چي دا ډول توصیف و ستاينه باید حقیقي وي. نارينه یو مخفي و پټ رادار لري چي هر ډول د تملق او غیر صمیمي توصیف و ستایني کشف کولای سي. په همدې خاطر کوشش وکړئ که غواړئ چي خاوند مو وستایئ – په داسي څیزونو کي چي حقیقت ولري.
۳ـ همدلي و همراهي
نارينه ټول د خپلو ښځو له همدلۍ و همراهۍ څخه خوند اخلي. د ټولو نارينه وو خوښېږي چي د دوئ د خوښي وړ کارونو د ترسره کولو پر مهال له دوئ سره همراهي وسي، د هغوی د خوښي وړ تلوېزیوني خپروني دي ورسره په ګډه وکتل سي. مهمه خبره دا ده چي هغوی غواړي خپل وخت ستاسي سره تېر کړي. البته دا مه هېروئ چي هغوی د خپلو دوستانو سره او ځیني وخت یوازي وخت تېرولو ته هم اړتیا لري، خو ستاسي سره د اوسېدو و وخت تېرولو له پاره هم اړتیا لري، نو د همراهۍ و همدلۍ له پاره د هغوی سره وخت تېر کړئ، تر دې چي ځیني وختونه داسي کار ورسره کوئ چي تر ډېره ستاسي د خوښي وړ هم نه وي.
۴ـ ځان ته رسېدګی وکړئ
د ټولو نارينه وو خوښېږي چي ښځي ئې خپلو ځانو ته رسېدګی وکړي او ښایستې معلومي سي. ددې کار له پاره ضرور نه ده چي د هالیوډ یا بولي وډ ستورۍ معلومي سئ، یوازي دومره کوشش وکړئ چي ځانو ته رسېدګی وکړئ څو د نارينه وو له نظره مو عالی و بې جوړې وایسېږئ. کله چي مو د خاوند د راتلو په انتظار ياست، لږ وخت خپل سینګار و آرایش ته ورکړئ او خپل وېښتان مرتب کړئ. تاسي ته بهتره معلومه ده چي د خاوند مو کوم کالي خوښېږي، هماغه جوړه ورته واغوندئ – بیا ئې نو خپله هم پایله وګورئ.
۵ـ خپل آواز مو تنظیم کړئ
نارينه د خپلو ښځو خوشحالوونکي آوازونه ستايي، خو آیا ټول همداسي دي؟ بالکل، ټول نارينه د خپلو مهربانو ښځو مهربان و خوشحالوونکي آوازونه خوښوي. البته لازمه نه ده چي تاسي خپل آواز تغییر کړئ، او لازمه هم نه ده چي تاسي همېشه دا رقم اوسئ، یوازي دومره ده چي په خپل لږ کوشش سره مو آواز تنظیم کړئ او په مهربانۍ سره خبري وکړئ. دا کار یوازي دا نه چي د مېړه سره مو په اړیکه کي، بلکي ستاسي په ټولو اړیکو کي به ستاسي سره مرسته وکړي، ولي چي خلګ د هغو کسانو سره چي په مهربانۍ سره خبري کوي ښه و بهترین رفتار کوي.
۶ـ تشويق و ترغيب
ټول نارينه عاقلانه تشويق و ترغیب ته اړتیا لري. د هغوی خوښېږي چي پوه سي د کومي ښځي سره چي مینه لري – هغه دوئ تشويقوي. تاسي چي خپل خاوند ته کوم نظر و باور لرئ، هغه ته خورا د اهمیت وړ دئ. ستاسي خاوند فکر کوي چي که تاسې (تاسي ئې) پر وړتیاوو باور ولرئ کولای سي چي په خپل ژوند کي د هر ډول ستونزي و مشکل دفعه وکړي. په مقابل کي به ووینئ چي هغوی هم ستاسي طرف نیسي او ستاسي په څنګ کي پاتېږي.
۷ـ قدرداني و تشکري
د نارينه وو زړه غواړي چي قدرداني ئې وسي او دا زیات زحمت ته هم اړتیا نه لري. یوازي پر شونډانو باندي د یوې موسکا سره،  یو” منندوی دي یمه “ ویل هم کولای سي د هر هغه څه له پاره چي ستاسي خاوند ئې ستاسی له پاره ترسره کوي؛ کافی وي. کې (که ئې) ستاسي پر ځای ماښامنۍ درته تیاره کړې ده او یا ئې د کور سودا راوړې ده، ستاسي قدرداني ددې هرڅه په خاطر – به تاسي هغه ته خورا ګرانه کړي او به وینئ چي کله تاسي له هغه څخه مننه و قدرداني کوئ او زحمتونو ته ئې متوجه یاست – زړه ئې غواړي چي لا ډېر ستاسي له پاره زحمت وګالي او خوشحاله مو وساتي.
۸ـ درک و پېژندنه
کټ مټ ستاسو په رقم چي د ورځي په جریان کي بېلابېل نقشونه اداء کوئ، نارينه هم د خپلي کورنۍ و دوستانو له پاره زیات نقشونه اداء کوي. لږ وخت دې ته ورکړئ چي د ژوند ملګري ته مو ووایاست چي هغه څومره یو ښه زوی، پلار، ملګری، دوست او ورور دئ. ښځي ډېر لږ د نارينه وو دې بېلابېلو نقشونو ته چي پر عهده ئې لري، توجه کوي، ولي چي ټول داسي فکر کوي چي دا زموږ نارينه وو وظیفه ده چي په ښه ډول ئې اداء کړو. که نارينه وویني چي تاسي ښځي ئې دې مسلې ته متوجه ياست، ستاسي څخه به ډېر منندوی اوسي.
۹ـ استقلاليت
نارينه پر خپل استقلاليت مئین دي. دا په دې معنا نه دي چي هغوی غواړي ټول وخت یوازي اوسي، بلکي غواړي چي ځیني کارونه په یوازيتوب و پرته له دې چي ورڅخه نظارت وسي او یا د ګناه احساس وکړي- ترسره کړي. مې (مه ئې) هېروئ چي خپل خاوند ته مو وخت ورکړئ چي د خپلو دوستانو و هغو کسانو سره چي زړه ئې غواړي وخت تېر کړي یا حتا یوازي اوسي. هغه دا ډول وخت ته اړتیا لري او ډاډه اوسئ چي ستاسي د اعتماد و باور ارزښت لري. ستاسي هم ډېر څه نه ضایع کېږي، تاسي هم کولای سئ چي له دې وخته د خپل ځان او هغو کارونو له پاره چي خوښېږي مو ترسره ئې کړئ – استفاده وکړئ.
۱۰ـ ملاتړ و حمايت
هر انسان حمایت و ملاتړ ته اړتیا لري او نارينه هم له دې قضیې مستثنی نه دي. هرکله چي ستاسي خاوند وايي چي غواړي خپل کار ته پراختیا ورکړي او یا غواړي چي د یوې رشتې ښه ورزشکار جوړ سي، د هغه له کوششونو حمایت وکړئ. هرڅومره چې ( چي ئې) هم هدف لوړ او یا ستاسو په نظر له لاسرسی لېري وي – پرېږدئ پوه سي چي تاسې (تاسي ئې) تر شا ولاړي یاست او غواړئ چي هغه پرمختګ وکړي. هرکله چي د هغه کوم شی خوښ وي یا ورته مهم وي، غواړي چي تاسي ته هم مهم وي.
۱۱ـ مطلوب و غوښتل کېدونکي
حتا که فکر کوئ چي هغه پوهېږي هم چي تاسې غواړئ، درته مهم و جذاب دئ، خو بیا هم هغه ته دا احساس ورکړئ. نارينه اړتیا لري چي مينه ورسره ودرلودل سي او ستاسي له پاره جذاب اوسي، که مو خاوند ته داسي احساس ورنکړئ د هغه پر ځان باور له منځه ځي. هغه ته وښياست چي ستاسي له پاره جذابیت لري او هغه غواړئ او د هغه سره په اوسېدو ځان بختور ګڼئ.