علمي څیړنه؛ د ژوند خوشحاله ملګری/ملګرې لرل مو عمر ډیروي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: آلماء افغان
د پوهانو نوې مطالعي دا په نښه کوي چې د یو ښه او خوشحاله د ژوند ملګري درلودل د ناروغیو، رواني او د زړه د ناروغیو درجه کموي او د عمر په زیات والي تاثیر لري.
مختلفې پلټنې د تفکیکي رضامندۍ اړوند چې، د عمر په اوږدوالي کي ترسره شوي دي دا را په ګوته کوي چې، هغه خلک چې له خپله ژونده راضي دي نسبت هغوی ته چې له ژونده ناراضه دي کم په ناروغیو اخته کیږي او عمر يې هم اوږدیږي.
اُلکا استروا د هالنډ تیلبورخ پوهنتون یو تن پلټونکي د خوشحاله جوړې او د عمر د اوږدیدو مسله بررسي کړې ده او دا يې لاسته راوړې چې، نه یواځې فردي یا ځانته رضایت بلکې؛ مشترکه او ټولنیز رضایت هم د هر رنګ ناروغیو مخنیوی کوي او د عمرونو په زاتوالي موثر اغیز لري.
دغه مطلب چې، تازه په ( علوم روانشناسۍ) مجله کې نشر شوی، چې په کال کې د ۴۳۷۴ نویو د شریکو ماشومانو مشاهده د ۸ کالو په موده کې ترسره کړې ده، دغه مشاهده دا ښايي چې د یو پیدا شوي ماشوم د ژوند څخه رضایت د بل ناراضه ماشوم د عمر سره توپیر لري.
لومړی ماشوم به با قدرته او د عمر په زاتوالي يې هم اثر شته دی، د راضي کیدنې د پرتلې لپاره خلک د یوې بلې نوې نسخې چې، پوښتنې پکې وې ( په ژوند کې د رضایت پرتله) له دې څخه استفاده وشوه چې، خلکو ۷ سوالونو ته ځوابونه ورکړل، له ۷ څخه یو کم سوال ځوابول کمتري او د ۷ څخه یو پورته ځواب د رضایت پرتله ښيي.
په دغه پوښتنپاڼه کېد سوالونو پرتلې سره نیږدې وې، د آرماني ژوند، ټاکل شوو آرمانونو ته رسیدل او همدارنګه د کامیابه او راضي ژوند شرایط په کلي ډول دلته تشریح او مطرح شوي:
ــ د شعریه عروق ــ د زړه ناروغیاني
د رګونو نیږدیوالی او قلبي ناروغۍ په نړۍ کې له نویو او مهم ترینو ناروغیو څخه ده چې، د مرګ لامل کیږي یو نړیوال سازمان راپور ورکوي چې، په ۲۰۱۷م کال کې د زړه دغه ناروغۍ ۵۶ میلونه کسان وژلي دي، په دغه راپور کې ۱۷.۷ میلونه کسان چې، په سلو کې دیرش فیصده راځي د شعریه عروق ــ زړه ناروغۍ له اثره يې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، له دې ناروغۍ له ستونزو بله هغه د یو انسان په روان تاثیر کول دي چې، بیا د یو انسان ژوند ته سزا ورکوي او ورته لوی خطر دی.
د یو نړیوال سازمان د راپور پر اساس د ځان نه ساتنې (ژغورنې) له ناروغۍ سره په سلو کې ۳.۴ سلنه خلک لاس او ګریوان دي.
په افریقا او اروپا کې، په ټیټه کچه یعنې په سلو کې ۲.۹ سلنه او په امریکا کې، په لوړه سطحه یعنې په سلو کې ۶.۲ سلنه ددغې ناروغۍ له ډولونو څخه موجوده ده، نا آرامې یوه د رواني ستونزو له جملې څخه ده، چې کولای شي د انسانانو ژوند خراب او معلولیت رامنځته کړي.
یو نړیوال سازمان راپور ورکوي چې، په نړۍ کې له سلو ۷.۵ سلنه خلک د نا آرامۍ(ناراحتۍ) له ناروغۍ ځوریږي د نا آرامۍ ناروغۍ په کمه اندازه په سلو کې ۶.۹ سلنه په شرقي مدیترانه يي ساحه کې او په لوړه اندازه په سلو کې ۷.۹ سلنه په افریقا کې شته دی.
د روان نا آرامي کولی شي چې، کورنۍ اړیکي، ټولنیز او کسبي اشخاص د خپل تاثیر لاندې راولي دغه مسله تر دې حده اهمیت پیدا کوي چې، ددې نشتون په ډیرو ټولنو کې د معلولیت زیاتوالی رامنځته کوي او معلولو اشخاصو ته ګڼې رواني ناروغیانې پیدا کوي او همدارنګه د بهداشت نړیوال سازمان راپور ورکوي چې له هرو ۴ کسانو یو کس باید د ژوندانه بهیر کې حد اقل په نا آرامۍ او یا هم په یوه رواني ناروغۍ تجربه کوي او همدارنګه د ځینو راپورونو له مخې په نړۍ کې د ۴۵۰ میلونو څخه زیات کسان په نا آرامۍ او یا یوې رواني ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي او دې ته هم باید متوجه اوسو چې، له دوی یو شمیر محدود کسان معلوله کیږي.
ــ د عمر په بهیر کي د ژوند د ملګري سره اړیکه
د ښو اړیکو اعتیاد د عمر په بهیر کي د ژوند د ملګري سره د یو شمیر افرادو مطرح کیدل ښه دلیل دی. بهتره رواني سلامتیا ، د شعریه عروق ــ زړه ناروغیانې په کمه اندازه، په زیاته اندازه فزیکي فعالیتونه، مناسبه غذا هغه دلایل دي چې، دغه پلټنه تشریح او توضیع کوي.
ــ د روان سلامتیا
د روان سلامتیا د حیرانوونکې سلامتیا او جوړښت په معنا سره راځي چې، آرواپوهنه بلل کیږي، دا ددې سبب کیږي چې یو شخص وغواړي چې یو ښه عمل کوونکی، ذهني (مفکوروي) او ښه بدني واوسي ترڅو بل چا ته د لاس غځیدل ترک او پریږدي.