ژباړه: آلماء افغان
که پوه شئ چې، د کیوې خوړل مو بدمن او په خاص ډول ویښتانو او پوستکې ته څومره ګټه لري نو خپله به يې خوراک ډیر کړئ.
کیوې چې، د کینو وروسته پکې ډیره ویټامین سي ده د خاص تریو خوند لرونکې ومیوه ده، چې هم ارزانه او هم ډیر خوښوونکي لري موږ غواړو تاسو د کیوې د اوبو له ګټو څخه خبر کړو.
د پوسټکي لپاره د کیوي د اوبو خواص:
۱. د مخ د ګونځو مخنیوی او پر وړاندې يې مبارزه کوي
د کیوې اوبه د انټي اکسدان څخه غنې دي، او د بدن د آزادو رادیکالونو سره مبارزه کوي او د وخت د مخه زړښت مخه نیسي.
د کیوې د اوبو مصرف مو د مخ د ګونځو لپاره یوه ارزانه لاره ده نظر تجارتي او کیمیاوي محصولاتو ته، چې تاسې ځوان وساتي.
۲.د څیرې رنګ مو روښانه کوي
د کیوي اوبه مو ټول بدن خړوبوي چې، همدا ده چې، د پوسټکې په روښانه ساتلو کې مرسته کوي.
د کیوې اوبه مو د بدن باطنې پوسټکی ښایسته کوي ، کله چې، پوسټکی د داخل خوا څخه پاک وي نو څهره مو خپله ځلا کوي.
ددې لپاره چې، ښه او روښانه پوسټکی ولرۍ نو؛ هره ورځ د کیوي اوبه وڅښۍ ځکه؛ چې، د کیوې اوبه ستاسو پوسټکي ته تازه والی بښي.
۳.د پوستکي د ټپونو درملنه کوي
د کیوي اوبه په زیاته اندازه د پوتاشیم لرونکي دي چې، دا د انساجو په جوړښت کې ډیر رول لري نو؛ د ټپونو رغونه چټکوي او کولای شۍ تاشو يې د کریم په شکل د پوسټکې د ټپونو په درملنه کې ترې ګټه واخلۍ ، د پوستکي د ساتلو لپاره د کیوي اوبه له ډیرو محصولاتو غوره دي.
د کیوې د اوبو خواص د ویښتانو لپاره
۴.د ویښتانو وده
د کیوي اوبه د ویټامین (يي ) سرچینه ده چې، همدا ویټامین د ویښتانو د ودې او سلامتیا لپاره ضروري ده.
د ویټامین يي په پوره مقدار مصرف کولای شي د ویښتانو وده چټکه کړي، ددې لپاره چې، ویښتان مو ښه وده وکړي نو؛ هره ورځ په اوسط ډول یو ګیلاس د کیوي اوبه وڅښئ.
۵.د ویښتانو توییدنه
کیوي د ویټامینونو او معدنونو درلودونکې ده، چې، د کیوې اوبو له وجې تاسو کولای شۍ خپل دفاعي سیسټم قوي کړئ او کله مو چې، دفاعي سیسټم قوي وی ټول بدن به مو سلامت وي او دا حالت مو د د ویښتانو د توییدو هم مخه نیسي.
۶. ویښتانو ته ځلا ورکوي
همدارنګه کولای شئ چې، د کیوې اوبه د څښلو سربیره په سر هم ومښئ، دا کار مو هم ویښتانو پاکوي او هم ورته ځلا ورکوي.
ددې لپاره چې، د کیوي اوبه د اسید درلودونکي دي ښه ده نورې میوو اوبه هم ورسره اضافه کړئ او په سر يې وموښئ هم به مو ویښتان ځلا پیدا کړي او هم مو د ویښتانو د خرابیدا مخه نیولي وي.
د کیوي ګټې د سلامتیا لپاره
۷. د زړه د ناروغۍ کمونه
څیړنې ښيي هغوی چې، د کیوي اوبه څښئ نسبت نورو ته يې د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو چانس لږ وي ځکه؛ د کیوي اوبه د وینې د لښته کیدواو د ویني د لوړ فشار مخنیوی کوي.
په ټوله کې د کیوې د اوبو څښل مو د زړه د ناروغۍ او د زړه د حملي مخنیوی کوي.
۸. د خپګان سره مقابله کوي
د ورزش پرمهال مو د لاسه ورکړې الکټرونونه بیرته ترلاسه کوئ او د کیوې اوبه څښل مو خپګان مهار کوي، تاسو روحیه ته ګټه رسوي او د خپګان مخنیوی مو کوي.
همدارنګه د کیوي اوبه مو اشتها منظموي، د وزن په کمیدو کې مرسته کوي، ددې لپاره چې، ددغې ارزانې، ارزښتناکې او خوندورې میوې له ګټو څخه خبر شوۍ نو؛ خوړل يې هم مه هیروئ.