د خوارځواکۍ لامل او پر ماشومانو یې اغیز

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: مریم محمدي
خوارځواکي د هغو ناروغيو او نښونښانو ټولګې ته ويل کېږي، چې په وجود کې د غذايي موادو له کمښت څخه انسان ته پېښېږي.
په ساده ډول ويلای شو، چې زموږ وجود خپله انرژي له غذايي موادو څخه لاسته راوړي، نو کله چې وجود ته مناسب غذايي مواد و نه رسېږي انسان خوارځواکی کېږي.
د راپورونو له مخې ملګري ملتونه وايي، وچکالۍ او خوارځواکۍ په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیون ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل وروستي کلني رپوټ کې چې د غويي میاشتې ۳۱ خپور شو ویلي، په دې هېواد کې لاهم د تغذیې وضعیت په خطرناک حالت کې دی.
د دې ادارې په وینا، روان تاوتریخوالی، اساسي خدمتونو ته نه لاسرسی او د طبیعي پېښو اغېز د ټولنې زیانمنتیا لا ډېره کړې او د سختې خوارځواکۍ کچه یې لوړه کړې ده.
دې سازمان ویلي، په وروستیو کلونو کې د باران کم ورښت، د خوړو او د څښاک وړ اوبو کموالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوی.
د یاد بنسټ د اټکل له مخې، کلنۍ دوه میلیونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان او شاوخوا ۴۸۵ زره میندواره او شیدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ اغېزمنې شوې دي. ۷۵ سلنه خوارځواکي ماشومان په ۲۲ هغه ولایتونو کې دي چې لومړیتوب لري.
تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان، میندواره مېرمنې او شیدې ورکوونکې میندې په دې برخه کې د ټولنې تر ټولو ډېرې زیان منونکې بللې شوې دي.
شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان چې ۲۹ سلنه کیږي، په سختې (حاد) خوارځواکۍ اخته دي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د خوراک د خوندیتوب نشتوالی، د ناروغیو پروړاندې د ماشومانو زیانمنېدو لامل کیدای شي او ان پخوانۍ ناروغۍ بیا راګرځولی شي.
ددوی په خبره دا ستونزه همداراز کولی شي د ماشومانو په راتلونکې او ددوی په بدني او ذهني وده ناوړه اغېز وکړي.
خوار ځواکي په ماشومانو څه اغیزه کوي؟
– په ماشومانوکې د لويانو په پرتله، خوارځواکي ډيره تر سترګو کېږي، ځکه چې د ماشومانو د وجود مقاومت ټيټ او د وجود دفاعي سيستم يې کمزوری وي.
– خوارځواکي د نورو ستونزو ترڅنګ د ماشوم، مغز او دماغ ته هم صدمه رسولای شي.
– خوارځواکو ماشومانو د وجود نور غړي وده نه کوي.
– دغسي د هغوی مغز او دماغ هم له ودې پاتې کيږي، چې بيا وروسته د عصبي ستونزو لامل هم ګرځي.
– د ماشومانو خوارځواکي خطرناکه ده، ځکه چې د هغوی د وجود مقاومت ټيټ او په نتيجه کې ژر ژر ناروغه کېږي.
– خوارځواکي ماشومان د نورو ستونزو تر څنګ يا ډېر ډنګر وي او يا د پړسوب ستونزه ورته پيداکوي، دغه ډول يې د ذهني او عصبي مشکلاتو سره هم مخ کوي.
د خوار ځواکه ماشومانو لپاره د مور شیدو ګټې
– مور شیدې د متوازنو او مناسبو پروټيني، شحمي، قندي، ویټامني او منرالي موادو لرونکي دي، په تغذیه کې مهم رول لري.
– هغه ماشومان چې د مور په شيدو تغذيه کېږي د وجود مقاومت يې لوړ او له خوارځواکۍ څخه خوندي پاتې کېدای شي.
– که چېرې ماشوم ته د مور د شيدو ترڅنګ نور ګټور خواړه هم ورکول شي، نو ماشومان به لا قوي او غښتلي شي.
– مېندي کولای شي، چې ماشومانو ته لږ ترلږه تر دووکالو پورې خپلې شيدې ورکړي او تر څلورو يا شپږو مياشتو وروسته د شيدو ترڅنګ نور ګټور خواړه هم ورکړي، چې په دې ډول يې ماشوم له خوارځواکۍ څخه وژغورل شي.