له جلا کېدو د مخنيوي څو ساده لاري چاري!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
هغه مېړه او ماينه (میرمن) چي د مشکل آر و اساس ليدل غواړي، د مشکل پر حل هم بريالي کېږي. له دې پرته، د دواړو د جلا کېدو خطر – هغه هم په خښم و غُسې سره – رامنځ ته کېږي. اړیکه و رښتينولي/صداقت دواړه اړين دي. کېدلای سي چي اړيکي پېچلي وي او په هماغه پیل کي، ځیني وختونه په مختلفو مشکلاتو سره یو له بله جلا کېږي. لاندي به تاسو ته ووایو چي څنګه د نامزادۍ په دوران کي مشکلات حل کړئ او پرېنږدئ چي ژوند مو خراب سي او جلاوالی رامنځ ته سي!
1- کوشش وکړئ داسي ترتیب ونیسئ چي د خپلي اړیکي په باره کي خبري وکړئ.
2- سم پلان ونیسئ او په مناسب وخت کي د خبرو سر کښېږدئ.
3- ددې پر ځای چي وواياست:” باید يو له بل سره خبري وکړو “ یوازي له خپل نامزاد/خپلي نامزادي وغواړئ که ستاسي د اړیکي په اړه څه ویل لري، ودې (و دي ئې) وايي.
4- نامزاد/نامزادي ته مو وواياست چي لږ اندېښمن/اندېښمنه ياست او خوشحاله کېږئ چي خبري مو واورېدل سي. وروسته واضح او ښکاره وواياست:” زه نه پوهېږم چي زموږ اړیکه درته ارزښت لري که یوازي مو د یو و بل د ليدلو سره عادت کړی دئ؟ “ دا جمله په همدومره اندازه قوي ده چي د یوې ګفتګو پیلوونکې اوسي. که بيا هم ونه سوه، خپلي اندېښنې و خيالات مو ورسره شريک کړئ.
5- له خپل نامزده/خپلي نامزادي وغواړئ چي خپل مشکل درته ووايي – دا چي په راتلونکي کي د یوه خاوند یا مېرمن په توګه د رول په غاړه اخیستل په نظر کي لري کنه؟
6- ځوابونه ئې له عکس العمل ښوولو پرته، یوازي واورئ او ځیني وختونه د سر او لاس په حرکتو سره، هغه/هغې ته د حمایت احساس ورکړئ؛ البته پرته له دې چي په سترګو یا صورت کي مو د خښم و غُسې نښانې راښکاره سي!
7- ډاډه سئ چي په خپل ذهن کي له دې اړیکي چشي غواړئ او په پای کي چېري رسېږئ.
8- یو بل کار لا دا هم کولای سئ چي هاروارد پوهنتون فارغ او د کورنۍ مشاور پر سبک د (پنځه دقیقې لومړنۍ خبري) اصول رعایت کړئ – هغه داسي چي تاسي د خپلي راتلونکي مېرمني له پاره لاس ورکوئ – خو د یوه برګر یا سانډویچ سره. د سانډویچ لاندي ډوډۍ باید ستاسي د اړیکي مثبت چارجونه اوسي:” یو د بل سره اوسېدو له پاره مي زړه غواړي، کېدلای سي چي په دې باره کي خبري وکړو؟ “ او مشکل ورته داسي ووایاست:” زموږ اړیکه د پخوا په رقم نه ده او نه غواړم چي ځان داسي وایسوم لکه هیڅ ستونزه چي نه وي، ته څنګه فکر کوې؟ “ د ساندویچ پر مخ ډوډۍ د حللاري تشکېلوي:” که موږ دواړه وغواړو دا حالت بدل کړو، ډاډه یم چي کولای سو شرایط بهتر کړو. فکر کوم چي موږ باید خپلي اړیکي ته لومړیتوب ورکړو. ستا نظر چشي دئ؟ “ – اوس هغه وخت دئ چي تاسي د یوې حللاري په باب وږغېږئ. چمتو اوسئ. شاید واورئ چي:” هو، کولای سو چي حل ته سره ورسېږو “ یا هم ستاسي خبري جلاوالي ته ولاړي سي.
مشکلات تر یوه چتر لاندي
که څو میاشتي کېږي چي د یوې موضوع پر سر مو بحث و غالمغال دئ او واده و ګډ ژوند مو د ننګوني سره مخ دئ، خو لا هم موضوع حل سوې نه ده، په قوي احتمال سره نور د خبرو کولو وخت نه دئ خو د کورنۍ له يوه مشاور څخه د مشورې غوښتلو وخت خامخا دئ. د کورنۍ د برخي زیات مشاوران په دې باور دي چي حتا تر خیانت وروسته هم کېدلای سي چي ګډ ژوند وژغورل سي؛ نو فکر مه کوئ چي ستاسي ستونزي لويي او د حل وړ نه دي. البته دا کار هاله شونی دئ چي طرفین د ترلاس وتلي اړیکي د ژوندۍ کولو او ساتلو له پاره ګډ کار وکړي او تعهد ولري. بیاځلي باور کول او د دردناکو احساساتو د کابو کولو په موخه د حللارو پیداکول، د درملني د پروسې کیلیاني دي.
د داسي خبرو اترو پر مهال تر ټولو زیات احتمالي خطر چي شونی دئ پېښ سي، په ګډ ژوند کي ستاسي ماته او لېري والی دئ. که مو حس کړل چي د ژوند ملګری/ملګرې مو په بله دنیا کي دئ/ده، شاید اړ سئ چي د ستونزو سره مخامخ سئ او ورڅخه مخ واړوئ. که څه هم دا کار ډېر ستونزمن و زیان اړوونکی معلومېږي، خو ښه و بهتره خبره ده چي مخ ورڅخه واړوئ څو ونه سي چي په داسي نه ترسره سوو و نا ویل سوو ترخو توقعاتو و تمنیاتو کي راګېر سئ چي یوازي ستاسي مال ده، د ژوند ملګرې مو نه! مهمه دا نه ده چي د کار پایله چشي کېږي، بخښونکي اوسئ او په عزت و قار سره ورڅخه مخ واړوئ.