د ژوند له ملګري مو کوم رازونه پټ کړو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
له کلونو موږ ته همدا ویل کېدل چي تنهايي او یوازيتوب خورا ګران وي او رښتینی عاشق اجازه نه ورکوي چي د خپلي معشوقې زړه دې تکان وخوري. ددې ټولو سپارښتنو پر څنګ، دا چي کله او له کومو رازونو څخه مو د ژوند ملګری/ملګرې باید خبر نه سي راته هیڅ هم نه ویل کېدل او زموږ په غوږ کې همدا راته ویل چي زموږ په زړو کي تر دردونو و زخمونو پرته نور ټول د هغه چا سره شریک کړو چي زموږ په څنګ کي شپې و ورځي تېروي.
تاسي هر یو خپل ژوند ته یوه لنډه کتنه وکړئ! ستاسي و ستاسي د ژوند د ملګري ترمنځ داسي کومي ناویلي خبري سته؟ تاسي هم له همدې وېرې چي که د ژوند دا پټي خبري مو څرګندي سي او ستاسي ترمنځ میني و محبت ته صدمه ورسوي – شپې و ورځي سبا کوئ؟ موږ تاسو ته وایو چي د کومو رازونو نه ویل ستاسي اړیکي ته زیان رسوي او کومي خبري تاسي کولای سئ چي د وجدان له عذاب پرته د همېشه له پاره په خپلو زړو کي وساتئ. لاندي درته یو لړ سپارښتني و مشورې وړاندي کوو:
له پخوا مو اورېدلي دي چي واقعي نارينه خپلي ستونزي د کور دباندي پرېږدي او په موسکا و خندا سره کور ته را داخلېږي؟ که تر پورونو و قرضونو لاندي یاست، په پورته چوکاټ کي د راڅرګندېدو په فکر کي مه کېږئ او دمخه تر دې چي موضوع نوره هم غټه سي د ژوند له ملګري سره شریکه کړئ. هغه یوازي ستاسي د زړه شریکه نه، بلکي ستاسي د جېب شریکه هم ده او که ستاسي جېب له پیسو ډک یا خالي سي، په دې سره د هغې په ژوند کي هم انکار نه کوونکی اغېز پرېږدي. موږ نه وایو چي د ژوند ملګری مو د اقتصادي راتلونکي په نسبت بې اعتماده کړئ، یوازي دومره ویل هم کافی دي چي ستونزه څنګه او ولي رامنځ ته سوې ده او که د ستونزي د حل له پار ئې همکارۍ ته اړتیا لرئ، په خورا دقت سره ئې ورته تشرېح و توضېح کړئ چي له هغه/هغې څخه څه غواړئ او هغه چي ستاسي سره د دې مشکل د حل له پاره کار کوي؛ ستاسي د کورنۍ پر اقتصادي راتلونکي باندي څه تاثیر پرېږدي.
کلونه وړاندي عاشق سوم
که ستاسي په ژوند و عاطفي کارنامه کي يوه پخوانۍ مینه وي، ضرور نه ده چي د ژوند ملګرې/ملګری مو له هغه پخواني احساسه خبر کړئ. آیا هغه کس چي تاسي ورسره مینه لرله نن ورځ ستاسي په ژوند کي رول لري؟ آیا ددې راز ویل ستاسي په ګډ ژوند کي کوم تغیر رامنځ ته کوي؟ که مو دې سوالو ته ځواب منفی وي او د داسي یوه راز په ویلو سره غواړئ چي د ژوند له ملګري سره د زړه درد شریک کړئ، ددې پر ځای مو د ژوند ملګري ته د نژدې کېدو له پاره یوه بله لاره ولټوئ. د داسي یوې موضوع شریکول پرته له دې چي د ژوند ملګري ته مو یو ناراحته کوونکی و بې ربطه ذهني پیغام ولري – بل څه نه لري. د داسي یوې موضوع په بیانولو سره غواړئ چي د ژوند د ملګري حسادت مو راوپاروئ او لا ئې زیاته توجه ورته واړوئ؟ پام مو وي چي د ژوند د ملګري د میني و محبت د راجلبولو دا ډول طریقه ونه سي چي د بې اعتمادۍ په قفس کي ستاسي په بندي کېدلو باندي تمامه سي.
ایستل سوی یم
شاید ستاسي په کارځای کي چي څه تېرېږي، ستاسي د ژوند په ملګري پوري اړه ونه لري، دا چي نن ورځ ستاسي سره ستاسي رئیس څنګه خبري کړي دي – دا ستاسي په ګډ ژوند پوري ډېره اړیکه نه لري او پر دې هرڅه پوهېدل د هغه/هغې په ژوند کي کوم تغییر نه رامنځ ته کوي، خو داسي يوه پېښه لکه د کاره ایستل چي د کورنۍ درآمد او په ټولنیز موقعیت کي تغییر ورسره تړلی دئ، باید ستاسي د ژوند له ملګري پټ نه سي. آیا بېرېږئ چي هغه به د راتلونکي په اړه اندېښمن/اندېښمنه سي او تر سټریس و فشار به لاندي سي؟ هیڅ خبره نه ده! هغه ستاسي د ښو و بدو ورځو ملګرې ده؛ نو اندېښنه و فکر مو یوازي پر ځان مه تېروئ او د ژوند ملګري ته مو د واقعیت په ويلو سره، په ګډه شرایط سم کړئ او سټریس و فشار له ځانو څخه رفع کړئ.
له کورنۍ څخه ئې بېزاره یم
د ژوند د ملګري د کورنۍ په اړه هیڅ مثبت احساس نه لرئ او ورسره په څنګ کي د ناراحتۍ احساس کوئ؟ کله چې لیدو ته ورځئ د نارضایتۍ احساس کوئ چي د هغوی سره وخت تېروئ، یعني د ژوند د ملګري سره مو د سلیقې په شریکولو سره او هغه/هغې ته په نژدې کېدلو سره؟ تېروتنه کوئ! ستاسي او ستاسي د ژوند د ملګري کورنۍ باید سرې کرښې وي چي په ګډ ژوند کي نه باید ورڅخه تېر سئ. خوښېږي مو نه؟ هیڅ خبره نه ده! لازمه نه ده چي تاسي دي د ژوند د ملګري پر کورنۍ مئین اوسئ؛ خو(باید) هغوی ته درنښت وکړئ او خپل د ژوند ملګري ته هم وښياست چي دا سره کرښه په رسمیت پېژنئ.
زما د ازمایښتونو ځوابونه مشکوک دي
شاید کومه خبره نه وي چي له مشکلاتو مو د ژوند ملګری/ملګرې خبر سي او شاید تاسي وکولای سئ چي د زړه ځیني خبري مو د شخصي حریم په توګه چي له تاسي پرته بل څوک ورڅخه خبر نه دي وساتئ؛ خو ستاسي د روغتیا په باره کي خبري اتري په دې ډول رازونو کي نه راځي. ستاسي د ژوند ملګرې/ملګری باید پوه سي چي ستاسي جسم په څنګه حالت کي دئ. که ډاکټر مو د صحت و روغتیا په باره کي مثبت فکر نه کوي، باید د ډاکټر ټولي خبري مو د ژوند له شریک سره شریکي کړئ. نو فایده بې څه وي؟ هغه به یا وکولای سي چي ستاسي سره مرسته وکړي او یا لږترلږه کولای سي ځان د هغو سختو ورځو له پاره چي باید ستاسي سره ئې تېري کړي – ځان چمتو کړي.
نور مي مینه نه پر راځي
که د ژوند د ملګري په باره کي ستاسي احساس بدل سوی وي یا دا چي احساسوئ ترمنځ مو واټن رامنځته سوی دئ، باید یو له بل سره موضوع شریکه کړئ. د ژوند ملګري ته مو ووایاست چي څنګه احساس لرئ او هغه دلایل چي تصور کوئ ستاسي په احساس کې داسي تغییرات رامنځ ته کړي دي – له هغه/هغې سره شریک کړئ. خبرې بې طرفه واورئ او په پوره سکون ئې واورئ او هغه/هغې ته مو د ژوند ډول تشرېح کړئ. که مو احساس کړ چي ستاسي دوو خبري پایله نه ورکوي، د يوه بریالي ژوند جوړولو له پاره د کورنۍ له يوه مشاوره مشوره واخلئ او مه پرېږدئ چي ستاسي خاموشي مو د خوښي وړ ژوند ته رسېدل – هره ورځ سخت تره کړي.
بې علاقې سوی یم
له خپل ګډ ژونده خونه نه اخلئ او یوازي د خپل ګډ ژوند د شریک په خاطر مو دې اړیکي ته پونده ورکړې ده؟ له اړیکي څخه ستاسي ناهیلي کېدل باید یو راز پاته نه سي او نه مو د ژوند له شریک څخه پټ کړل سي. که نه غواړئ چي دغه ډول نه علاقمندي مو په اړیکه کي پاته سي او اړیکه مو زیانمنه کړي، موضوع مو د ژوند له ملګري سره شریکه کړئ. که ددې بې علاقه ګۍ په دلیل خپله پوهېږئ، هغه مو د ژوند له ملګري سره مطرح کړئ او د دلیل د لېري کېدو له پاره کوشش وکړئ. خو که خپله هم نه پوهېږئ چي څنګه مو خبره تر دې ځایه رسېدلې ده، د خپل ګډ ژوند له ملګري سره مو یوځای یوه سکسولوجیسټ ته ولاړ سئ او ددې بې علاقه ګۍ ریښې مو یوځای بررسی کړئ.
په کورنۍ کي مي یوځای کار خراب دئ
که ستاسي په کورنۍ کي وي داسي مشکل چي پرې پوهېدل یا نه پوهېدل مو د ملګري په ژوند کي کوم تغییر نه رامنځ ته کوي، هیڅ دلیل شتون نه لري چي باید موضوع مو د ژوند له ملګري سره شریکه کړئ. فکر مو وي چي د هغه تاثیر سم بررسي کړئ. کېدلای سي یوازي ستاسي له نظره موضوع بې اهمیته ښکاره کېږي ځکه نو کوشش وکړئ چي د هغه/هغې له نقطه ی نظره موضوع تر نظر تېره کړئ. هیڅکله د خپل ژوند د شریک/شریکي په مقابل کي، د خپلي کورنۍ حیثیت و اعتبار مه خرابوئ او که د موضوع ویل و نه ویل، ستاسي و د ژوند د ملګري په منځ کي تاثیر نه پرېږدي، هغه مو په خپل زړه کي راز وساتئ.
غواړم چي مور يا پلار سم
یوازي له هغو شېبو څخه نه چي احساسوئ مورواله یا پلارواله ته علاقمند یاست، بلکي له واده وړاندي باید په دې اړه د ژوندانه له شریک سره خبري وکړئ. دغه میل و غوښتنه داسي څه نه دي چي له هغه کسه ئې د شرم په نوم پټ یا راز وساتئ څوک چي ستاسي سره یوځای ګډ ژوند پیلوي او په راتلونکي کي هغه د هغه پټي نارضایتۍ په خاطر چي تاسي په خپل وجود کي پټه کړې ده – قرباني کړئ. د ژوند ملګری/ملګرې مو باید پوه سي چي ستاسي په زړه کي څه دي او ددې له پاره چي ستاسي د غوښتني و خواهش د پوه کېدو له پار ګام اوچت کړي یا له هغه خواهشه و هغې غوښتني ستاسي د محروم پاته کېدو عواقبو منلو ته، ځان چمتو کړي.
که مو زړه وي خپل راز مو ووایاست
تر دې ځایه مي تاسي ته تشرېح کړل چي کوم رازونه ښه دي چي راز پاته سي او پخپل زړه کې وساتئ او دا مو هم د ژوند د ملګري حق دئ چي له کومو موضوعګانو خبر سي، خو د رازونو ویل هم خپل آداب لري چي په لاندي څو کرښو کي له هغو سر بلدېږئ:
د مذاکرې مېز ته کښېنئ
په يوه آرام و خاموش چاپېريال کي کښېنئ. د پارک په یوه ګوښه ځای یا په رسټورانت کي یو خاص مېز انتخابول کېدلای سي چي د داسي خبرو اترو له پاره مناسب وي. د ژوند له ملګري/ملګرې سره مو په یوه آرام چاپېریال کي کښېنئ او په آرامۍ و د داسي ښکاره، څرګندو و شفافو جملو په انتخاب سره چي د سوء تفاهم رامنځته کېدو ته اجازه نه ورکوي، موضوع ورته تشرېح کړئ.
واورئ
تاسي غواړئ چي هغه مو له مهم رازه خبر کړئ، خو هیڅ دلیل شتون نه لري چي یوازي ددې مجلس ویونکی/ویونکې اوسئ. کېدلای سي چي د ژوند ملګری/ملګرې مو ستاسي د خبرو په اورېدو سره اندېښمن، مضطرب یا بدبین سي. دا ډول منفي عکس العملونه کېدلای سي طبیعي وي خو باید پرېنږدئ چي ستاسي عجول و سرسري غبرګونونه هغه وغموي. هغه ته ووایاست چي دا ئې حق دئ چي په منفي احساساتو کي راسي او تاسي حاضر ياست چي د شرایطو د کنټرول و مدیتریت کولو له پاره هر ګام اوچت کړئ.
مرسته وغواړئ
هیڅ وخت په یوازي ډول د موضوع په حل پسي مه ځئ. که د ژوند ملګری/ملګرې مو ستاسي سره د مرستي کولو توان لري، له هغه/هغې مرسته وغواړئ خو که داسي احساسوئ چي د هغه/هغې مرسته مرستندوی نه ده، د هغه/هغې پر رواني ملاتړ حساب وکړئ او د يوه ښه ملګري په حیث ئې په څنګ کي مرسته وغواړئ.
غلطۍ مو مه راسپړئ
ډېر وخت دمخه مو غلطي کړې وه او سوابق ئې نور ستاسي په ژوند کي تړل سوي دي؟ داسي غلطي چي د ژوند ملګری/ملګرې مو له هغه ناخبر پرېښي دئ او نن ستاسي یا د ژوند د ملګري په ژوند کي مو تاثیر نه لري؟ که له کاره ایستل سوي واست خو تاسي د ژوند ملګري/ملګرې ته ويلي ول چي استعفا مو ورکړې ده، که مالي مشکلات درباندي راغلي ول خو مشکلات مو اړخ ته کړي وي او… هیڅ دلیل شتون نه لري چي نن ورځ یوار بیا دا مشکلات راسربېره کړئ او د ژوند له شریک سره ئې شریک کړئ. په داسي صورت کي د هغو پېښو سوابق چي تاسي په غلطۍ کي ورباندي پوښ ایښی وی تړل سوي وي، د هغو په بیا راسپړلو سره مو مشکلات څو برابره مه کوئ او د ژوند ملګری/ملګرې مو د هغو پېښو په خاطر چي نن ورځ ستاسي په ژوند کي دخیل نه دي، پر ځان مه بې باوره کوئ.