شریک ژوند او خوب

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ویده کیدل د جسمي او رواني روغتیا لپاره خورا ډير اړین دي. کم خوبي یا لږ ویده کیدل د وزن زیاتیدلو، زړه، او شکرې ناروغيو سربیره ګڼ نور رواني او فزیکي ستونزې زیږوي.
د شپې ښه او ارام خوب کولی شي، چې په اسانۍ سره ستاسې د ورځې ستړیا او ستوماني لري کړي. یوې تازه څيړنې موندلې چې د ویده کیدو سلوک او طریقه د میرمن او خاوند په ورځني ژوند او اړیکو اغیز کوي.
هغوی چې په بستره د ګډ خوب په تخنیکونو بلد وي، هم به يې اړیکې ښې وي او هم به يې خوب پوره او ارام وي. ایا تاسې هم غواړئ، پوه شئ چې میرمن/میړه سره څنګه ویده شئ؟!
۱ـ خبرې پيل کړئ
کله چې په تخت (بستره) کې څملاستۍ، یو بل ته مخ واړوئ او خبرې وکړئ. هڅه وکړئ، صمیمي او مثبتې خبرې وکړئ. تر هغې چې ویده شوې نه اوسۍ، شاه یو بل ته مه اړوئ.
۲ـ موبایل مه کاروئ
دا تېروتنه مه کوئ، چې په بستره کې د خپلې ښځې یا خپل میړه په خوا کې په موبایل کې ګوتۍ وهئ. دا چاره په مقابل کس خورا ډير منفي اغیز کوي.
که په بستره کې کتاب لولئ، نو میرمن/میړه مو دخیل کړئ. د کتاب په اړه ورسره وغږیږئ او څه چې لولۍ، ورسره يې شریک کړئ. که پوه شوئ، چې دلچسپي نلري، کتاب بند کړئ او میرمن/میړه سره وغږیږئ.
۳ـ په بستره کې هیڅ مه خورئ.
اصلا خو له خوبه مخکې سمدستي هیڅ خوړل پکار نه دي؛ خو بده يې لا دا، چې په بستره کې د میړه / ښځې ترڅنګ خوراک کوۍ. یوه خوشاله میرمن او خاوند هیڅکله د خوب په تخت هیڅ نه خوري او نه هم څښي.
د ځینو ادابو او نزاکتونو زده کول د ښه ژوند تېرولو لپاره اړین دي. د بېلګې په ډول، که د خوب په تخت کې وږي شوۍ، پخلنځي ته لاړ شئ او یو څه وخورئ. که تږي شوۍ، یخچال یا د اوبو ځای ته ولاړ شئ او څه وڅښئ. که تلویزون ګورۍ؛ سالون ته لاړ شئ.
د خوب خونه د استراحت او ارام لپاره ده. کوښښ وکړئ، یواځې د خوب او یو بل سره د نږدیوالي ګټه ترې واخلئ.
۴ـ هیڅ کله له قهره ډک مه ویده کیږئ.
اختلافات او ستونزې په هر کور او ځای کې وي؛ اما مهمه داده، چې تاسې شخړې او اختلافات څنګه هواروئ. خوشاله جوړې هیڅکله د اختلافاتو له حل وړاندې نه ویده کیږي. دوی لومړی خپله ستونزه هواروي او بیا ویده کیږي.
څیړنې ښيي، هغه ښځې او میړونه چې بحث او جنجال وکړي؛ بیا ویده شي او مسله هواره نه کړي، په سټریس او رواني ستونزو اخته کیږي. دا ډول کورنۍ خوشاله ژوند نه لري.
یادونه: دا معلومات له هغو کورنیو راټول شوي، چې ذکر شوي کارونه کوي او خوشاله ژوند لري. که تاسې هم کومه ورته تجربه لرۍ، راته یې کمینټ کې ولیکئ !