فارس خلیج ته برتانوي ځواکونه رسیدلي او له امریکايي عسکرو سره یوځای شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

پارس خبري اژانس د ناتائید شوو راپورونو په حواله وايي، چې فارس خلیج ته د برتانیا ځانګړي ځواکونه رسیدلي او هلته د ایران ضد امریکايي عسکرو سره یوځای شوي دي.
سنډی ایکسپریس وايي، برتانوي ځانګړي ځواکونه به د امریکايي ځواکونو سره په ګډه خلیج کې د هغه تجارتي بیړیو امنیت خوندي کړي، چې د واشنګټن او متحدینو په وینا، د ایران له لورې ورته ګواښ متوجه دی.
رپوټ وايي، چې برتانوي ځواکونو همدا اوس د تیلو هغه برتانوي ټانکرونه بدرګه کوي، چې له هورمز څخه فارس خلیج ته روان دي. له ځواکونو سره به د بحري ځواک چورلکې هم د عمان تر خلیج پورې ملتیا وکړي.
فارس خلیج کې امریکا د ایران له لورې د ممکنه خطر د مخنیوي لپاره، خپلې جنګي بیړۍ، بي ۵۲ الوتکې، او د لرې واټن ویشتونکي وسلې ځای په ځای کړي.
که څه هم برتانوي چارواکو په ښکاره ډول د ایران په وړاندې د امریکا ملاتړ نه دی کړی او نه يې هم خلیج ته د خپلو ځانګړو ځواکونو د استولو په اړه کومه تبصره کړې؛ خو وخت ناوخت د ایران په ضد د واشنګټن له دریځ څخه ملاتړ کوي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمي هنټ د روانۍ اوونۍ په سر کې وویل، چې د ایران له لورې د ممکنه خطر تاوان په مساوي ډول دوی (برتانیا) ته هم رسي.
برتانیې خپل ځانګړي ځواکونه په داسې حال کې فارس خلیج ته لیږلي، چې تیره اوونۍ هورمز تنګي ته څيرمه متحده عربي اماراتو ته د تیلو په تلونکو بیړیو برید وشو. سعودي، عرب امارت او امریکا شک لري، چې د برید تر شاه د ایران لاس دی؛ خو ایران يې ردوي او وايي، په پيښه خواشیني دي.

ایران وايي د تیلو په بیړیو برید هغوي کوي، چې غواړي په ایران برید ته بهانه جوړه کړي.
“که ایران جګړه غواړي، ختم به شي”
د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو جمهور ریس ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړ، چې که جګړه غواړي، له مینځه به یوسې.
نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي:

“که ایران جګړه غواړي، دا به د ایران د رسمي پای په معنا وي. متحده ایالاتو ته بیا هیڅکله ګواښ ونکړئ.”

د امریکا او ایران ترمینځ د اټومي مسلې په سر حالات ترینګلي شوي. امریکا فارس خلیج ته د بي ۵۲ په شمول درنې وسلې استولي.
پرون په عراق کې د امریکا سفارت ته نږدې یو راکټ لګیدلي، چې کوم زیان يې نه درلود. امریکا وايي دا پيښه بیخي جدي نیسي. چارواکو په یوه بیانیه کې ویلي، که د ایران په ملاتړو ملیشه او یا ایران پورې تړلې هرې ډلې باندې ددې برید او یا ورته برید تور ثابت کړي، ایران ته به ورته ځواب ورکړي.
بل پلو ولسمشر ټرمپ عراق کې امریکا ځواکونو ته د تیارسۍ امر کړئ او له دغه هیواد يې د اضافي ډیپلوماتونو د راویستلو سپارښتنه کړې.
سعودي کې بیړنۍ ناسته
د سعودي په پلازمینه ریاض کې د تیلو په دوو سټیشونو باندې له برید وروسته، دغه هیواد بیړنۍ ناسته وروغوښته، چې پکې د خلیج غړو هیوادونو هم برخه درلوده. سعودي وايي، برید په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو کړی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر، عادل الجبیر د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل:

“سعودي په سیمه کې جګړه نه غواړي او نه يې خوښوي. دوی به تر وسه کوښښ وکړي، چې د ممکنه جګړې مخه ونیسي؛ خو که مقابل لوری جګړه انتخاب کړي، دوی به په خپل ټول توان سره د ځان او خپلو ګټو دفاع وکړي.”

په خلیج کې د غړو هیوادونو ګزمې
خلیج کې د خلیج هیوادونو ګزمې زیاتې کړي. د خلیج د همکاریو شورا وايي، چې د غړو هیوادونو ترمینځ همغږي زیاته شوې او په عرب خلیج کې د امریکايي ځواکونو سره په تماس کې دي.
د سعودي ولیعهد د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر میک پمپيو ته ټیلفون کړی او په سیمه کې يې په وروستیو حالاتو او پرمختګونو خبرې کړي.
د ایران ځواب: ” هیڅ هیواد دې له ایران سره ګوتې نه ماتوي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا سره د جګړې ګنګوسې بې اساسه وبللې. هغه وویل:

“تهران جکړه نه غواړي؛ خو هیڅ هیواد دې له ایران سره ګوتې نه ماتوي.”

د ایران د پاسداران قومندان حسین سلامي ویلي:

“موږ جنګ نه غواړو؛ خو له جنګ ویره هم نه لرو.”

د ایران او امریکا ترمینځ د ایران د اټومي مسلې په سر لانجه ګرمه شوې. امریکا وايي، ایران دې د اټومي پروګرام په سر له دوی سره خبرو ته کیني. له همدې امله يې په ایران اقتصادي بندیزونه ولګول او ګواښ يې وکړ، چې په مۍ کې به د ایران د تیلو صادارت صفر ته راښکته کړي.
ایران وايي، اټومي پروګرام يې سوله ییز دی او یورانیم غني کوي.