افغانستان یو ځل بیا ماشومانو ته د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد اعلان شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب یوه مدافع سازمان افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد اعلان کړ.
د KIDS RIGHTS په نوم دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ۱۸۱ هېوادونو په ډله کې ۱۵۱ خطرناک مقام خپل کړی.
د پينځو پوښتنو ځواب
یاد شوی سازمان وایي د ماشومانو وضعیت یې په دغو پينځو برخو کې څېړلی.
دا څېړنه په هر هېواد کې په جلا ـ جلا ډول شوې او دغو پوښتنو ته پکې د ځواب هڅه شوې ده:
۱ـ د ماشومانو ژوند څنګه دی؟
۲- روغتیا ته د ماشومانو لاسرسی څه ډول دی؟
۳- ماشومانو ته د ښوونې او روزنې برابر شوې اسانتیاوې څنګه دي؟
۴- د ماشومانو د ساتنې تدابیر څومره د پام وړ دي؟
۵- د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته چاپېریال څومره مساعد دی؟
ځوابونه څه وو؟
د ټولو پوښتنو په ځوابونو کې افغانستان ښې نومرې نه دي اخیستي.
د لومړۍ پوښتنې ځواب باید پر درېیو برخو متمرکز وای:
ـ د ماشومانو د مړینې کچه څنګه ده؟
ـ ژوند ته د ماشومانو هیله مندي څومره ده؟
ـ د ماشومانو د زېږون پر وخت د څومرو میندې یې خپل ژوند بایلي؟
د لومړۍ پوښتنې په ګډون ټولو پوښتنو او اجزاوو ته یې ښې پایلې په لاس نه دي ورغلي.
د همدغو منفي ځوابونو په پایله کې ده، چې افغانستان د ماشومانو لپاره یو خطرناک هېواد اعلان شوی.

لاملونه څه دي؟
په راپور کې ویل شوي، چې د عمومي ستونزو ترڅنګ افغان ماشومان ځینې ځانګړې ستونزې هم لري.
په دغو ستونزو کې له دوی سره د مور و پلار یا مشرانو بد چلند، له خپلو حقونو د دوی سم نه خبریدل، د زده کړو د ماحول خرابوالی، ښوونې او روزنې ته لږ لاسرسی او په ځینو سیمو کې د دوی د زده کړو پر وړاندې ننګونې د ماشومانو د ژوند تر ټولو لوی خنډونه دي.
له دې ور اخوا افغان ماشومان د نورو افغانانو ترڅنګ له مرګه چندان نه دي خوندي.
یا په جګړو کې مستقیماً استفاده ورڅخه کیږي، یا د هوایي او ځمکنیو بریدونو قرباني کیږي، یا په نورو لاملونو یې ژوند چندان خوندي نه دی.
همدا شان دوی د جنسي تېري له ګواښه بې غمه نه دي، جبري کارونه هم ورباندې کیږي او په نورو بڼو یې هم حقونه نقض کیږي.
د ژمنو نه عملي کیدل
یاد شوی او نور سازمانونه اکثره پر افغان حکومت، وسله والو طالبانو او نورو ډلو تل نیوکه کوي، چې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې خپلې ژمنې او مسولیتونه سم نه دي عملي کړي.
خو افغان چارواکو په دې اړه د ممکنه کارونو ادعا کړې او ویلي ورځ تر بلې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتیږي او پایلې هم ورکوي.