ولسمشر غني په یوه تازه حکم کې د منیره یوسف زاده په نوم یوه مېرمنه د ملي دفاع وزارت د روزنیزې برخې مرستیاله ټاکلې ده.
دغه پریکړه په ټولنیزو رسنیو کې د ډېر بحث وړ ګرځیدلې؛ ځینو دا پریکړه په توندۍ غندلې او دفاع وزارت ته یې د یوې غیرمسلکي مېرمنې په توګه د منیرې ورتګ دغه وزارت او پرسونل ته یې سپکاوی ګڼلی.
خو یوه برخه نورو دا کار ستایلی او ولسمشر یې د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې ژمن سړی یاد کړی.
خو منیره یوسف زاده څوک ده؟
زده کړې او کاري سابقه یې څه ده؟
نیوکې ولې ورباندې کیږي او د پلویانو استدلال یې څه دی؟
په دې مطلب کې به دغو موضوعاتو ته کتنه وشي.
د منیرې ژوند ته یو نظر
منیره یوسف زاده په قومي لحاظ د هزاره قوم اړونده او په ۱۳۶۵ لمریزکال کې زیږیدلې ده.
په یوه ژوند لیک کې یې د زوکړې ځای کابل او بل کې ایران یاد شوی.
د منیرې د یوه رسمي ژوند لیک له مخې هغې په سیاسي علومو او اقتصاد کې د لسانس ترکچې د زده کړو دوه سندونه لري او د دولتي مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي.
منیرې ډېر وخت په ایران کې تېر کړی، یتیمه وه او د مهاجرت په چاپېریال کې یې زیاتې ناخوالې زغملي.
هغه د مطبوعاتو او مدني فعالیتونو په ډګر کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
نوموړې د ولسمشر غني د حکومت په پيل کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده، بیا د کابل ولایت مرستیاله او تر اوسنۍ دندې مخکې د ولسمشر د دفتر د ریاست د پروګرامونو ریسه پاتې شوې ده.
نیوکې څه دي؟
د منیرې یوسفزادې ټاکنه په ټولنیزو رسنیو کې د ګرمو بحثونو موضوع ګرځیدلې ده.
منتقدینو د هغې ټاکنه تر سوال لاندې راوستې او پوښتنه یې کړې، چې د دغې ټاکنې منطق څه دی؟
دوی ځینو دغې پوښتنې ته خپله ځواب هم ویلی او مختلفې ادعاوې یې مطرح کړي.
ځینو منیره یوسف زاده کم لوستې ګڼلې، پخوانۍ کاري سابقه یې تر سوال لاندې راوستې او خپله د ولسمشر هغه خبرې یې نقل کړي، چې د امنیتي ځواکون د ناسمې رهبرۍ په تړاو یې تر ولسمشر کیدو مخکې کړې وې.
په امریکا کې د افغان سفارت فرهنګي آتشه مجید قرار، چې د ولسمشر غني له سرسختو پلوي لیکوالو څخه دی او هم یې وخت په وخت ځینې کارونه په توندۍ نقدوي، له همدغو کسانو څخه دی.
قرار پرخپلې فیسبوک پاڼې په دې اړه داسې لیکلي:
«د دفاع وزارت معاونیت ګوره، او دوازده پاسه ویانده. هلکه د محلي اورګانونو په ویاندۍ کې یې کوم ابتکار کړی و. د محلي اورګانونو د تبلیغاتو برخه د نظام د تبلیغاتو د ملا تیر او تبلیغات د دې جګړې د ملا د تیر حیثیت لري. دې نجلۍ خو هغه برخه لا نه وه سمبال کړې. ما یو وخت د کمپاین پر مهال د ولسمشر له خولې لیکلي و چې زموږ د سرتېرو د مرګ ژوبلې ستر علت کمزورې رهبري او نه پلان دی. ریښتیا هم، که د سرتېرو ژوند اهمیت درلودای په رهبرۍ به یې دغسې ملنډې نه وهل کېدې.
ولسمشر تل ویلي چې زه تاسې ته سیسټم جوړوم. تاسې او خدای په کوم سیسټم کې یوه نجلۍ یا یو هلک په دری کاله تجربه له دوهم بست څخه فوق بست ته لوړېدای شي او هغه هم په داسې برخه کې چې هیڅ تجربه یې نه لري. سیسټم به دغسې و؟ »
د دري ژبې مشهورې لیکوالې او د پوهنتون استادې ډاکټر حمیرا قادري، چې د ښځو د حقونو مخکښه فعاله هم ده، د منیرې پر ټاکنې یې نقد کړی.
هغې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ته پر فیسبوک پاڼې یې د منیرې په اړه د کړي پوسټ په تبصرو کې لیکلي، چې منیره هیڅ کومه پوځي تجربه نه لري، خو په تېر یوه کال کې پر مهمو دندو ټاکنه یې د پوښتنې وړ ده.
د منیرې دفاع
د منیره یوسف زاده ټاکنه یو شمېر خلکو ستایلې او دا یې پرکاره، مستعده او د ګومارنې وړ ښځه ګڼلې ده.
افغان حکومت که څه هم د منیرې د ټاکنې خبره تراوسه په رسمي ډول نه وه اعلان کړې، خو د نیوکو له زیاتیدو سره د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پرخپلې فیسبوک پاڼې د نوموړې د ټاکنې ننګه وکړه.
مرتضوي پر دغې ټاکنې نیوکې له ښځو سره د تبعیض یوه برخه ګڼلې او ویلي، چې تر منیرې مخکې له نورو ښځو سره هم پر لوړو دندو د ټاکل کیدو له کبله ورته مخالفتونه شوي دي.
د ارګ دغه ویاند دا هم ویلي، چې په دفاع وزارت او د جګړې په رهبرۍ کې د ښځو موجودیت په نړیواله کچه یوه عامه موضوع ده.
هغه منتقدین ننګولي، چې که منیره یا ورته نورې ټاکل شوې ښځې د زورواکو، سیاسي او جهادي رهبرانو لوڼې وای، داسې مخالفت نه ورسره کیده.