لیکنه: صادق طارق
د وسله والو طالبانو د عایداتي سرچینو په اړه مختلف نظریات موجود دي.
دا ډله سربېره پر دې، چې د سیمه ییزو استخباراتو له لورې په پراخ تمویل تورنه ده، د باج ګیرۍ او نیشه یي توکیو د قاچاق تور هم ور پورې دی.
د دې ترڅنګ دغه ډله تورنه شوې، چې په وسله والو غلاوو او د کانونو په ناقانونه استخراج کې شریکه ده.
ګمرکي عواید
وسله وال طالبان خپله هم مني، چې په ځینو لویو لارو کې له بار وړونکو موټرو څخه باج اخلي.
دوی دغې باج ګیرۍ ته د ګمرکي عوایدو نوم ورکوي.
د وسله والو طالبانو هغه پاڼې هم په ځلونوـ ځلونو رسنیزې شوي، چې له بار وړونکو موټرو څخه تر باج اخیستو وروسته یې هغوی ته د محصولو د اصولیدو د تایید پاڼو په نوم ورکړي.
د سلام وطندار په نوم یوې افغاني راډیو پخپل څېړنیز راپور کې ویلي، چې یاده ډله د ګمرکي عوایدو او زکات ټولولو له لارې د کال ۲۲ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
دغه راډیو وایي: د عام تصور خلاف د طالبانو ګمرکي عواید زیات منظم او د حکومتي ګمرک برعکس مسولین یې په فساد او سازش کې لاس نه لري.
یاده ډله د هېواد په شمالي، جنوبي، ختیځ او غربي سیمو کې د ګمرکونو په نوم ورته فعالیت لري او باج ګیرۍ کوي.
د نیشه یي توکیو قاچاق
د نورو برخو ترڅنګ د وسله والو طالبانو یوه تر ټولو مهمه عایداتي سرچینه د نیشه یي توکیو قاچاق دی.
اریانا نیوز خبري سرچینې په یوه راپور کې ویلي، چې وسله وال طالبان هرکال د دغه قاچاق له کبله له سلو تر څلور سوو میلیونو ډالرو پورې عاید لري.
د کانونو ناقانونه استخراج
د دې ترڅنګ وسله وال طالبان د کانونو د ناقانونه استخراج له اړخه هم تورن دي، چې د کال تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې عاید لري.
افغانستان د سکرو ډبرې، مس، اوسپنې، یاقوت، زمرد، سرو زرو او سپینو زرو مهمې سرچینې لري.
وسله وال طالبان د افغانستان په مختلفو هغو سیمو کې، چې د دوی تر کنټرول لاندې دي او دغه کانونه پکې موجود دي، د یادو کانونو په ناقانونه کیندنو کې لاس لري.
دوی که څه هم خپله د دغو کیندنو لپاره بشري ظرفیت او مسلکي خلک نه لري، خو له نورو کیندونکو ډلو سره په کیندنو او قاچاق کې شریک دي.
حکومت او خلک څه وایي؟
افغان حکومت په یادو ټولو تورونو کې د وسله والو طالبانو لاس لرل نه یوازې تاییدوي؛ بلکې خپله یې په ځلونو ـ ځلونو په دغو او نورو تورونو تورن کړي دي.
خلک هم تر ډېره له یادې ډلې ښه زړه نه لري او وخت په وخت یې له ناقانونه کارونو او زور ګیریو شکایتونه کوي.
د وسله والو غبرګون
وسله والو طالبانو وخت په وخت دا منلې، چې په لویو لارو کې د ګمرکونو په نوم پاټکونه لري.
دوی له خلکو څخه د زکات او عشر په نوم د پیسو ټولول هم تایید کړي، خو دا یې رد کړې، چې ګواکې دغه پیسې یا نور شیان خلکو نه په زوره اخلي.
وسله والو د نیشه یي توکیو په قاچاق او د کانونو په کیندنو کې لاس لرل نه دي تایید کړي.
دوی خو د نیشه یي توکیو پرضد د مبارزې ادعا هم کوي او وایي هم یې اوس هم او هم د خپلې مخکینۍ واکمنۍ پر وخت د نیشه یي توکیو خلاف سخته مبارزه کړې ده.