د نجونو جیګې څپلۍ؛ تاوان يې له ګټې ډیر دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

جیګۍ څپلې یا های هیلز د نجونو د فیشن او لباس اساسي برخه جوړوي. جیګې څپلۍ نجونې ځکه په پښو کوي، چې دنګې او نېغې ښکاره شې؛ سټایلیش او نظر جلبوونکي اوسي. ارواپوهان وايي، نجونې د جیګو څپلیو سره په ځان باوري معلومیږي.
خو جیګې څپلې په پښو او ملا کې دردونه پيدا کوي، او ډير کله پلی تګ سختوي. د جیګو څپلیو یا های هیلز عمده زیانونه په دې ډول دي:
۱ـ د پښو دردونه
هغه نجونې چې جیګ سنډل یا څپلۍ په پښو کوي، معمولا د پښو له دردونو شکایت کوي. دا دردونه لومړی په زنګنو او ښنګري کې پيدا کیږي، چې بیا وروسته ټولې پښې ترې درد کوي.
۲ـ د ملا دردونه
جیګ سنډل د ملا درد ځکه پيدا کوي، چې د وجود په غیری نارمل حالت کې وي. هغوی چې جیګې څپلۍ پښو کوي، د بدن زیاته توله يې مخ په خوله وي. کله چې دوی کوښښ کوي، د بدن توازون وساتي، په ملا يې فشار راځي او د ملا په ښکتنۍ برخه کې دردونه پيدا کیږي. دا درونه که دوامدار شي، ان انسان فلج کوي.
۳ـ د غاړې او ملا دردونه
که های هیلز یا سینډل دومداره په پښو شي، د ملا او غاړې دردونه پيدا کوي، او د ملا مهرۍ کګږوي.
۴ـ د پښو نوکان: های هیلز د پښو نوکان زخمي کوي او جوړښت يې خرابوي.
۵ـ پوندې چوي: جیګ سنډل پوندې چوي.
۶ـ د پونډیو او پښو سوخت پيدا کوي.
۷ـ پښو ته د وینې جریان ټکنی کوي.
۸ـ په جیګو سنډلو کې تګ او مزل ستونزمن وي.
د یادونې ده، چې یوې تازه سروې موندلې، په نړۍ کې د های هیلز په پښو کولو مود ورو ورو په کمیدو دی. افغانستان کې اوس هم ډيرې نجونې د های هیلز مینوالې دي، خو ډير کله د ستونزو د مخنیوي لپاره له کاله يې بهر نه په پښو کوي. ولې بیا هم په نړۍ کې د ټیټ قدو لپاره های هلیز یا جګ سنډل یوه کومکي وسیله ده، چې هغوی ورسره لوړې او دنګې ښکاره شي.