مسلمانه مېرمن؛ خویونه او ځانګړتیاوي یې!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
رسول الله صلی الله علیه والسلم د یوې ایمانداري او مومني مېرمني په اړه داسي فرمايي:
آیا زه تاسي له هغه ارزښتمن څیز څخه چي یو نارینه ئې درلودلای سي؛ خبر نه کړم؟ هغه یوه رښتینې مېرمن ده: کله چي خاوند هغې ته ګوري نو خوشحاله سي، کله چي هغې ته د کوم کار کولو وايي هغه ئې امر مني، او کله چې خاوند لېري وي – هغه ورسره په ځان او مال کي خیانت نه کوي. رواه البخاری و مسلم
دا د یوې مسلماني مېرمني په اړه د رسول الله صلی الله علیه والسلم ګفتار وو. لاندي درته د یوې مسلماني مېرمني ځیني ځانګړتیاوي او نېک عادتونه و خویونه ذکر کوو:
د یوې مسلماني مېرمني ځانګړتیاوي:
– خاوند ته خوشحالي ورکوي
– خاوند هوسا کوي
– خاوند ته سکون و آرامش ورکوي
– د خپل خاوند د هوسایۍ، آرامۍ، خوشحالۍ او قناعت سبب کېږي
– د یوه آرام، لذت بخشه، او خوندي کور جوړوونکې وي
– ایمانداره، وفاداره، او صادقه وي
– غواړي چي خپل اولادونه بریالي، هوښيار، او شجاع وروزي
– هغه نه خپل خاوند او نه د هغه احساسات زخمي کوي
د خاوند له پاره د یوې ښې مېرمني (او برعکس) اړتیا الله ج خوښوي. د قرآنکریم ارشاد دئ:
ژباړه:- اې زموږ پروردګاره! پر موږ داسي مېرمني او اولادونه ولوروې چي زموږ د سترګو لذت او هوسايي وي، او موږ ته هدایت وکړې چي د رښتینولۍ نمونې اوسو. ۲۵:۷۴
د خاوند پر وړاندي د مېرمني وجایب: د خاوند حقوق
د مېرمني له آرو وجایبو څخه تر ټولو لومړۍ وظیفه ئې د نکاح بریالۍ کول او د خوشحالۍ سبب کېدل دي.
یوه مسلمانه مېرمن باید:
– د خپل خاوند د هوسایۍ خیال وساتي.
– د خاوند سره خیانت (په ځان او مال) کي ونه کړي.
– د خاوند له اجازې و خوښۍ پرته د بل چا هدیه یا تحفه نه قبلوي؛ ددې له پاره چي د حسد، شک او تهمت مخنیوی ئې کړی وي.
– د خاوند د مال حفاظت کوي.
– خاوند ته ځان آراسته کوي؛ سینګار او ځان ورته ښایسته کوي.
– له خاونده ځان نه سپموي؛ ځکه چي قرآنکریم دوئ دواړه ( مېرمن او خاوند) د یو او بل له پاره جامه او هوساینه بللي دي.
او راتلونکې لیکنه به د خاوند پر ذمه د مېرمني و حقوقو ته ځانګړې کړو. الله تبارک وتعالی دي وکړي چي ددې روژې په برکت سره زموږ په کورنیو کي نظام د اسلامي شرع سره سم جوړ سي؛ خاوند د مېرمن، مېرمن د خاوند، پلار د زوی، زوی د پلار، مور د لور، لور د مور، خواښې د مږو او مږور د خواښي په حقوقو پوه سي او له سکونه مالامال پر اسلامي شریعت مطابقي کورنۍ ولرو. آمین