د ژوند د لا ښایسته کولو لاري چاري!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نوراحمد فضلي
د هر انسان ژوند له لوړو ژورو خالي نه دئ، موږ ټول ځیني وختونه د ژوند په رنګینیو کي غرق یوو او ډېر کله هم له کړاوونو ځورېږو. موږ ټول بنی آدمان یو رقم یو؛ او زموږ ترمنځ فرق نسته لکه شاعر چي وايي:
د این دنیا دل بی غم نباشد اگر باشد، بنی آدم نباشد
خو سره له دې، لیدلي به مو وي ځیني کسان چي همېشه خندا په خوله وي؛ دا ډول کسان همېشه خوشحاله وي ته به وايې چي دې کسانو غم لیدلی نه دئ؟
تاسي به هم د تلوېزیون پر پرده تر تجارتي اعلاناتو دمخه لیدلي وي چي وايي: هیڅ وخت د خپل ژوند ظاهر د نورو له باطن سره مه پرتله کوئ.
دلته غواړو چي څو لاري چاري تاسي ته در وښيیو چي ژوند مو نېکمرغه، خوشحاله او لا ډېر ښایسته کوي:
لومړی: پر خپلو هستییو تمرکز او پاملرنه
ټول هغه نعمتونه ولیکئ چي الله تعالی تاسي ورڅخه برخمن کړي یاست، ټول، دانه په دانه، هغه څیزونه چي لرئ ئې هم ولیکئ – مثلاً داسي ونه لیکئ چي روغتیا! داسي ولیکئ، د سترګو، غوږ، خبرو کولو وړتیا، بویول، چښلو وړتیا لرل – داسي کورنۍ مو لرله چي سخت ټکر ئې کړی و او له هغه وروسته ئې نور نه سوای کولای چي د غذا خوند تشخیص کړي!! فرضاً و مو نه سوای کولای چي د غذاګانو خوږ خوند وڅکئ او خوند ورڅخه واخلئ او یا د کباب بوی مو محسوس نه کړای سوای – همدا هرڅه فاجعه ده.
تصور وکړئ چي سرپناه مو نه درلوده، په یخچال کي مو خوراک نه لاره، د کور اوبه مو قطع وې، د تودېدو له پاره مو ګاز نه درلود او… دا ټول نعمتونه دي او شاید له دې ټولو مهم ترین هغه ئې هغه شخص وي چي تاسي ورسره ډېره مینه و محبت لرئ او پر هغه باندي هم تاسي ګران یاست، د سختۍ و ستونزي پر مهال کولای سئ چي پر هغو باندي حساب وکړئ او لنډه دا چي په نننۍ نړۍ کي یوازي نه یاست.
که یو په یو خپلو هستیو و شتمنیو ته پاملرنه وکړئ، نه لرلي خپل رنګ بایلي او ډېر لږ به تاسي ناراحته کوي، کېدلای سي چي ډېر څیزونه هم ونه لرئ، خو دلته زموږ هدف، د ژوند ښایسته لیدل دي، نو یوازي پر خپلو شتو فکر وکړئ.
دوهم: ناسته پاسته
کوشش وکړئ چي خپلي ناستي پاستي او راشه درشه زیاته کړئ، له کورنۍ، دوستانو، ګاونډي … حتمن ضرور نه ده چي سهار و ماښام ئې پر دسترخوان ناست یاست، نه! یو ساده چای یا د شولې وریجو ساده غرمنۍ دي هم وي! په مختلفو بهانو د خپلو ملګرو و دوستانو سره راشه درشه وکړئ – هغوی را دعوت کړئ چي ستاسي کور ته درسي، راشه درشه او د ملګرو و دوستانو راټولېده کولای سي چي په تاسي کي د سروتونین هورمون چي د ژوند د خوشحالۍ و ښکلا هورمون دئ – ترشح او لوړ کړي.
درېیم: منظم پلان
پر ځان مه بېرېږئ، یو سخت او ستونزمن پلان د ځان له پاره جوړ کړئ او کوشش وکړئ چي هغه ترسره هم کړئ. مثلاً د سهار لمانځه ته راویښېږئ، ناشته، پلی تګ، کتاب لوستل، د غذا تهیه کول، کار، سودا، له کورنۍ څخه لیدنه، په مذهبي، علمي، او زدکړه ییزو ناستو کي برخه اخیستنه او… هیڅ ځان مه بېکاره کوئ، ځان دومره ستړی کړئ چي د شپې ځای ته ولاړ سئ اصلاً د غسه کېدو و فکر کولو ته وخت ونه لرئ، او په خړپ بیده سئ!
څلرم: د هغو کارونو ترسره کول چي تاسي خوشحاله کوي
له کوم کار ترسره کولو تاسي سکون ترلاسه کوئ؟ د غاړي د یوه دستمال اوبدل؟ د ډوډۍ تیارول؟ د یوه فلم لیدل؟ د ورځنیو یاداښتونو و خاطراتو لیکل؟ د خیریه کارونه ترسره کول؟ سیاحت کول؟ کوشش وکړئ چي په خپل ورځني پلان کي، هغه کارونه ځای پر ځای کړئ چي تاسي ته خوښي و خوشحالي درکوي. په پسې، د خوشحاله او خوښ اوسېدو له پاره د بزرګانو خبري واورئ، ډېرو بزرګانو ویلي دي چي د خیریه و مرستندویه کارونو ترسره کول مو زړه خوشحاله او ژوند مو رنګین کوي. دا دومره ستونزمن کار هم نه دئ، شاید د یوې ډوډۍ په رانیولو او د څنګ همسایه ته په ورکولو، د لاري لاروي ته په ډوډۍ ورکولو، په تاسي پسي درپسې موټر ته په لاره ورکولو او… سره مو زړه د یوې دنیا په اندازه خوشحاله و ښایسته سي.
پنځم: معنویات مه صرفنظر کوئ
دا چي په څلرویشت ساعتو کي څو وخته د خپل خدای ج سره راز و نیاز کوو، د قرآنکریم څو ایتونه تلاوتوو، دعاء کوو او له خدایه د ځان او خپلو دوستانو و ملګرو له پاره د خیر و برکت طلب و غوښتنه کوو، دا هرڅه مو ژوند ته هومره سکون و ښکلا راکوي چي د هیڅ شي سره د قیاس وړ نه دي، د خدای سره په نیمه شپه کي د راز و نیاز شېبې، د هر بنده د ژوندانه له ښایسته ترینو لحظو و شېبو څخه د هغه د معبود سره دي، دا هرڅه باید په آسانۍ سره له لاسه ورنکړو.