کله مو هم پام شوی چې، کوم ځای کې یو څوک ناسم کار کوي نو؛ موږ سمدلاسه وایو چې دا همداسې بده ټولنه ده یا زموږ ټولنه همداسې ده؟
دلته د ټولنې بحث سم ندی ځکه د ټولنې تعریف د وګړو، ځمکې (جغرافیې)، حیواناتو، نباتاتو او… مجموعې څخه بحث کوي.
موږ يې د انسانانو برخه څیړو، د ټولنې منفي کول او مثبت کول په وګړو ( ورانوونکو او جوړونکو) پورې تعلق لري خو دلته بحث بیا د ښو او بدو د تفکیک دی چې چا ته څه ښه ښکاري دا لږه مبهمه خبره ده.
یو شمېر یوناني عالمان په دې موضوع کې د نظر اختلاف لري، ځیني يې وايي انسان د زیږون سره سم د سالم عقل خاوند وي وروسته منفي کیږي بیا یو شمېر نور وايي انسان له پیدایښت سره سم بې عقله وي.
خو په هر حال سالم عقلي د دماغو پورې اړه لري؛ د اروا پوهنې علم د انسان دماغ په دریو برخو ویشلی دی:
ـــ شعور
ـــ لا شعور
ـــ بې شعوري
شعور د ذهن هغه برخه ده چې په واسطه يې کړنې ترسره کیږي، په عموم کې شعور منطقي مسایل مني.
په طبعي ډول په هر انسان کې ۱۵ سلنه شعور موجود وي او ۸۵ سلنه لا شعوري، او تخت شعوري (نیمه شعوري) ده ، خو انسان تل پدې هڅه کې وي چې، لا شعوري غلا وکړي او د شعور سلنه لوړه کړي.
پورته مسایل په طبعي ډول وو اوس راځو دې ته چې، د منفیاتو وروسته څنګه ټولنه مثبته کوو:
لومړی: که فکر وکړو ټولنه د وګړو جوړه ده او هر وګړی د یوې کورنۍ پورې تړلی دی نو؛ د فکر د رغون تر ټولو ښه لاره کورنۍ ده( د یوه فکر مثبت کیدنه د نړۍ مثبت کیدنه ده).
دا کار باید لومړی له ځانه پیل کړو او وروسته د مثبت فکر کول په کورنۍ او ټولنه کې عام کړو.
دوهم: افکاروي مراکز چې، د ذهنیت سازۍ او مثبت ګرايي په برخه کې ډول ، ډول فکري غونډې برابروي
دا نو؛ د مختلفو دولتي او غیر دولتي اداراتو کار دی چې، د ټولنې د مثبت ګرايي په اړه کار وکړي.
دریم:عامه پوهاوی چې، دا په داخلي او یو شمیر بهرنیو ادارو پورې اړه لري، دا پوهاوی باید د څو مشخصو اشخاصو لپاره نه وي بلکې؛ له ښاره نیولې تر لیرو پرتو سیمو، کلیو او بانډو وغځیږي څو ذهنیت سازي سمه وشي.
څلورم: میډیا چې، تر هرڅه قوي لاره داده که رسنۍ وغواړي نو یوه ټولنه جوړولای هم شي او ورانولی هم شي.
بدبختانه چې، یو شمیر رسنیو په لویه کچه د ټولنې، په مثبت سازۍ کې سم کار ندی کړی نو پکار ده چې له رسنیو سم څار وشي او په دې برخه کې خپل مسوولیت ته متوجه کړای شي.
پنځم: فردي او ډله ییز تبلیغات، چې، په دې برخه کې یو قوي او اکاډمیک ټیم ته ضرورت وي چې، په یواځې ځان وکولای شي یو شخص له سالمو مفکراتو متاثیر کړي او له همدې طریقه وشو کړای چې، په راتلونکې کې یوه مثبته ټولنه ولرو.