د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران به سخت پيښمانه کړي، که د امریکا د ګټو په ضد اقدام وکړي.
ډونالډ ټرمپ چې پرون يې په سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې وویل:
“موږ به وګورو، چې ایران څه کوي. که يې کوم غلط حرکت وکړ، تېروتنه به وکړي. که يې هر ډول تېروتنه وکړه، سخت به وځوریږي.”
ټرمپ د ایران په ضد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د یکشنبې په ورځ هورمز تنګي ته څيرمه متحده عربي امارتو ته تلونکي د تیلو څلور بیړۍ په نښه او زیانمنې شوې. د تیلو دې ټانکرونو چې دوه يې د سعودي وې، خلیج کې امریکايي پيریدونکو ته تیل وړل.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هر هغه چا په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي چې په سمندر کې د بیړیو تګ راتګ له خطر سره مخامخ کوي.
یو شمیر کتونکي په بیړیو برید د ایران کار بولي؛ خو ایران وايي، چې دوی دا کار نه دی کړی او په یاده پيښه خواشیني دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هم پرون په بروسل کې د ایران او د تیلو په ټانکرونو د برید په تړاو خبرې کړي. ښاغلي پمپيو ویلي، چې ایران دې د ګواښ په ځای خبرو ته کیني.
پمپيو همداراز په فجیره امارت سیمه کې اماراتو ته تلونکو د تیلو په ټانکرونو د برید په تړا وویل، چې په دې اړه يې د متحده عرب اماراتو سره خبري کړي او هغوې ترې غوښتي، چې د مسلې په څیړنه کې ورسره همکاري وي.
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا برید کې د ایران لاس شته یا نه؛ وویل، چې په دې اړه څیړنه او بحث کوي.
د ایران او متحده ایالاتو ترمینځ د ایران د اټومي مسلې په سر اړیکې ډیرې خرابې شوي. امریکا په ایران بندیزونه لګولي او ګواښ يې کړی، چې په روانه میاشت کې به د ایران د تیلو صادرات صفر کړي.
متحده ایالات له ایران غواړي، چې د اټومي مسلې په سر له دوی سره خبرو ته کیني.