د فیسبوک ټولنیزه شبکه له تېرې شپې راهیسې د (ننګرهار وژغورئ) په شعارونو بیا ډکه شوې.
د دې ولایت ګڼو اوسیدونکو د تېرماښام له پېښې وروسته د وضعیت خرابیدو په تړاو نیوکې او خبرې لري.
څوک مافیا ګرموي، څوک وایي زورواکو وضعیت خراب کړی او څوک ولایتي اداره او وسله وال مخالفین ملامتوي.
دلته به د همدغو نظرونو غورچاڼ وړاندې او هڅه وشي، چې یوه پایله یې وویستل شي.
د تېرماښام پېښه
د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک (شهید آدم خان څلورلاری) تېرماښام د څو خونړیو چاودنو شاهد وه.
د ولایتي چارواکو په وینا چاودنې په یوه ریکشه کې د ځای پرځای شویو ماینونو له کبله شوي، چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
والي شاه محمود میاخېل ویلي: په چاودنه کې ۴ ملکیان،چې په کراچۍ کې یې خرما، روح افزا شربت او نور توکي خرڅول شهیدان شوي او تر ۲۰ زیات نور ملکیان ټپیان دي.
په فیسبوک کې بیا یوشمېر کسانو لیکلي، چې ۲ تنه شهید شوي ملکیان د یوه دوکان جوالیان وو.
د دوی په وینا د دغو شهید شویو غربت دومره و، چې ان روژې یې یوازې په تشو اوبو نیولې وې.
چارواکو ویلي: د پېښې په اړه به څېړنې وشي او ټپیانو ته به د درملنې لپاره پوره پاملرنه وکړي.
نورې پېښې
په ننګرهار کې یوازې دا پېښه د نا امنۍ پر وړاندې د خلکو د پاریدو لامل نه دی.
هلته که څه هم په وروستیو کې هوایي بریدونو او نورو عملیاتو وسله وال طالبان او داعش ډلې تر ډېره ځپلي او پر ښار یا ولسوالیو د یادو ډلو د سقوط کوونکو هڅو اندیښنې کمې شوي، خو جنایي پېښې او هدفي وژنې زیاتې شوي.
دا څو ورځې مخکې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ له کاریز کبیر سیمې څخه د یوه ځوان دوکاندار وژل شوی جسد، چې تښتونکو بیولی او وژلی و، ترلاسه شو.
د دې ترڅنګ د ښار له منځه د داعش او وسله والو طالبانو په نوم له سوداګرو، روغتیایي سکتور او نورو څخه د باج اخیستو راپورونه ورکول کیږي.
په دې برخه کې ملي امنیت ادارې د ځینو کسانو د نیولو هم ویلي، خو داسې ښکاري، چې شویو هڅو د خلکو قناعت نه دی ترلاسه کړی.
ګرم څوک دي؟
په ختیځ کې د طلوع نیوز خبري شبکې خبریال زیار خان یاد، چې په فیسبوک شبکه کې د ننګرهار ستونزې نقدوي، مخامخ پر امنیه قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز او ولایتي ادارې سختې نیوکې کړي.
هغه د والي او امنیه قومندان هغه عکس خپور کړی، چې د عامې روغتیا روغتون کې د تېرماښام پېښې د ټپیانو پوښتنې ته ورغلي.
یاد وایي: امنیه قومندان باید دلته نه وای، د پېښې ځای ته باید تلی وای، د امنیتي حوزې آمر او نور هغه مسولین یې ګوښه کړي وای، چې پېښه یې د غفلت له وجې شوې.
د یاد په شان ګڼو نورو کسانو هم مخامخ چا والي او چا امنیه قومندان او نورو امنیتي مسولینو ته د ملامتۍ ګوته نیولې.
ځینو لیکلي: والي به ښه اکاډمیک سړی وي، د علومو اکاډمۍ ریس دې شي، خو ننګرهار ته داسې والي غواړو، چې وضعیت کنټرول او قاطع چلند وکړی شي.
ځینو بیا د ملي امنیت د ریس هغه تصویر ته اشاره کړې، چې څو ورځې مخکې فیسبوک ته راوتی.
په تصویر کې د ملي امنیت ریس له یوه تن څخه د ستاینلیک ترلاسه کولو پر وخت ښودل شوی.
د فیسبوک کاروونکي وایي: ستاینلیک ورکوونکی کوم مدني فعال دی او ریس ته د کارونو تر ارزونې وروسته یې د ښه کار ستاینلیک ورکړی.
د دوی په وینا د ملي امنیت په شان د محرمې ادارې ریس ولې چا ته د خپلې ادارې د ارزونې وخت ورکړي او ولې یې په داسې ترینګولو حالاتو کې وخت پر ستاینلیک اخیستو ضایع شي؟
په ټوله کې نیوکې پردې دي، چې ولایتي اداره د امنیتي وضعیت په کابو ساتلو کې پاتې راغلې ده.
یو شمېر کسانو دا نیوکه هم کړې، چې پولیس ډېروخت د سمارټ فون او فیسبوک په کارولو تېروي.
دا نیوکه پر والي میاخېل هم ډېره شوې ده.
چارواکي څه ځواب لري؟
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، چې منتقدین یې ورته فیسبوکي والي هم وایي، له پېښې او نیوکو لږ وروسته له خپل فیسبوک اکونټ څخه د ولایتي ادارې او ځان د دفاع لپاره څرګند شو.
هغه خپل منتقدین د زورواکو او مافیا په پلوۍ تورن کړي او ویلي: دوی د طالبانو او داعش پرځای د وضعیت خرابیدو پړه پر ولایتي ادارې او قهرمانو ځواکونو اچوي.
میاخېل ډاډ ورکړی، چې د تېر ماښام د شهیدانو وینې او د دوی جدیت به د پېښې عاملین رسوا او جدي چلند سره مخ کوي.
ده په کنایوي ډول په پېښه کې د وسله والو مخالفینو ترڅنګ د داخلي مافیا د لاس لرلو شک هم ښودلی او ویلي، كه عاملین هرڅوک وي، جدي چلند به ورسره وشي.
والي دا هم ویلي، چې د محدودو مافیایي ډلو له پلویانو پرته د ننګرهار ټول ولس د خپلې ولایتي ادارې ملاتړ کوي.
مافیا او زورواکي څوک دي؟
شاعر او فرهنګي فعال ضیاالدین همت مل والي شاه محمود میاخېل ته پر کړي فیسبوکي پوسټ تبصره کړې او ویلي:((د جنایي جرمنو څېړنه ستاسو کار دی، دا مافیایي کړۍ رسوا کول غواړي، دا باید رسوا شي، ولس بیچاره تر اوسه په دې پوه نه شو، چې مافیا بوټي دي، کومه میوه ده، افت دی، انسانان دي که حیوانات؟))
لیکوال او ژورنالیست ارشاد رغاند بیا لیکلي: (( ولسمشر ته مې د ننګرهار په وروستي سفر کې یې وویل: دا څو کاله مو د زورواکو او مافیا په نوم د هغو ډلو دښمني وکړه، چې ستا او د حکومت له نیږدې ملاتړه دې برخمن وو.
نور نه مافیا پېژنو، نه زورواکي، ننګرهار دا یو هم نه لري، که وایئ لري یې، ویې نیسئ، موږ ترې وژغورئ.))
د خلکو له خبرو تر ډېره داسې ښکاري، چې دوی د ننګرهار په نا امنۍ کې تر وسله والو مخالفینو د هغو خلکو ښکېلتیا ډېر سرخوږی ګڼي، چې د مافیا او زورواکو اصطلاح ورته کاریږي.
حل لاره څه ده؟
د ځوان ټولنیز بنسټ په نوم د یوې ټولنې مشر او ژورنالیست غازي عابد، چې تر مشرۍ لاندې ټولنه یې ډېرځله د (ننګرهار وژغورئ) په هڅو کې ښکېله وي، د حل لارې لپاره داسې لیکلي:
((د ننګرهار ښه وضعیت هر ځل د والي او چارواکو په بدلولو کې غوښتل شوی، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې، ددې پرځای ښه دا دی چې له مرکزي حکومته وغواړو چې والي مه بدلوه، هغه والي او ولایتي مسوولین چې درته د کومو کابل میشتو زورواکو، مافیاوالو او شخصي ګټو لپاره د ولس و سرتیرو وژونکو راپورونه درکوي، نومونه یې لرئ، یا ورسره شریک یاست یا ناخبره؛ ددغو خلکو غم وکړئ، خلکو ته ووایئ چې زور مو پرې نه رسیږي، ستاسې وژونکي دغه دي، راسره شئ چې کیسه یې ورختمه کړو.
زه سل سلنه ډاډه یم چې ننګرهار کې د هر واړه او غټ تاوتریخوالي اصلي عاملین حکومت ته معلوم دي، شاید خپله د حکومت په رهبرۍ کې هم وي او ان ددې وضعیت په لفظي غندنه کې هم برخه اخلي او اعلامیې هم ورکوي)).
لیکوال او شنونکي ډاکټر وحیدالله مصلح، چې خلک یې په فیسبوک ټولنیزه شبکه کې د (ننګرهار وژغورئ) د پخوانیو کمپاینونو په دوام یوه بل کمپاین ته بللي، له ننګرهاریانو غوښتي، چې سره منظم او د خپلې سیمې د ژغورنې لپاره ګډ غږ پورته کړي.
مصلح وړاندې لیکي: ((د روان ناورين په وړاندې دوه ډوله غبرګونونه ترسره کېداى شي، يو د سوله ييزو مدني احتجاجونو، خيمو او لاريونونو لار ده او بل د فېسبوکي او اجتماعي رسنيو مزاحمت دى چې له مشخصو هشټاګونو سره پيغامونه په پراخ ډول خواره شي.
تر هغه چې د سوله ييزو لاريونونو او احتجاجونو لارنقشه جوړه شي او په يوې عمومي اجماع تيارى ورته وشي، تر هغې پورې بايد فېسبوکي مزاحمت دومره شور پيدا کړي چې دولت د روانې بې امنۍ لپاره سنجيده او ريښتيني قدمونه واخلي، دستي ساعت مونږ لاندې هشټاګونه کاروو.))
#ننګرهار_وژغورئ
#SaveNangarhar