په ګانا کې د مسلمانو لګکیو مشر او لوی عالم شیخ عثمان شربتو د عیسوي مذهبو مراسمو کې د ګډون په موخه کلیسا ته تللی او د عیسویانو سره يې د هغوی مذهبي مراسم لمانځلي.
نوموړی د ګانا لوی مفتی دی؛ په ګانا کې د مسلمانانو عمومي مشر او د سولي د ملي شورا غړی دی.
هغه چې په کلیسا کې د عیسویانو له ځای مشر اندریو کمبیل سره خوا په خوا ناست وه؛ ویلي، موخه يې عیسویانو ته ور په زړه کول دي، چې اسلام د سولې او احترام دین دی.
نوموړی لومړنی اسلامي لوی عالم دی، چې په سریلانکا کې د عیسویانو په مذهبي مراسمو له برید وروسته، په ګانا کې د هغوی کلیسا ته ورځي.
عیسوي مذهبو ددوی په مذهبي مراسمو کې د شیخ عثمان په ګډون خوښي ښودلې او هغه يې په “تیاره کې یو څراغ” بللی.
د ایمانویل قوامي تیتي په نوم یو کس په فیسبوک لیکلي:
“خدای دی د شیخ عثمان شربتو عاجزي، سولې ته ژمنتیا، مذهبي زغم، او ادیانو سره د همکارۍ خواص د نورو مذهبونو په مشرانو کې هم پيدا کړي او نسلونه دې دوام وکړي. د هیلمندۍ دا کوچنی څراغ دی ډير لرې او نږدې ځایونه چې د مذهب په نوم تر ویرې او تهدید لاندې دي، روښانه کړي.”
د مسلمانانو غبرګون
بل پلو، ځينو مسلمانانو د عیسویانو په مذهبي مراسمو کې د شیخ غثمان شربتو ګډون غندلی او ویلي يې دي، چې مسلمان ته نه ښايي، د عیسویانو په څير عبادت وکړي.
خو ښاغلي شیخ شربتو په ټینګار ویلي، چې نوموړي هلته د عیسویانو په څیر عبادت نه دی کړی بلکې هغه د مسلمانو او عیسویانو ترمینځ د اړیکو د غښتلیتا لپاره یو قدم ورنږدی شوی. نوموړي ویل، چې [د مسلمان او عیسویانو] اړیکې یواځې یو بل د زعمل نه دي؛ بلکې یو بل سره ګډون او شرکت دی.
د شیخ عثمان شربتو ویاند بي بي سي انګلیسي ته ویلي:
“مشر امام د اسلام په اړه د هغه سناریو بدلول غواړي، چې وايي، اسلام د جګړې، نفرت او نورو سره د کینې دین دی. نوموړی غواړي ثابت کړي، چې اسلام د مینې، سولې او بښنې دین دی.”
د مسلمانانو ملنګ مشر
شیخ عثمان شربتو له تیرو ۲۶ کلونو راهیسې ګانا کې د مسلمانانو مشر دی، او د جمعې ورځې په هره خطبه کې په سوله، مینه او محبت ټینګار کوي.
هغه ملنګ خوی لري او وايي، چې اسباب او سامان انسان حریص کوي. نوموړی د پاډما کلي په یوه غریب مالت کې ژوند کوي. هغه د خپل کور دروازه خلاصه پریږدي. د کلي زیات خلک سهار او ماښام ورځي او د شیخ له کوره اوبه او خواړه وړي.
نوموړی د سلګونو غریبو محصلینو د زده کړو فیس او خرڅ هم ورکوي، او د غریبو زده کونکو د ملاتړ یو فونډیشن هم لري.
شیخ عثمان شربتو تازه ۱۰۰ کلن شو. هغه وايي، چې د خدای شکر دی اوس هم صحتمد دی، او پرته له عینکو (چشمو) لیکل او لوستل کوي؛ مسجد ته او هر ځای خپله تللی شي.
نوموړي په خپل سلن کلن ژوند کې تر ۵ زره ډیرې نکاح ګانې تړلې او تر ۴ زره يې ډيرې جنازې کړي.
ګانا
ګانا په لودیځه افریقا کې یو کوچنی هیواد دی. هغه د نړۍ یو له باثباته هیوادونو څخه دی. دغه هیواد چې پينځویشت نیم میلونه نفوس لري، اکثریت يې عیسویان دي، یواځې ۱۸ سلنه خلک يې مسلمانان دی. دلته که څه هم د مسلمانانو او عیسویانو ترمینځ د خپل مینځي جنجال کومه اندیښنه نشته، خو بیا هم شیخ عثمان همیشه کوښښ کوي، چې د دواړو لورو ترمینځ اتفاق وساتي.