سرچینه: هشت صبح ورځپاڼه
ژباړه: صادق طارق( یاران وېب پاڼه)
ارجیت سنگ، چې کله د خپل یوناني درملتون دروازه تړي او د کور پر لور روانیږي، څو ګامه تلی نه وي، چې د ناڅرګندو وسله والو لخوا برید پرې کیږي او په زوره یوه موټر ته خیژول کیږي.
تراوسه څوک نه پوهیږي، چې دغه تښتونکي څو تنه وو، موټر یې څه ډول و او ارجیت سنګ یې په مقابل کې څنګه لاس و پښې وهلې؟
۲۲ کلن ارجیت سنگ د کب په ۱۴ ماښام کور ته نه رسیږي. کورنۍ یې اندیښمنه کیږي او د شپې په نهو بجو د پولیسو نهه امنیتي حوزه خبروي.
پولیس خپلې څېړنې پیلوي، خو کوم څرک نه پیدا کیږي.
ارجیت سنگ هڅه کوي، چې د تښتونکو له منګولو وتښتي، خو له وهلو او شکنجې سره مخ کیږي.
په مشرانو جرګه کې د هندوباورانو او سیکانو استازې انارکلي هنریاروایي ارجیت سنګ د زیاتې شکنجې له کبله مري.
مېرمن هنریار زیاتوي، د ارجیت سنګ د تورن وژونکي په وینا پر هغه دوه ډزې هم شوي.
د اوومې حوزې پولیس د تېرکال د حوت په ۱۵ مه د ځایي خلکو په مرسته یوه مړی پیدا کوي.
د وژل شوي مخ له دې کبله، چې د شکنجې ډېرې نښې ورباندې وي، نه پېژندل کیږي.
د پولیسو حوزې له یو بل سره اړیکه نیسي، خو د وژل شوي کورنۍ نه پيدا کوي.
د مېرمن هنریار په وینا عدلي طب هم دغه جنازه نه مني او وایي، چې د ساتلو نه دی.
پولیس له همدې کبله د ښاروالۍ په همغږۍ په شهدای صالحین هدیره کې یو قبر کیندي او دغه جسد پکې خښوي.
څلور ورځې مخکې د ارجیت سنګ د قتل تورن کس بغلان ته د تېښتې پر وخت د پلخمري ښار به بادوري سیمه کې د پولیسو لخوا نیول کیږي.
د مېرمن هنریار په وینا دغه کس له نیول کیدو وروسته د ارجیت سنګ پر وړاندې پر خپلو ټولو جنایتونو اعتراف کړی دی.
د هنریار په وینا تښتونکو د ارجیت سنګ له تښتونې وروسته د هغه له کورنۍ سره ټلیفوني اړیکې لرلې، خو له دغو اړیکو هیڅ کوم شی واضح شوی نه و.
د ارجیت سنګ د ترور( عمه) زوی انندر سنگ وایي دوی په تېرو دوو میاشتو کې په ډېرو روغتونونو، امنیتي ادارو او حتا د عدلي طب پر سړو خونو ګرځیدلي، خو د ارجیت سنګ هیڅ کوم څرک نه دی معلوم شوی.
د ارجیت سنګ د کورنۍ پوښتنه دا ده، چې پولیس خو د هغه په اختطاف خبر وو، نو بیا ولې یې د هغه له جسد موندلو سره دوی ته خبر نه و ورکړی، چې جسد وپېژني.
دوی وایي دغه جسد عدلي طب ته وړل کیږي، خو دوی ته څوک خبر نه ورکوي.
د ارجیت سنګ جنازه ښاروالي او پولیس د شهدای صالحین په هدیره کې د مسلمانانو له دود سره سم خاورو ته سپاري، په داسې حال کې چې د ارجیت سنګ کورنۍ هره شېبه د هغه د موندلو لپاره ښار چاڼوي او پسې ګرځي.
ښاغلی انندرسنګ زیاتوي: د یوه (سردار) ټولې ځانګړنې له نورو ښاریانو سره فرق کوي. له دې سره پوښتنه دا ده، چې پولیس ولې نه دي بریالي شوي څو پرخپل وخت دغه موندل شوی جسد تشخیص کړي، چې دا هماغه ارجیت سنګ دی.
انارکلي هنریار هم وایي، چې دغه پوښتنه تراوسه ځواب شوې نه ده، چې پولیسو ولې د کابل په دوغ اباد سیمه کې د ارجیت سنګ کورنۍ سره د جسد په اړه اړیکه نه ده نیولې.
ټاکل شوې، چې نن د غویي (ثور) په درویشتمه د دوشنبې په ورځ د ارجیت سنګ جسد د کابل د شهدای صالحین له هدیرې را وویستل شي.
د هغه کورنۍ او خپلوان وایي، چې غواړي د خپل دین او دود له مخې د هغه جسد وسیزي.
دا د هندو باورانو د وژل کیدو لومړنۍ وحشیانه پېښه نه ده. د مېرمن هنریار په وینا له دې مخکې په کندوز، هرات او کندهار ولایتونو کې هم هندوباوران او سیکان د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د هندو باورانو او سیکانو ژوند په پرله پسې ډول له ننګونو سره مخ و.
یوه تازه څېړنه ښيي، چې په دغه هېواد کې د هندو باورانو او سیکانو شمېر په بې ساري ډول کم شوی او د دغه قومي او مذهبي اقلیت شمېر چې په ۱۹۸۰ کې ۲۲۰ زره تنه و، اوس شاوخوا ۷۰۰ تنو ته را ښکته شوی.
دا ارقام څرګندوي، چې د دوی شمېر څه باندې ۹۹ سلنه کم شوی.
د ارجیت سنګ د تښتونې او وژنې د قضیې د ابهاماتو په اړه مو وغوښتل، چې د کورنیو چارو وزارت ځواب هم ولرو، خو د دغه وزارت ویاندویانو راسره جزیات شریک نه کړل.