داعش په هند کې د "هند ولایت" د جوړیدو خبر ورکوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د رویټرز د خبر په حواله، داعش په لومړي ځل هندوستان کې د (ولایه ی هند) یا د هند ولایت په نوم د یو مرکز د جوړیدو خبر ورکړی.
داعش ډلې ته منسوب خبري اژانش، ایماق، د جمعې په ورځ ناوخته په هندوستان کې د ولایت د جوړیدو اعلان وکړ او ويې ویل، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې يې هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د داعش له لورې دا اعلامیه یواځې څو ساعته وروسته له هغې خپریږي، چې هندي پوځ په کشمیر کې د داعش ډلې د یو مهم جنګیالي اشفاق احمد سوفي د وژل کیدو خبر ورکړ.
هندي پولیس وايي، چې د کشمیر په شوپیان ولسوالۍ کې اشفاق احمد سوفي په مخامخ نښته کې وژلی. داعش د خپل یو جنګیالي اشفاق احمد سوفي وژل کیدل تائیدوي.
د امنیتي ځواکونو یو مشر د شنبې په ورځ وویل، چې اشفاق احمد سوفي له تیرې یوې لسیزې راهیسې په کشمیر کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې و او اوس تازه له داعش سره یوځای شوی و. په نوموړي شک و، چې هغه په هندي پولیسو باندې د لاس بم غورځولو په زیاتو بریدونو کې لاس درلود.
داعش په سریلانکا کې د عیسوي مذهبو د یکشنبې په مراسمو د هغو بریدونو مسؤلیت هم ومانه، چې پکې تر ۲۵۰ ډیر کسان ووژل شول.
موده مخکې د داعش ډلې مشر په خپل یو ویډوي پيغام کې خبرداری ورکړی و، چې خپل فعالیتونو به هند او بنګلدیش ته هم وعځوي. په هند کې د ولایت له اعلان داسې معلومیږي، چې دوی اوس غواړي، یواځې په سوریه او عراق متمرکز نه وي، بلکې د نړۍ نورو برخو ته وخوځیږي.
خو د سایټ په نوم د یوې استخبارتي ګروپ مشره (ریتا کټز) چې افراطیان له نږدي څاري، وايي:

“په یوه سیمه کې چې هلته [د هغوی] د واکدارۍ هیڅ څرک نه لګیږي، د ولایت جوړول له منطق څخه لرې خبره ده؛ اما دا مسله باید عادي ونه ګڼل شي. نړۍ ته شاید دا یوه عادي خبره وي، خو د [کشمیر په څیر] څنډې ته شوې سیمه کې ولایت، د جهادیانو لپاره یو مهم ځای دی، چې د خپل “خلافت” نقشې پکې جوړې کړي.”

کشمیر کې یو پوځي چارواکي ویلي، چې د اشفاق احمد سوفي د وژلو په عملیاتو کې بل هیڅ چاته زیان نه دی اوښتی. هغه اټکل کوي، چې سوفي شاید د داعش سره د تړلو کسانو وروستی هغه وي، چې ووژل شو.
په کشمیر کې د داعش حضور د ۲۰۱۶ کال په نیمايي کې راڅرګند شو، او په ۲۰۱۷ کال کې يې په امنیتي ځواکونو یو شمیرې حملې هم وکړې.
د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د داعش له لوري په هند کې د ولایت په جوړیدو کومه تبصره نه ده کړې.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وخت ناوخت بیلتون پال او وسله والې ډلې د هند په عسکرو بریدونه کوي. تېر فبروري پاکستان میشتې جیش ی محمد ډلې د هندي پوځ د نیمه سرتیرو په یو بس موټر ځانمرګی برید وکړ، چې لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتیري يې ووژل.
له برید وروسته، د هندوستان او پاکستان اړیکې خړې پرې شوې او ان یو بل پسې يې پوځې الوتکې پورته کړې.