لیکنه: صادق طارق
د قابله ګۍ نړیواله ورځ په افغانستان کې په داسې مهال نمانځل شوی، چې څه باندې ۴۰ سلنه افغانې ښځې لا هم د زېږون پر وخت قابله ګانو یا روغتیایي مرستندویانو ته لاسرسی نه لري.
دغه محرومیت تراوسه د دې سبب دی، چې یوه د پام وړ برخه افغانې ښځې، ماشومان یې او یا دواړه د زېږون او زیږیدو پر وخت د مرګ ښکار شي.
ارقام څه وایي؟
د عامې روغتیا وزارت لخوا د قابله ګۍ نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي ارقام هیله بښونکي او دردونکي دواړه دي.
د افغان ولسمشر مېرمنه بي بي ګل غني، چې د قابله ګۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې یې خبرې کولې، د روغتیا وزارت اعلان شویو ارقامو ته په دې خوشاله وه، چې د مور او ماشوم مړینه د قابله ګانو له زیاتیدو سره په لوړه کچه کمه شوې.
د روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکټرې ماموسی زېور وایي: سږ کال یې دا ورځ د ( قابله ګانې: د ښځینه حقونو مدافعانې) تر سرلیک لاندې نمانځلې ده.
هغه د وزارت اړوندو ارقامو ته په اشارې سره وویل: په ۲۰۰۲ کې د زېږون له هرو لس زرو پېښو څخه ۱۶ سوه یې د مور او ماشوم په مړینې تمامیدل.
د مرستیالې وزیرې په خبره اوس دغه کچه ۷۵ سلنه کمه شوې او د زېږون له هرو ۱۰ زرو پېښو څخه یې ۳۹۶ منفي یانې د مور او ماشوم یا یوه په مړینه تمامیږي.
قابله ګانو ته لاسرسی او نه لاسرسی
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي اوس ۵۸،۸ سلنه افغانې ښځې د زېږون پر وخت قابله ګانو ته لاسرسی لري.
د دوی په وینا د افغانستان په شاوخوا ۴ سوه ولسوالیو کې تر ۳۱۰۰ روغتیایي مرکزونه د قابله ګۍ د برخې کارکوونکې لري.
دا ارقام څرګندوي، چې څه باندې ۴۰ سلنه افغانې ښخې لا هم له پراخو نړیوالو مرستو او د دوی په نوم د کار کولو له ډېرو غوړو ژمنو سره ان د زېږون پر وخت د روغتیايي مرستندویانو له لرلو محرومې دي.
یاد شوي ارقام که له یوې خوا هیله بښونکي دي، له بلې خوا دردونکي هم دي.
دا ارقام څرګندوي، چې د تېرو څه باندې ۱۵ کلونو په اوږدو کې د افغان ښځو ژوند کافي مثبت تغیر کړی، خو دا تغیر هغومره نه دی، چې څومره لازم او ممکن و.
ولې افغانې ښځې کافي قابله ګانې نه لري؟
د حکومت ترڅنګ د پړې ګوته ټولنې یانې خلکو ته هم نیول کیږي.
په افغانستان کې تر ډېره هغه سیمې د ښځینه قابله ګانو له لرلو محرومې او ښځې یې له سختو سره لاس و ګرېوان دي، چې ښځو ته پکې د زده کړو یا حد اقل د قابله ګۍ تر حده د درس ویلو اجازه نه ورکول کیږي.
په ځینو سیمو کې که دغسې دي او خلک غواړي پر نجونو یې تعلیم وکړي، وسله وال مخالفین د زده کړو خنډ دي.
دوی لا هم په ډېرو برخو کې چې تر واک لاندې یې دي، یا یو مخ د نجونو د تعلیم مخالف دي او یا تر شپږم یا نهم ټولګي د ښوونځي ته تګ اجازه ورکوي.
دا ټول لاملونه د افغانو ښځو د دغه مرګوني ژوند او ضایع کیدو په جنایت کې خپله ـ خپله ونډه لري.
نړیوال ارقام څه وایي؟
په نړیواله کچه هرکال ۳۵۰۰۰۰ ښځې د زېږون پر وخت مري.
د ماشومانو په برخه کې د زېږیدو پر وخت د مړینې ارقام د کال شاوخوا درې میلیونه تنه ښودل شوی.
د نړیوالو ارقامو له مخې هرکال په نړۍ کې د زېږون له هرو لس زرو پېښو څخه ۷۰ پېښې منفي او د زېږونکو یا زېږیدونکو په مرګ تمامیږي.