میلیونره ماشومان؛ دا ماشومان میلیونونه ډالره عاید لري

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او ترتیب: صادق طارق
د ماشومانو په اړه زموږ تصور دا دی، چې پر کورنۍ به په اقتصادي لحاظ بوج وي.
په عام ډول داسې ده، خو په استثنایي ډول داسې ماشومان هم شته، چې میلیونونه ډالره عاید لري.
دا چې څنګه او دوی څوک دي، په دې مطلب کې به یې تفصیل درسره شریک شي.
۱- ۷ کلن رایان

دغه ماشوم کیدای شي د تاریخ له ترټولو لوړ عاید لرونکو ماشومانو څخه وګڼو.
د هغه اصلي نوم د کورنۍ لخوا یې په امنیتي دلایلو پټ ساتل شوی او د RYANپه نوم یې یاد کړی.
دا ماشوم په یوټوپ چینل کې یې خورا زیات کتونکي لري او په دې ډول د کال ۲۲ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.
د ده یوټوب چینل په ۲۰۱۸ کې د نړۍ په کچه ترټولو لوړ عاید لرونکی چینل و.
د رایان په چینل کې ټولې ویډیوګانې د ماشومانو پر لوبو او د لوبو پر وسایلو را څرخي.
د ده چینل ۱۸ میلیونه کتونکي لري.
د دغه ماشوم یوه ویډیو ۲ میلیارده کتونکي لرل.
۲- ۱۵ کلن جوئل جوئنی

دغه ماشومه څو کاله مخکې له مور و پلار سره یې په یوه تلویزوني خپرونه کې د ګډون پر وخت مشهوره شوه.
هغه سندرې وایي او سینمایي اداکاري کوي. یوټوب چینل یې ۸،۹ میلیونه او انسټګرام یې ۷،۸ میلیونه څارونکي لري.
د هغې سندرې په میلیونونه ځله اوریدل شوي او د خوښې وړ ګرځیدلي.
دا ماشومه د کال ۱۲ میلیونه ډالره عاید لري.
۳- موزیا بریجز

موزیا له ۹ کلنۍ څخه د لباسونو د طراحۍ په برخه کې کارکوي. اوس یې عمر ۱۷ کاله دی.
اوس خپله د طراحۍ یو نړیوال برانډ لري او برانډ یې په ۲۰۱۸ کې میلیونونه ډالره عاید درلود.
۴- مکنا کلی

د دغه مشهور ماشوم یوټوب چینل ۱،۳ میلیونه څارونکي لري.
د ده چینل پر نور عاید سربېره یوازې د تبلیغاتو له لارې هره ورځ زر ډالره عاید لري.
۵- مارسای مارتین

د هالیووډ دا نوې او ځوانه څېره په لږو سریالونو او فلمونو کې څرګنده شوې ده.
مارتین یوازې په یوه فلم کې د رول له پلوه ۲۰۰ زره ډالره حق الزحمه اخیستې.
دې نه علاوه یې ۳۰۰ زره ډالره جایزه هم ګټلې.
د مارتین یوټوب چینل او نور فعالیتونه هم لوړ مالي عاید لري.